او مونږ ایمان لرو چې قرآن کریم تر ټولو آسماني کتابونو لوی، بشپړ او زیات عزتمن دی او دا یې ورستی یو دی؛ جبرائیل -علیه السلام- زمونږ د رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- په زړه نازل کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِين، (او یقینا دا قرآن نازل کړی شوی (کتاب دی) د رب العالمین. نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِين * دا جبریل امین راکوز كړى دى. عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِين} ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې). [الشعراء سورت: 192-194 آیتونه]، او الله د ده لپاره عزتمنده ژبه غوره کړه، نو هغه یې په روښانه عربي ژبه نازل کړ، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُون}. (بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ). [يوسف سورت: 2 آیت]. ابن قتیة فرمایلي: "د قرآن فضیلت یوازې هغه چا ته معلوم وي چې نظر یې زیات (پراخه) وي، پوهه یې پراخه وي، د عربو په مذهبونو پوهیږي او د دوی له طریقو سره بلدتیا ولري، او هغه څه چې الله -تعالی- پرې د دوی ژبې ته ځانګړتیا ورکړې ده پرته له ټولو ژبو څخه؛ یقینا په ټولو امتونو کې داسې امت نشته چې داسې یوه پراخ او واضح د ساحې پراخوالی ورکړل شوی وي لکه عربو ته چې په ځانګړې توګه د الله تعالی لخوا ورکړل شوی دی، د هغه نښانو له امله چې په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کې یې پيدا کړې وې او غوښتل یې چې په کتاب سره د هغه د نبوت ثبوت ثابت کړي، نو دا یې د هغه علم وګرځاوه، لکه څرنګه یې چې هر نبي ته د هغه په عصر کې د ورته شیانو په اړه پوهه ورکړې وه. نو دا یې هم د هغه علم وګرځاوه، ځکه د رسولانو له ډلې څخه د هر پیغمبر لپاره یو ځانګړی علم د هغه وخت د مسالو په اړه ورکول کېده په کوم وخت کې به چې هغه ورته لیږل کېده. تأويل مشكل القرآن ( 17: مخ).
او لومړی هغه څه چې الله -تعالی- لدې قرآن څخه نازل کړي دي د الله تعالی دا وینا ده: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق} [ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)] [العلق سورت: 1 آیت]، له ام المؤمنین عائشة -رضي الله عنها- څخه روایت دی چې هغې فرمایلي دي: لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته پرې د وحیې پیل شو: تر دې چې حق ورته راغی پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملاېکه ورته راغله، او ویې وییل: «اقْرَأْ، قَالَ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، قَالَ: فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ : «ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ماورته وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره یې فشار راکړ، بیا یې خوشې کړم، نو راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * [ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات). خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق* ده انسان له پرنډ (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى]. [العلق سورت: 1-3 آیتونه]، فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَرْجُفُ فُؤَادُهُ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره په لړزانده زړه بیرته راستون شو. (بخاري (3)، مسلم (160) او ترمذي (3632) روایت کړی دی. او د هغه څه په پای کې چې له دې (قرآن) څخه نازل شوي دي: د الله - تعالی - دا وینا ده: {الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا} (نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه غوره كړ). [المائدة سورت: 3 آیت]».
په رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د نبوت د کلونو په بهیر کې قران لږ لږ د ضرورت موافق نازل شو، لدې څخه؛ مکي او مدني دي، د سورتونو شمېر یې یو سل او څوارلس دی، تر ټولو لوی سورت یې -د معنا په لحاظ- الفاتحة سورت دی . فعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: بَيْنَمَا جِبْرِيلُ قَاعِدٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم سَمِعَ نَقِيضًا مِنْ فَوْقِهِ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ، فَقَالَ: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ، فَقَالَ: هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَسَلَّمَ، وَقَالَ: أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ». له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی وایې: پداسې حال کې چې جبریل -علیه السلام- د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره ناست و چې له پاسه یې غږ واوریده نو سر یې پورته کړ، ویې وییل: «دا له آسمان څخه یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، هیڅکله نه وه خلاصه شوې مګر نن ورځ، یوه پريښته ترې راښکته شوه، نو ویې وییل: دا ملاېکه ځمکې ته راښکته شوه چې هیڅکله نه وه راښکته شوې مګر نن ورځ، نوسلام یې واچاوه او ویې وییل: زیری واخله په دوو رڼاګانو باندې چې تاته درکړای شوې او ستا څخه وړاندې هیڅ نبي ته ندي ورکړل شوي: فاتحة الکتاب، او د البقرې سورت د پای -آیتونه- هیڅ یو توری به لدې دواړو څخه نه لولې مګر دا چې درکول کیږې به». (مسلم (806)، او نسائي (912). روایت کړی دی. او د الاخلاص سورت د قرآن کریم د یو پر درېمې برخې سره برابر دی. فعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: خَرَجَ إِلَيْنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «أَقْرَأُ عَلَيْكُمْ ثُلُثَ الْقُرْآنِ»، فَقَرَأَ: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد * اللَّهُ الصَّمَد} حَتَّى خَتَمَهَا. له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: رسول الله -صلی الله علیه وسل - مونږ ته راووت نو ویې فرمایل: «زه پر تاسو د قرآن یو پر دریمه لولم» نو قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد * اللَّهُ الصَّمَد} یې تر پایه ولوست. مسلم (812) روایت کړی دی.
او تر ټول ستر آیت یې آیة الکرسي دی. فعن أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْم أَبَا الْمُنْذِرِ». له أُبی بن کعب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « ای أبو المنذره، آیا ته پوهیږې چې تاسره د الله له کتاب څخه کوم آیت تر ټولو لوی دی؟» هغه وایې ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي. ویې وییل: «ای أبو المنذره آیا ته پوهیږې چې تاسره د الله له کتاب څخه کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ » هغه وایې ماوویل: {اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255] وایې: په سینه کې یې ووهلم، او ویې وییل: « قسم په الله چې علم دې مبارک شه أبو المنذره». مسلم (810) او ابوداود (1460) روایت کړی دی.
او الله تعالی د دې کتاب په نازلولو سره د خپل ځان ستاینه کړې ده، سپېڅلي ذات فرمایلي دي: {الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا} (ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى). [الكهف سورت: 1 آیت]. همدا رنګه الله تعالی د دې ستر کتاب ستاینه هم کړې ده، حق او واکمن ذات فرمایلي دي: ﴿لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾. (كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلکو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي). [الحشر سورت: 21 آیت]، او همدارنګه هغه سپیڅلي ذات فرمایلي: {وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى} (او كه بېشكه (دا) قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستل شي (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي). [الرعد سورت: 31 آیت]، او دا یې د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي: {هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمِ يُوقِنُون} (دا (قرآن) د خلکو لپاره ښكاره د پوهې دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي). [الجاثية سورت: 20 آیت]، او پند او د زړونو او بدنونو د ناروغیو لپاره شفا دی، حق تعالی فرمایلي دي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: 57 آیت]، او الله پاک فرمایلي دي: ﴿وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا ﴾ (او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان - دهغوی د خباثت د وجه ورنه قران خو هدی للناس دی -). [الإسراء سورت: 82 آيت].
او مونږ ایمان لرو چې دا ستر کتاب؛ همدغه د آسماني کتابونو تر ټولو بشپړ او هر اړخیز کتاب دی، چې دلیلونه او شواهد لري، هغه مثالونه وړاندې کوي چې د قیامت تر ورځې پرې پر بنده ګانو حجت قائمیږي ، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا} (اى خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده). [النساء سورت : 174 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَلاَ يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلاَّ جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا} (او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر). [الفرقان سورت: 33 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلاَّ كُفُورًا} (او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر نوعه بیان وکړ نو نه کوي ډیر خلک بل کار په غیر د ناشکرۍ ځځه). [الإسراء سورت: 89 آیت] او الله پاک فرمایلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} (او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى). [الإسراء سورت: 41 آیت]، ابن جریر فرمایلي: «د پورته شان ذات فرمایلي دي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا} یقینا مونږ بیان کړي دي، دې مشرکانو ته چې په الله تعالی دروغ تړي {فِي هَـذَا الْقُرْآنِ} پدې قرآن کې؛ پندونه، نښانې او دلیلونه او دوی ته مو مثالونه وړاندې کړي دي او دوی مو پکې ویرولي دي او تهدید کړي مو دي {لِيَذَّكَّرُواْ} د دې لپاره چې پند واخلي، فرمایي: تر څو هغه دلیلونه رایاد کړي، او هغه غلطۍ درک کړي چې دوی پرې ولاړ دي او له پیښو عبرت واخلي، نو نورو ته پرې نصحیت وکړي او له خپلې ناپوهۍ څخه راوګرځي، نو نه خو دوی ترې پند اخلي، او نه هغه آیتونه او تهدیدونه چې ورته راځي په یاد راولي». تفسير الطبري (17/453).
او دې قرآن ټول هغه څه په ځان کې رانغاړلي دي چې په پخوانیو آسماني کتابونو کې دي، او پر هغې یې ور اړولې هم ده، الله تعالی فرمایلي: {وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم} (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغه كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته،او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى). [الأنعام سورت: 115 آیت]، او دا هر هغه څه ته شامل دی چې خلک د ایمان له بنسټونو، قوانینو، دلیلونو، حکمتونو، نصیحتونو او خبرونو څخه ورته اړتیا لري. ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾ (بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده). [الإسراء سورت: 9 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ} [(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره]. [يوسف سورت: 3 آیت]، او دا - کتاب - د فصاحت او وضاحت په وروستي حد کې دی، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى ( یو د بل تائد کوونکی دی تعارض او ټکر پکې نشته )، مكرر دى مضامین یې بار بار تکراریږي). [الزمر سورت: 23 آیت]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «بُعِثْتُ بِجَوَامِعِ الكَلِمِ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ». «زه په جوامع الکلم (لنډ عبارت او پراخه معنی) سره لیږل شوی یم، او په ویرې سره مې ملاتړ شوی دی (یعنې ویره مې په خلکو کې مخکې له مخکې خپریږي)» . بخاري (2977)، مسلم (523)، ترمذي (1553) او النسائي (3087) روايت کړی دی.
او -پدې خبره- تر ټولو له سترو دلیلونو څخه چې دا قرآن د رب العالمین کلام دی دا دی: چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- یو نالوستی و، نه یې لوستل کول او نه لیکل، پداسې حال کې چې تر ټولو ستر، او د فصاحت او وضاحت له اړخه بشپړ کتاب پرې نازل شوی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لاَّرْتَابَ الْمُبْطِلُون} (او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه). [العنكبوت سورت: 48 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت].
او مونږ باور لرو چې قرآن کریم په خپل لفظ او معنی کې یوه حیرانونکي معجزه ده او الله -تعالی- ټول پیریان او انسانان ننګولې دي چې دې ته ورته ټول قرآن یا لس سورتونه او یا د دې د یو سورت په څېر یو سورت جوړ کړي، نو د برکت والا دی الله تعالی چې د عالمیانو رب دی، حق ذات فرمایلي دي: (قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا) (ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي). [الإسراء سورت: 88 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّـهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} (آیا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړی دی، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ). [هود سورت: 13 آیت]. الله تعالی فرمایلي: {وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِين} [(او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې يئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې يو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه پرته خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني يئ]. [البقرة سورت: 23 آیت].
او موږ ایمان لرو چې الله -تعالی- د دې قرآن د ساتلو تضمین کړی دی، او دا کار یې مخلوق ته ندی ورترغاړې کړی، الله -تعالی- فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت: ایت 9]. او الله تعالی فرماېلي دي: {لاَ يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيد} (باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى). [فصلت سورت: 42 آیت]، او هغه یې ټول محکم ګرځولی دی د عمومي محکمیت له مخې، لوی څښتن تعالی فرمايلي: {الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِير} (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم (۱)كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات لخوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي). [هود سورت: 1 آیت]، همدا رنګه یې ټول متشابه ګرځولی، حق ذات فرمایلي دي: {اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ} (الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، (مکرر دي مضامین د دې او یو د بل تایئد کوي معارضه يکې نشته او فصاحت او بلاغت کې سره ورته وي. [الزمر سورت: 23 آیت]، او لدې څخه یې محکم او متشابه ګرځولی دی، الله تعالی فرمایلي: {هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ(۱) ۗ وَالرَّاسِخُونَ (۱)فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} (الله هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په دې كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه) زمونږ د رب له جانبه دي او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). [آل عمران سورت: 7 آیت]، او دا یې واضحه کړه چې هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی دی د دې قرآن څخه د متشابه پسې ګرځي، او مؤمنان په ټول -قرآن- ایمان لري؛ محکم او متشابه یې.
او الله -تعالی- قران په ټولو پخوانو کتابونو حاکم او ساتونکی ګرځولی، متعال ذات فرمایلي دي: {وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا (۱)لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ} (او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى). [المائدة سورت: 48 آیت]. او حق ذات ښکاره کړه چې دا کتاب مونږ ته دپخوانیو امتونو کیسې بیانوي، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې راغلي دي: {ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُون} (دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه). [يوسف سورت: 102 آیت]، او د دې په څېر ډیر دي، او قرآن د اهل کتابو تر منځه په هغه څه کې پریکړه کوي چې هغوی پکې یو له بل سره مخالفت لري، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُون} ب (ېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي). [النمل سورت: 76 آیت].
او عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - په خپل منبر باندې وویل: «ای خلکو! دا قرآن د الله کلام دی، نو زه ستاسو څخه په داسې څه پوه نه شم چې تاسو د خپلو خواهشاتو له امله متاثره شوي یاست، یقینا چې اسلام ته د خلکو څټونه ټیټ شوي دي، نو په رضا او په زوره پکې داخل شوي دي او یقینا چې تاسو ته لارې ټاکلی شوي دي او د هیچا خبره پاتې شوې نده مګر دا چې یو بنده په قصدي توګه په ښکاره کافر شي، نو پیروي وکړئ او -په دین کې د ځانه جوړول مه کوئ، یقینا چې ستاسو چاره شوې ده، تاسو یې په محکم عمل وکړئ او په متشابه یې ایمان راورئ». احمد په الزھد (191) كې، الدارمي (3398)، عبدالله بن احمد په السنة(117) كې، الآجري په شريعت كې (155) روايت كړى دى، او ابن بطة په الابانة کې روايت كړى دى (۲۳).
او همدا رنګه عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمایلي دي: "قرآن د الله -تعالی-کلام دی، نو په خپلو نظریاتو یې مه را اړوئ". الآجري په الشريعة (156) کې روایت کړی دی.
او له فروة بن نوفل الأشجعي څخه روایت دی وایې: «خباب بن الأرت -رضي الله عنه- زما ګاونډی و، نو یوه ورځ یې راته وویل: اي خوښ او نیکمرغه، څومره چې کولی شي الله تعالی ته نږدې شه، او پوه شه چې ته هغه ته په بل شي دومره نه شې نږدې کیدلی لکه څومره یې چې په کلام سره کیدلی شې». ابو عبيده په فضائل القرآن (٧٧ مخ) کې، ابن ابي شيبه (٣٠٧٢٢) کې، احمد په الزهد (١٩٢) کې، عثمان بن سعيد الدارمي په الرد علی الجهمیة کې(١٦٠) او عبدالله بن احمد په السنة (111) کې.
او مونږ ایمان لرو چې دا قرآن؛ همدغه د الله کلام دی، نازل کړی شوی دی او مخلوق ندی، او دا په سینو کې ساتل شوی، حق ذات فرمایلي: {بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلاَّ الظَّالِمُون} (بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان). [العنكبوت سورت: 49 آیت]، او برابره خبره ده که په مصحفونو کې لیکل شوی وي، او یا په محرابونو او جوماتونو کې لوستل شوی وي، نو دا یې د الله تعالی له کلام څخه نه وباسي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُور} (بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي). [فاطر سورت: 29 آیت]، او الله تعالى فرمایلي دي: {إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيم* (بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى. فِي كِتَابٍ مَّكْنُون * په پټ ساتل شوي كتاب كې دى. لاَّ يَمَسُّهُ إِلاَّ الْمُطَهَّرُون* چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك). تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِين} د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى). [الواقعة سورت: 77-80 آیتونه].
او لوی قرآن د الله -تعالی- کلام دی، او کلام د هغه له صفتونو څخه یو صفت دی، او هغه څه چې د هغه له صفتونو څخه وي هغه مخلوق نه وي، ځکه که چېرته مخلوق وی نو هغه څه به ورته پیښ شوي وای لکه نورو تازه پيدا شوو مخلوقاتو ته چې له فنا، له منځه تللو، زوال او بدلون څخه پيښیږي، الله تعالی فرمایلي: {أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا} (ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و). [النساء سورت: 82 آیت]، او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُون} (او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (د هغه وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي). [التوبة سورت: 6 آیت].
او له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی وایې: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به حسن او حسین دمول او ویل به یې: «إِنَّ أَبَاكُمَا كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ، مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ». «ستاسو پلار به پرې اسماعیل او اسحاق دمول : أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ، مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّةٍ». (د الله په بشپړو کلمو سره سپارل کوم -چې ساتنه دې وکړي - له هر شیطان او هرې مضرې حشرې او حیوان څخه، او له هرې مضرې سترګې څخه). بخاري (3371) او ابوداود (4737) روایت کړی دی او ويلي يې دي: دا د دې خبرې ثبوت دی چې قرآن مخلوق ندی، او ترمذي (2060) او ابن ماجه (3525).
او اسماعیل بن ابی اویس -پدې خبره- د مدینې د خلکو اجماع روایت کړې ده چې قرآن مخلوق ندی، نو فرمایلي یې دي: « مالک او زمونږ د ښار علماوو به وییل: قرآن له الله څخه دی، او له الله څخه چې څه دي هیڅ شی یې مخلوق ندی، او د مالک بن أنس په وخت کې د مدینې پوهان: محمد بن عبد الرحمن بن أبی ذئب او عبد العزیز بن أبی سلمة الماجشون او أبوبکر به أبی سبرة او ابراهیم بن سعد الزهري او سعید بن عبد الرحمن الجمحي او حاتم بن اسماعیل او عبد الله بن عبد العزیز العمری الزاهد او أبو ضمرة أنس بن عیاض او محمد بن اسماعیل بن أبی فدیک وو». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (2/300).
او شعیب بن حرب ویلي دي: أبو عبد الله سفیان بن سعید الثوری ته مې وویل: «له سنت څخه راته یو حدیث بیان کړه چې الله تعالی راته پرې نفع راورسوي، کله چې د الله تعالی په حضور کې ودریږم او په اړه یې راڅخه پوښتنه وکړي او راته ووایي: دا دې له کوم ځای څخه اخیستی دی؟ زه ووایم چې: ای ربه دا حدیث راته سفیان الثوري بیان کړی دی، او له هغه څخه مې اخیستی دی، او زه پرې بیا خلاص شم، او ته پرې ونیول شې. نو هغه وویل: ای شعیبه، دا ټینګار دی، او کوم ټینګار! ولیکه: بسم الله الرحمن الرحیم: قران کریم د الله کلام دی؛ مخلوق ندی، له هغه څخه پیل شوی او هغه ته ورګرځي». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (1/170).
او امام ابن جریر الطبري فرمایلي دي: «ابن عیینه مونږ ته حدیث بیان کړ ویې ویل: له عمرو بن دینار څخه مې اوریدلي دي چې ویل یې: له اویا کلونو څخه مې خپل شیخان لاندې کړي دي چې ویل به یې: قرآن د الله کلام دی، له هغه څخه پیل شوی او هغه ته به ورګرځي». صريح السنة، د طبري ( 19 مخ).
او الحسن بن أیوب څخه روایت دی فرمایي: «ما له احمد بن حنبل څخه اوريدلي چې له فارابي څخه يې ويل چې: ما له ثوري نه اوريدلي -یعنې سفيان- څخه چې وییل یې: څوک چې ووايي چې: قرآن مخلوق دى، هغه زندیق دى». او له عبدالله بن احمد بن حنبل څخه روایت دی فرمایي: ما له خپل پلار څخه اوریدلي دي چې ویل یې: له ابراهیم بن سعد، سعید بن عبدالرحمن الجمحي او وهب بن جریر او أبو النضر هاشم بن القاسم او سلیمان بن حرب څخه راته رارسېدلي چې وییل یې: قرآن مخلوق ندی». شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (2/277).
او د امامانو امام محمد بن خزیمة -رحمه الله- دې مسألی ته باب ایښی دی او فرمایلي یې دي: «باب من الأدلة التي تدل على أن القرآن كلام الله الخالق، وقوله غير مخلوق». «باب دی په باره د هغه دلیلونو کې چې پدې دلالت کوي چې قرآن د الله خالق ذات وینا ده او د هغه وینا مخلوق نده». التوحيد، د ابن خزيمة (1/404).
او أبو سعید الدارمي فرمایلي: «نو پدې حدیثونو کې د دې خبرې وضاحت دی چې قرآن مخلوق ندی؛ ځکه چې هیڅ یو مخلوق د بل سره په فضیلت کې دومره توپیر نلري لکه څومره چې الله په خپلو مخلوقاتو لري، ځکه چې د مخلوقاتو په مینځ کې فضیلت درک کیږي، او د الله فضل د هغه په مخلوقاتو باندې نه درک کیږي، او هیڅوک یې نشي شمېرلی، همدا رنګه یې د وینا غوره والی د مخلوق پر وینا، او که چيرته یې وینا مخلوق وه نو هیڅ کله به یې د وینا توپیر له نورو سره دومره نه وو لکه څومره چې د الله او د هغه د مخلوقاتو تر منځه دی، نه د لسمې برخې لسمه برخه د زرو برخو، او نه نږدې نږدې، نو په دې پوه شئ؛ د هغه په څیر هیڅ شی نشته، ځکه چې د هغه د وینا په څېر وینا نشته، او هیڅکله به د هغه په څیر رانه وړل شي». الرد على الجهمية، للدارمي ( 188: مخ).
او له أبو یوسف رحمه الله څخه روایت دی چې هغه فرمایلي دي: «او قرآن د الله کلام دی، د هغه وحیې او نازل شوی دی، پر همدې -باور- مې أبوحنیفه او نور امامان موندلي دي، او د هغوی په اند مخلوق نه و، او نه خالق». اعتقاد، د نيسابوري (135 مخ).