او مونږ ایمان لرو چې دا لوی قرآن؛ همدغه د رب العالمین وینا ده، روح الأمین رانازل کړی دی، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو له دین څخه د اړتیا له مخې پیژندل شوي، او مسلمانانو پدې اجماع کړې ده، او له هغوی څخه پکې هیچا مخالفت ندی کړی او دا چاره -چې د رب العالمین لخوا څخه دی- ډیر شواهد پرې دلالت کوي چې شمېرل یې ناشوني دي، او نه احاطه کیږي، لدې څخه:
په دې قرآن باندې د الله شاهدي چې دا د الله تعالی لخوا دی، حق ذات فرمایلي -او د هغه وینا ریښتیا ده: {قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادةً قُلِ اللّهِ شَهِيدٌ بِيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ } (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي). [الأنعام سورت: 19 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى). [النساء سورت: 166 آیت].
او لدې څخه د ملاېکو ګواهي چې دا قرآن د حکیم او ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی، الله تعالی فرمایلي دي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه). [النساء سورت: 166 آیت].
او لدې څخه دا: چې دا د هغه څه سره موافق دی چې پیغمبرانو -علیهم السلام- پرې راتګ کړی دی، لکه څرنګه چې د الله -تعالی- پدې وینا کې دي: {وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا} (او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره ښاېسته خبره وایه). [الإسراء سورت: 23 آیت]. د الله تعالی تر دې وینا پورې: {ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا} (دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شې، ملامت كړى شوى، رټل شوى). [الإسراء سورت: 39 آيت].
او الله تعالی فرمایلي: {نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيل} (هغه پر تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړي دي). [آل عمران سورت: 3 آیت]. نو دا ټول بنسټونه (اصول) چې ټینګار پرې راغلی هغه دي چې پيغمبرانو علیهم السلام ورته بلنه کړې ده او ټینګار یې پرې کړی دی.
او لدې څخه: د معاصرو اهل کتابو ګواهي چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- لپاره یې ورکړې ده، او الله -تعالی- لدې ګواهۍ څخه په خپل محکم نازل کړی شوي کتاب کې یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين} (ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي). [الأحقاف سورت: 10 آیت]. او په صحیحنو کې د ورقه بن نوفل کېسه ده، وروسته له هغه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ«نو ورقة بن نوفل ورته وویل: دا هغه رازدار دی (جبرائیل) چې الله تعالی پر موسی نازل کړی و». بخاري (3392)، او مسلم (160) روایت کړی دی.
او د جعفر -رضي الله عنه- په کیسه کې؛ کله چې نجاشي ورڅخه پوښتنه وکړه چې: آیا تاسره داسې څه شته چې رسول -صلی الله علیه وسلم- راوړي دي؟ نو هغه پرې ولوستل، بیا نجاشي وویل: « قسم په الله چې دا وینا او هغه وینا چې موسی -علیه السلام- راوړې ده -هغه رڼا ده چې- دواړه له یوې ډیوې څخه راوځي». اسحاق بن راهويه (١٨٣٥)، احمد (٢٢٤٩٨)، ابن خزيمه (٢٢٦٠)، طحاوي په شرح مشکل الآثار کې (٥٥٩٨)، ابو نعيم په الحليه کې (١/١١٥) او په دلائل النبوة (۱۹۴) کې.
او لدې څخه: د پیریانو ګواهي چې دا قرآن د الله -تعالی- لخوا نازل شوی او دا د هغه څه سره موافق دی چې موسی -علیه السلام- راوړي: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين * (او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم} دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي). [الأحقاف سورت: 29، 30 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي: {قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا* (ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحې شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده. يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا} چې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو). [الجن سورت: 1، 2 آیتونه].
او لدې څخه: په دې -خبره- د قریشو د کافرانو ګواهي ده چې دا قرآن د بشر له وینا څخه ندی، او یقینا چې دا د هغوی د وینا پر خلاف دی، له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دي: «أَنَّ الْوَلِيدَ بْنَ الْمُغِيرَةِ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَرَأَ عَلَيْهِ الْقُرْآنَ، فَكَأَنَّهُ رَقَّ لَهُ، فَبَلَغَ ذَلِكَ أَبَا جَهْلٍ، فَأَتَاهُ، فَقَالَ: يَا عَمُّ، إِنَّ قَوْمَكَ يَرَوْنَ أَنْ يَجْمَعُوا لَكَ مَالًا. قَالَ: لِم؟ قَالَ: لِيُعْطُوكَهُ فَإِنَّكَ أَتَيْتَ مُحَمَّدًا لِتُعْرِضَ لِمَا قِبَلَهُ، قَالَ: قَدْ عَلِمَتْ قُرَيْشٌ أَنِّي مِنْ أَكْثَرِهَا مَالًا. قَالَ: فَقُلْ فِيهِ قَوْلًا يَبْلُغُ قَوْمَكَ أَنَّكَ مُنْكِرٌ لَهُ، أَوْ أَنَّكَ كَارِهٌ لَهُ قَالَ: وَمَاذَا أَقُولُ؟! فَوَاللَّهِ مَا فِيكُمْ رَجُلٌ أَعْلَمَ بِالْأَشْعَارِ مِنِّي، وَلَا أَعْلَمَ بِرَجَزٍ وَلَا بِقَصِيدَةٍ مِنِّي وَلَا بِأَشْعَارِ الْجِنِّ، وَاللَّهِ مَا يُشْبِهُ الَّذِي يَقُولُ شَيْئًا مِنْ هَذَا، وَوَاللَّهِ إِنَّ لِقَوْلِهِ الَّذِي يَقُولُ حلَاوَةً، وَإِنَّ عَلَيْهِ لَطَلَاوَةً، وَإِنَّهُ لَمُثْمِرٌ أَعْلَاهُ مُغْدِقٌ أَسْفَلُهُ، وَإِنَّهُ لَيَعْلُو وَمَا يُعْلَى، وَإِنَّهُ لَيَحْطِمُ مَا تَحْتَهُ». «ولید بن المغیرة؛ نبي -صلی الله علیه وسلم- ته راغی، نو -هغه پرې- قرآن ولوست، داسې ښکاریده لکه چې -ولید- ورته نرمښت وښوده، نو دا -خبره- أبو جهل ته ورسیده، نو راغی او ورته یې وویل: ای کاکا، ستا قوم وپتیله چې تاته مال (پیسې) راغونډې کړي. هغه وویل: ولې؟ ویې وویل: تر څو یې تاته درکړي، ځکه ته محمد ته ورغلی یې تر څو هغه څه ته مخه کړې چې هغه سره دی، هغه وویل: یقینا قریش پدې پوه دي چې زه یې تر ټولو زیات مالداره یم، هغه وویل: نو ته د هغه په اړه داسې یو څه ووایه چې ستا قوم ته ورسیږي او هغوی پوه شي چې ته ترې منکر یې، او یا دا چې ته ترې کرکه کوې، هغه وویل:زه څه ووایم؟! قسم په الله په تاسو کې زما څخه په شعر هیڅوک ډیر نه پوهیږي؛ نه په رجز او نه په قصیده (د شعر ځانګړې څپې دي) او نه د پیریانو په شعرونو، قسم په الله چې د دې ټولو سره په هیڅ شي کې ورته والی نه لري، او قسم په الله چې وینا لره یې ځانګړی خوږوالی دی، او یوه ځانګړې جلا او ښکلا لري، او یقینا چې پورته برخه یې میوه ورکوونکې او لاندې برخه یې خړوبوونکې ده، هغه به تل پورته وي او پر هغه څه شی نه پورته کیږي، او هر څه چې ترې لاندې شي ماتوي یې». حاکم (3872) ، بیهقي په الشعب (133) او دلائل النبوة (2/198) کې روایت کړی دی.
او لدې څخه دا چې: قرآن عظیم د هغه څه سره موافق دی چې الله -تعالی- یې له بنده ګانو څخه غواړي، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون} (او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [الأنعام سورت: 153 آیت].
او لدې څخه: هغه څه چې په قرآن کریم کې له الهي معلوماتو، شرعي احکامو او آدابو څخه دي، ټول هغه څه دي چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوي دي، حق ذات فرمایلي دي: {فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} (نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [الروم سورت: 30 آیت].
او لدې څخه دا چې قرآن کریم له هغه څه سره موافق دی چې د بنده ګانو ښېګڼه پکې ده،ځکه چې الله تعالی خالق دی، په هغه څه پوه دی چې بنده ګان ورته اړتیا لري او په هغه څه پوه دی چې د هغوی دیني، ځاني، مالي او کورنۍ چاري سموي، الله تعالی فرمایلي: {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ}. (آیا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى). [الملك سورت : 14 آیت]. او په هیڅ شي یې امر ندی کړی مګر دا چې په هغه کې به لوړ مصلحت وي، او نه یې له کوم شي څخه منع کول کړي دي مګر دا چې په منع کولو کې به یې تر وروستي حده له احتیاط او ملاتړ څخه کار اخیستل شوی وي.
او لدې څخه دا چې: قرآن کریم د هغه څه سره موافق دی چې عقلونه یې تقاضا کوي، لدې امله کله چې الله -تعالی- د محرماتو اساسات په «سورة الأنعام» کې یاد کړل پدې وینا سره یې پای ته ورسول: {لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون}، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون} (ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له امله مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ، کوم یې چې ښکاره دي او که پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره، دا هغه څه دي چې الله پرې تاسو ته كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ). [الأنعام سورت: 151 آیت].
او عاقلو خلکو ته د قرآن کریم وینا په ډیرو ځایونو کې بې شمېره راغلې ده، همدا رنګه په ډیری ځایونو کې الله تعالی له بنده ګانو څخه د فکر کولو، لیدلو او عبرت اخیستلو غوښتنه کړې ده په هر هغه څه یې چې امر کړی او یا یې ورڅخه منع کړې ده.
او لدې څخه: هغه دلیلونه چې قرآن کریم پرې راتګ کړی، هغه دي چې په وضاحت، فصاحت، ځواکمنۍ، نږدې والي او آسانتیا کې -وروستي حد ته رسیدلي- چې هر څوک پرې پوهیږي او دا -ځانګړتیا- له انسانانو څخه د هیچا په وینا کې نده پيژندل شوې، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} (دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [لقمان سورت: 11 آیت]، او د الله -تعالی- پدې وینا کې: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي) [الأنبياء سورت: 22 آیت]، همدا رنګه دلیلونه یې -په هیڅ حال کې- داسې نه دي چې په باطل دلالت وکړي، او د دلیلونو له پياوړتیا څخه یې دا دي چې ماتول یا ردول یې ناشوني دي، الله تعالی فرمایلي: {وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا} (او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى). [الإسراء سورت: 81 آیت].
او لدې څخه دا دي چې قرآن عظیم - چې د رب العالمین وینا ده - هر چاته آسان دی، الله تعالی فرمایلي: (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ) (او یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟). [القمر سورت: 17 آیت]. او هیڅ بشر داسې ندی پیژندل شوی چې لیکنه یې ټولو ته آسانه وي او هر څوک دې پرې مخاطب وګرځول شي، نو دا ځانګړتیاوې لدې کتاب پرته بل کتاب ته نده ورکول شوي.
او لدې څخه دا دي چې قرآن عظیم له هر ډول تغیر او بدلون څخه ساتل شوی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت : 9 آیت]. او الله - تعالی - ورته د قیامت تر ورځې پورې بقا او ابدیت لیکلی دی، نو دا بقا، ابدیت او نه بدلون په دې دلالت کوي چې دا د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی، حق ذات فرمایلي دي: {أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا} (آیا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و). [النساء سورت: 82 آیت].
او سره له بقاء، ابديت، ساتنې او د علمونو، فنونو، او کشفیاتو د نوښت سره مو هیڅ علم و نه موند چې د هغه څه مخالفت وکړي چې دې قرآن پرې راتګ کړی دی، بلکه ټول علوم د قرآن سره موافقت لري په هغه څه کې چې په قرآن کې یې یادونه شوې ده، لکه د آسمانونو پیدایښت، د انسان پیدایښت او داسې نور.
او لدې څخه دا چې قرآن تر ټولو برابرې -لارې- ته لارښوونه کوي، نو دا هرې ښېګڼې ته شامل دی، دا د خالق او مخلوق په اړه معلوماتو ته شاملیږي، او دنیا او آخرت، پيریانو او انسانانو، اوامرو، نواهيو، ادبونو، واجباتو، جنت او دوزخ ته شامل دی، نو دا ایمان، عمل او بدلې ته شامل دی، الله تعالی فرمایلي: {مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ} مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى. [الأنعام سورت: 38 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾ (بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده). [الإسراء سورت: 9 آیت].
او لدې څخه دا چې قرآن کریم د هرې ناروغۍ درملنه ده، الله تعالی فلرمایلي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلکو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: 57 آیت]. او د بشر په وینا کې هیڅ داسې وینا نده پیژندل شوې چې په هغې کې د زړونو او بدنونو د ناروغیو درملنه پرته وي، لکه څرنګه چې پدې لوی قرآن کې ده؛ هغه قرآن چې د رب العالمین کلام دی.
او لدې څخه دا چې الله -جل جلاله- انسانان او پيريان وننګول تر څو دې قرآن ته ورته یو بل راوړي او یا یې د یو سورت په څېر یو سورت راوړي، الله تعالی فرمایلي: {أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِين} (آیا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ). [يونس سورت: 38 آیت]، او دا یې واضحه کړه چې پدې کې هیڅ شک نشته، نو حق ذات فرمایلي دي: {وَمَا كَانَ هَـذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَى مِن دُونِ اللّهِ وَلَـكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِين} (او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته). [يونس سورت: 37 آیت].
او لدې څخه دا چې: دا قرآن موږ ته د تیرو قومونو خبرونه بیانوي په هغه ډول چې پیښ شوي دي پداسې حال کې چې د مکې خلک ترې لا خبر نه وو، نو الله تعالی مونږ ته بیان کړل، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِين} [(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قیصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحې كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې]. [يوسف سورت: 3 آیت]. او دا پر دې ګواه دی چې دا د حکیم ستایل شوي ذات لخوا نازل شوی دی.
او لدې څخه دا چې دغه ستر قرآن د بیان وضاحت، فصاحت، غیبي خبرونه، رباني قوانین له ځان سره لري، او داسې یو پیغمبر راوړی دی چې نالوستي و نه یې لیکل کولای شول او نه لوستل، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لاَّرْتَابَ الْمُبْطِلُون} (او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه). [العنكبوت سورت: 48 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ} (هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي). [الأعراف سورت: 157 آیت].
او لدې څخه دا چې: د قرآن کریم یو سورت په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې نازلیږي، لدې سره بیا هم هغه سورت داسې لوستل کیږي لکه -ټول- چې یو ځای نازل شوی وي، او د خلکو تر منځ دا خبره دود ده چې انسانان په استعدادونو کې یو له بل سره توپیر لري او کله چې دوی په بیلابیلو وختونو کې کتابونه تالیفوي نو طریقې یې یو له بل سره توپير لري.
او لدې څخه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی سنت ورکړي دي لکه څرنګه یې چې قرآن ورکړی دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ الْكِتَابَ، وَمِثْلَهُ مَعَهُ». «خبر اوسئ چې ماته کتاب راکړل شوی او د کتاب په څېر ورسره (یعنې سنت )». ابوداود (4604)، ترمذي (2664)، او ابن ابي شیبه په المصنف کې (24816) او په المسند کې (927) او احمد (17174) روایت کړی دی.
او لدې څخه دا: چې قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو ته شامل دی، هغه څه چې باید وشي، یا هغه څه چې کول یې واجب دي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيم} (كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (،نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و). [الأنفال سورت : 68 آیت]، او د الله -تعالی- دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضي كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [التحريم سورت: 1 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {عَبَسَ وَتَوَلَّى* (ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه. أَن جَاءهُ الأَعْمَى* په دې وجه چې ده ته ړوند راغى. وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى* او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي. أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى * یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي. أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى * هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده. فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى * نو ته په هغه پسې كېږې. وَمَا عَلَيْكَ أَلاَّ يَزَّكَّى} حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي). [عبس سورت: ١-۷ آیتونه]، او د الله - تعالی - دا وینا: {وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا * (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې. إِذاً لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا} (نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب په (دې دنياوي) ژوندون او دوه چنده عذاب په مرګ (په اخرت) كې بیا به تا د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى نه وى موندلى). [الإسراء سورت: 74، 75 آیتونه]، نو که چېرته دا قرآن د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لخوا وای، نو هغه به دا په خپل ځان نه وای ثبت کړي؛ نو کله چې پکې دا ډول نبوي - صلی الله علیه وسلم - توجیه بیان شوه؛ نو په قطعي ډول ثابته شوه چې دا - قرآن - د هغه لخوا ندی، بلکې د پوه او حکیم - ذات - له لوري دی.