او مونږ باور لرو چې په رسولانو ایمان؛ په الله - تعالی - د ایمان څلورم رکن دی.
او موږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو - علیهم السلام - د بلنې اساس په الله - تعالی - د هغه په نومونو، صفتونو او اعمالو پوهېدل دي، او دا چې هغوی ټول په توحید سره لیږل شوي وو او یوازې د الله - تعالی - عبادت ته یې بلنه کوله او له هغه پرته د نورو د عبادت پریخودلو ته یې بلنه کړې ده، نو پیغمبران او رسولان په توحید او ایمان کې تر ټولو کامل خلک دي، او دوی د سپېڅلي خالق په اړه تر ټولو مخلوقاتو خورا پوه دي، او په هغه څه چې د - الله پاک - لپاره پر دوی واجب او هغه څه چې پرې حرام دي.
او هر نبي خپل قوم دوو لویو بنسټونو ته بللی دی چې عبارت دي له: یوازې د یو الله عبادت او د آخرت په ورځ ایمان او هغه څه چې الله - تعالی- په دې کې د خپلو دوستانو لپاره نعمتونه او د دښمنانو لپاره عذاب چمتو کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، هغوی ټولو په الله - تعالی - ، ملائکو، کتابونو، رسولانو، د اخرت ورځ او د خیر او شر په اندازې باندې ایمان رواړلو ته بلنه کړې ده، ټولو د عباداتو اصولو ته بلنه کړې ده لکه: لمونځ، زکات، روژه او حج، او د نیکو اخلاقو بنسټونو ته او له ناوړه اخلاقو څخه یې - خلک - منع کړي دي، نو پیغمبران - علیهم السلام - سره په اصولو کې متفق دي، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره جلا دي.
او مونږ ایمان لرو چې په ټولو انبياوو - عليهم السلام - ايمان راوړل واجب دي، او په هر هغه څه یې چې له غیبو خبر ورکړی دی باید ریښتینی وګڼل شي او له هر هغه څه څخه ځان ساتل واجب دي چي منع ترې شوې ده، له هغوی سره مينه کول، د هغوی احترام کول او د هغوی پسې اقتدا کول او پدې ګواهي ورکول چې هغوی - الهي - پیغام رسولی، امانت یې اداء کړی، او د الله دپاره یې او د هغه د بندګانو د پاره یې خیر خواهي لټولې او په حقه سره یې د الله په لار کې جهاد کړی او په ټول امت د هغه رسول په شریعت عمل کول واجب دي چې ورته لیږل شوی دی، او پدې امت؛ د محمد - صلی الله علیه وسلم - په امت؛ په پيریانو او انسانانو واجب دي چې د أنبیاوو او رسولانو په وروستي پیغمبر چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دی په شریعت یې عمل وکړي، ځکه چې هغه ټولو انسانانو او پیریانو ته لیږل شوی دی.
او ټول انبیاء او رسولان - علیهم السلام - د دې لپاره راغلي دي چې خلک د کفر، شرک او جهالت له تیارو څخه راوباسي، که څه هم د دې دنیا له عزت، سلطنت، زور، ځواک، کرهڼې او کارخانو څخه برخمن وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی لره زیری ورکوونکي او ویروونکي لیږلي دي؛ د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله - تعالی باندې له رسولانو - لیږلو - څخه وروسته کوم حجت پاتې نه شي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - په هر امت کې یو رسول لیږلی. نو د هغه چا نوم مو چې پیژندلی دی ایمان پرې واجب دی او د هغه چا نوم مو چې له دوی څخه ندی پیژندلی مجمل ایمان پرې راوړو. نو په ټولو أنبیاوو او رسولانو - علیهم السلام - ایمان په هر مسلمان نارینه او ښځینه واجب دی او څوک چې په یو نبي کافر شو، نو یقینا چې په ټولو انبیاوو - علیهم السلام - یې کفر کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - پاک - بندګانو ته خپل رسولان لیږي چاته چې وغواړي او څرنګه چې د هغه حکمت غوښتنه کوي، نو د هغه حکم لره هیڅ څارونکی نشته، څه چې وغواړي او څه یې چې خوښه وي کوي یې.
او مونږ ایمان لرو چې نبوت یوه الهي لوریینه او رباني رحمت دي، له خپلو بنده ګانو څخه یې چې چاته وغواړي بخشش کوي، نو الله تعالی دی چې له پرښتو او خلکو څخه رسولان غوره کوي.
او انبياء او رسولان - علیهم السلام - سره په خپل منځ کې یو پر بل غوره والی لري، او تر ټولو غوره یې اولو العزم دي، او د اولو العزم تر منځه تر ټولو غوره د الله تعالی دوه دوستان دي: ابراهیم او محمد - علیهما السلام - او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - أنبیاوو ته یو پر بل له غوره والي ورکولو څخه منع فرمایلې ده؛ په ځانګړې توګه کله چې دا کار د تعصب یا د هغه له شان څخه د کمولو په موخه وشي او لکه څرنګه چې الله تعالی ابراهیم او محمد - علیهما السلام - په دوستۍ نیولي دي، همدا رنګه یې موسی - علیه السلام - ته په خلکو غوره والی ورکړی دی؛ هغه ته په رسالتونو وركولو او هغه سره په خبرو کولو، او زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه سلم - د خُلت (د محبت د لوړې درجې) مرتبه خپله کړې ده او دا شرف یې هم حاصل کړی دی چې رب یې ورسره د اسراء په شپه د پردې تر شا خبرې کړي دي، نو پدې سره زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د خُلت او هغه سره د خبرو کولو شرف حاصل کړی دی.
او مونږ پدې ایمان لرو چې پیغمبران د ټولو انسانانو غوره خلک دي، او هیڅوک د نبي مرتبې ته نه شي رسیدلی، نه ولي او نه بل څوک، او هیڅ بشر ته په نبي باندې غوره والی ورکول په کار ندي، او نبوت کسبي ندی (یعنې لاس ته نه رواړل کیږي) بنده یې په زحمت، طاعت، پاکیزه ګۍ مبارزه، د زړه پاکوالي، ستره والي او خو اخلاقو لاسته راوړلی نشي.
او مونږ پدې ایمان لرو چې الله تعالی پيغمبري نده ورکړې مګر سړیو ته، او مونږ پدې پوهیږو چې أنبیاء علیهم السلام لکه د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، او دوی له انسانانو څخه په دیندارۍ، عقلونو او أخلاقو کې تر ټولو پوره دي، مګر دا چې دوی ته وحې کیږي، او په هغه څه کې دوی له ګناه څخه پاک دي چې د الله تعالی له أوامرو څخه یې خلکو ته رسوي، او کله چې نبي پداسې یو څه کې اجتهاد وکړي چې وحې ورته پکې نه وي شوې او بیا پایلې ته ونه رسیږي، نو الله تعالی یې په نوموړي اجتهاد کې تایید نه کوي، بلکه وحې پرې نازلیږي تر څو تشه ډکه شي.
او رسولان او أنبیاء -علیهم السلام - د ځان لپاره د نفعې او ضرر خاوندان ندي، سره لدې چې پورته مرتبه، لوړه درجه او په دنیا او اخرت کې ستایل شوی مقام لري. نو کله چې دوی خپل ځان ته ګټه او تاوان نه شي رسولی، نو نورو خلکو ته خو یې په طریقه اولی سره نه شي رسولی، او که چیرته دوی خپل ځانته او نورو ته - په خپل ژوند کې - ګټه او یا تاون نه شي رسولی، نو په طریقه اولی سره نورو ته ګټه او تاوان د هغوی له مرګ څخه وروسته نه شي رسولای.
او په غیبو نه پوهیږي مګر په هغه اندازه چې الله تعالی ورښودلي وي او اجازه یې ورته پرې کړي وي.
او أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - د الله تعالی عبادت د هغه څخه له ویرې او هغه ته له هیلې درلودلو له امله کوي، او هغه ته وسیله(نزدیکت) پلټي، او هغه پاک ذات ته ځان نږدې کوي.
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان د هغو مصیبتونو او ناروغیو سره مخ کیږي چې نور انسانان ورسره مخ کیږي، دوی ته غم او مرګ رسیږي او دا چې دوی میرمنې او اولادونه لري او دا چې دوی خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي، او مونږ پدې پوهیږو چې مسیح - علیه السلام - د الله - تعالی - لخوا ژوندی پورته شوی دی کله چې د هغه امت غوښتل چې هغه ووژني.
او مونږ شاهدي وركوو چې دوى خلكو ته نصيحت وكړ، امانتونه يې وسپارل، او د خپل رب پيغامونه يې ورسول، او دا دوى ته زيان نه رسوي چې پيروانو يې - بلنه - ونه منله او نه دا چې خلکو پرې کبر وکړ.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی- هر پیغمبر ته له نخښو او دلیلونو څخه دومره ورکړي دي چې د هغه په اندازه انسانان ایمان راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - هیڅ پیغمبر ندی لیږلی مګر دا چې له هغه سره داسې یو نخښه وي چې د هغه په رښتینولۍ دلالت وکړي، برابره خبره ده که مونږ پرې پوه شو یا پرې پوه نه شو، او الله تعالی مونږ ته د هغې له جملې څخه یوه ټولګه په قرآن کریم کې بیان کړې ده. او پدې هم پوهیږو چې ډیری داسې نخښانې شته چې الله تعالی پرې د خپلو پخوانيو پیغبرانو تایید کړی دی او الله تعالی مونږ ته ندي بیان کړي، او ځینې وختونه الله تعالی مونږ ته هغه واضحه نخښانې بیانوي، او کله هم دلیل بیانوي، او مونږ پدې پوهیږو چې هغه نښانې او دلیلونه چې الله تعالی پرې د خپلو رسولانو او أنبیاوو تایید کړی دی ډیرې زیاتې دي.
او د هغوی په ریښتینولۍ تر ټولو لوی دلیل هغه دی چې دوی هغه توحید ته بلنه کوي چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوی دی او عقلونه یې په ښه والي ګواهي ورکوي، او هغه ګټور علم، نیک عمل، هدایت، حق دین او میزان چې دوی ورسره راتګ کړی دی او خپلو رسولانو ته د الله تعالی ګواهي چې دوی پر حق دي، او هغه څه هم حق دي چې دوی پرې راتګ کړی دی، او تر ټولو لویه نخښه یې هغه وحیې ده چې د الله - تعالی- له لورې پرې نازلیږي او تر ټولو ستره وحی لوی قرآن دی چې زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم معجزه ده، او شونې نده چې انسان دې د دې وحی په څېر رواړلی شي؛ ځکه چې هغه د الله کلام او وحی ده او ځکه چې په هغه کې غیبي خبرونه دي،او د هغه هدایت، رڼا، رحمت او حکمت له امله چې پکې دي.
او د هغو شیانو له جملې څخه چې الله - تعالی - پرې د خپلو پیغمبرانو مرسته کړې وه، هغه عقلي دلیلونه دي چې الله پرې د دوی مرسته کړې ده، نو کافر حیران کړي او باطل ته ماتې ورکړي.
او د دوی ترټولو له لوی نخښو څخه له غیبو څخه خبر ورکول دي، هغه چې الله تعالی ترې د پردې پورته کولو اجازه ورکړي وي. او له دوی څخه : مخکینو پیغمبرانو - علیهم السلام - ته نجات ورکول، او د دوی پیروانو ته د دښمنانو له فریب څخه نجات ورکول او د ضدي او متکبرو خلکو له منځه وړل، او بلنه ورکړی شوو ته د الله تعالی لخوا د هغه څه یادونه کول چې په پخوانیو باندې یې کړي دي، او دا چې د الله کړنلاره کېدونکې ده. او له هغې څخه : د دوی د صفاتو کمال، د دوی ښه اخلاق، عمل او سیرت او د دوی په خبرو کې اخلاص چې له هغه سره دوی دروغ نه شي ویلی. او لدې څخه: د پیغمبرانو د نښانو په لېږد کې لوی پرلپسې والی، او هغه څه چې دوی پرې د علم، هدایت او حق دین څخه راتګ کړی دی، هغه څه چې د دروغو په لیږدولو باندې سره د دوی یوځای کېدل ناممکن ګرځوي. او لدې څخه: دا چې دوی په خپلو رسالتونو باندې بدله نه غواړي، او نه پرې واکمني غواړي. او لدې څخه دا چې: د پیغمبرانو د نبوت سپکاوی هیڅوک نه کوي مګر یو جاهل چې د دین، علم او لارښوونې په اړه یې فکر ندی کړی چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، او یا یو ضدي متکبر.
او له سترو نخښانو څخه یې هغه حسي دلیل دی چې سترګې یې ګوري، عقلونه یې مني، لکه د نوح د قوم غرقیدل، د صالح اوښه، د هود د قوم ننګونه چې که ټول قوم یې ورسره دوکه وکړي، له اور څخه د ابراهیم ژغورل، د موسی معجزې، او لدې څخه: امسا، ملخان، سپږې، چونګښې، وینه، طوفان، د فرعون او د قوم یې غرقیدل،او د داود - علیه السلام - معجزې لکه: د غرونو تسبیح وییل، د اوسپنې نرمیدل، د سلیمان - علیه السلام - معجزې، هغه ته د باد او پيریانو تسخیریدل، د مرغانو په خبرو پوهیدل. او د مسیح - علیه السلام - معجزې لکه پیس وهلی، مورزادي ړوند او چې وروسته وړوند شوی وي دوی رغول، د مړو ژوندي کول، او دا چې هغه به له خټو څخه لکه د مرغانو په څېر جوړول بیا به یې پکې پوکی وکړاو د الله په اذن به هغه مرغه شو، او زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم معجزې، چې هغه زیاتې دي او په سختۍ سره شمېرل کیږي لکه : د سپوږمۍ څېرې کیدل، اسراء او معراج، د خوړو ډیریدل، د حیواناتو سره خبرې کول، د کاڼو تسبیح ویيل، د ونې د تنې ژړا، او د الله لخوا د دښمنانو په مقابل کې یې مرسته کول.
او د پیغمبرانو له معجزو څخه: د هغه پیغمبر حالت چې حق ته بلنه کوي؛ او یقینا چې خلک د هغه چا ترمنځ توپیر کوي چې په خپلو خبرو کې حق ته بلنه کوي او د هغه چا چې دروغو ته په خپلو ویناوو کې بلنه ورکوي... او داسې نورې نښانې.
او د پیغمبرانو ټولې نښانې پرته له قرآن کریم او د محمد - صلی الله علیه وسلم - له سنتو څخه له منځه تللي دي، چې دا دواړه پاتې دي ځکه چې الله - تعالی - یې د ساتلو تضمین کړی او پدې دواړو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - او د هغه د رسالت په رښتینولۍ ستر دلیلونه او ثبوتونه دي.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د خپلو پیغمبرانو ملاتړ کوي، په هغه ډول چې د هغه حکمت د کائناتي او شرعي آیتونو او شواهدو تقاضا کوي، نو الله په خپل فضل سره هدایت کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره چې څوک وغواړي ګمراه کوي یې، او ضدي انسان ته نه زیاتوي مګر ضد او تکبر.
او مونږ ایمان لرو چې که چېرته الله - تعالی - غوښتلی وای نو ټولو خلکو ته به یې هدایت کړی و.
او مونږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو دلیلونه او نښانې چې هغوی راوړي دي او الله یې پرې مرسته کړې ده، ناشوني ده چې د نبوت دعوه کوونکی یې راوړي، یا ساحر او دروغجن، ځکه چې الله - تعالی - پریکړه کړې چې په صحیح دلیل سره به د باطل مرسته نه کوي، او نه به دروغجن په ریښتني ثبوت سره ریښتونی کوي؛ ځکه چې هغه ذات حکیم دی په خپل شریعت او امر کې او د الله تعالی جاري حکمت او کړنلاره د دې خبرې ممانعت کوي.
او مونږ ایمان لرو چې زمونږ پیغمبر محمد بن عبدالله د رب العالمین رسول، د انبیاوو او رسولانو وروستی، د بني آدمو سردار او هغه رب العالمین ته محبوب دی.
او مونږ پوهیږو چې هغه ته چې کومې معجزې ورکړل شوي بل هیڅ پیغمبر ته ندي ورکړل شوي او د هغه ترټولو لویه معجزه قرآن کریم دی، او لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې د وحیې پیل وشو هغه د ښایسته خوبونو لیدل و، نو هغه به هیڅ خوب نه لیده مگر دا چې د روڼ سهار په څېر به رښتیا کېده، او لومړۍ وحې چې پرې له - قرآن - څخه نازل شوه د «سورة العلق» لومړي آیتونه وو او له هغې وروسته پرې «المدثر» نازل شو، بیا ورپسې وحې په پرلپسې ډول نازلیده، هغه په مکه کې دیارلیس کاله خلک توحید ته راوبلل او په مدینه کې یې لس کاله تېر کړل او الهي قوانین یې بیان کړل او د هغه دین ته یې بلنه کوله، او د هغه په لاره کې یې جهاد کاوه، تر دې چې الله تعالی د درې شپيته کلنۍ په عمر کې وفات کړ، زما مور او پلار دې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه قربان شي،
او مونږ پوهیږو چې له قرآن عظیم څخه وروسته د هغه ترټولو لویه معجزه اسراء او معراج دي. او د هغه له معجزو څخه د سپوږمۍ چاودیدل دي، او الله - تعالی هغه په ډیرو ځانګړتیاوو سره ځانګړی کړی دی او دا ځانګړتیاوې یې علماوو په خپلو تالیفاتو کې ذکر کړي دي او کله کله یې پکې مستقل تالیفات کړي دي.
او مونږ ایمان لرو چې په انسانانو او پېریانو دواړو باندې پرې ایمان راوړل واجب دي، او په هغه څه کې یې رښتینی ګڼل چې خبر یې پرې ورکړی، او په هغه څه کې اطاعت کول چې امر یې پرې کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د الله - تعالی - عبادت باید و نه شي مګر په هغه طریقه چې روا کړی یې دی او حق ذات د هغه - صلی الله علیه وسلم - د امر له مخالفت څخه ویرول کړي دي، او حق ذات د هغه په درناوي او محبت امر کړی او دا چې پرې واجب دي چې هغه - صلی الله علیه وسلم - باید سړي ته له خپل ځان ، پلار او ټولو خلکو څخه زیات ګران وي.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په آذان کې د شهادتینو پر مهال زموږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - یاد د خپل ځان سره یو ځای ذکر کړی دی، او زمونږ د پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - یاد په پراخه توګه په پخوانیو اسماني کتابونو کې شوی دی، او په قرآن عظیم کې، او مسلمانو لیکوالانو د هغه د سنت، سیرت، خویونو، اخلاقو او غزاګانو په بیانولو کې ډول ډول تالیفات کړي دي.
او مونږ باور لرو چې الله - تعالی - هغه ټول مخلوق ته رالیږلی، ځکه چې هغه ثقلینو (پیریانو او انسانانو) ته د الله رسول دی او الله - تعالی - هغه ته د پیریانو یوه ډله ولیږله چې هغه ته یې غوږ نیولی و، تر څو یې تر شا د خپلو قومونو خلک وویروي، او د دې لپاره چې حجت پرې قائم شي او الله - تعالی له هر نبي او رسول څخه ژمنه اخیستې ده چې که چېرته محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو او دی ژوندی و نو ایمان به پرې راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې پيغمبرانو پده باندې خپلو قومونو ته زیری ورکړی او د هغه صلی الله علیه وسلم او د ملګرو صفتونه یې په تورات او انجیل کې راغلي دي او په ځانګړې توګه پرې مسیح علیه السلام - بني اسرائیلو ته زیری ورکړی او بني اسرائیلو داسې پيژانده لکه څرنګه یې چې خپل اولادونه پيژندل. او د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې اهل کتابو پیژندلې لکه د هغه په ملا کې د نبوت مبارک مهر.
او مونږ د هغه - صلی الله علیه وسلم - د پیغام په عموميت باور لرو، لدې امله یې پادشاهانو او مشرانو ته لیکونه ولیږل او د یو الله عبادت او د هغه - صلی الله علیه سلم - په پیغمبرۍ ایمان او رښتیا ګڼلو ته یې راوبلل.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - ته ځمکه راټوله کړه، نو تر هغه ځایه یې ترې ولیده چې کوم ځای ته به یې چې په راتلونکي کې د امت واکمني رسیږي.
او د هغه د رسالت د عمومیت یو دلیل دا دی چې د نجران نصارا يې له مباهلې څخه په شا شول، او د جزیې ورکول یې و منل پداسې حال کې چې ذلیله وو، ځکه هغوی پوهېدل چې دی نبي دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عموميت له دلایلو څخه د ډیرو یهودو او نصاروو علماوو اسلام راوړل دي، بلکه له اهل کتابو څخه په زرګونو. او د هغه - صلی الله علیه وسلم د رسالت د عمومیت له دلايلو څخه دا دي چې هغه له روم سره غزا وکړه او صحابه کرامو ته یې له هغه وروسته د فارس او روم سره د جهاد کولو امر وکړ.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عمومیت له دلیلونو څخه دا دي چې هغه د سراقه سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د کسرا - د سرو زرو بنګړي ور په لاس کوي - نو هغه د عمر رضي الله عنه په خلافت کې په لاس کړل.
او مونږ په یقین سره پوهیږو چې دا د الله - تعالی - د حکمت غوښتنه ده چې په خپل فضل سره لارښوونه کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره ګمراه کوي چا لره چې وغواړي، همدا رنګه حکمت یې دا تقاضا کړې چې هر پیغمبر لره دې یو دښمن وي، او د دې دښمنانو تر منځه دې یو بل ته په باطل سره وصیت کول او په خبرو کې یو بل ته ورته والي وي، په هر امت کې - د پیغمبر ضد عامه - وینا یو بل ته ورته وي، کله وایې: یقینا دی ساحر دی او یا کوډګر او دروغجن دی او کله دا نه مني چې هغه دې ورته کومه معجزه راوړي وي او کله بدګماني کوي چې دا - پیغمبر - په الله دروغ تړي او کله یې په لیونتوب سره یادوي او د الله رسولان علیهم السلام لدې ټولو حالتونو څخه پاک دي، پداسې حال کې چې هغوی د عقل له اړخه تر ټولو پوره دي او په زړونو کې تر ټولو پاکیزه دي او کله دا خبره ډیره لویه ګڼي چې هغوی یې د یو الله عبادت ته بولي او کله هم د نبي دعوت ردوي، ځکه چې هغه د دوی په څېر یو انسان دی او کله ترې د داسې کارونو غوښتنه کوي چې هغه د مخلوق په توان کې نه وي، خو دا کارونه دوی د لویۍ او ضدیت له امله کوي - یقینا دوی زمونږ له نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې له ځمکې څخه ورته چینې راوباسي او یا دا چې باغ ولري او یا پرې له آسمان څخه باران واوروي او یا ورته الله او پرښتې راولي او یا دا چې پیغمبر لره دې یو ښایسته کور وي او یا په آسمان کې دې پورته وخیژي او کتاب دې پرې نازل کړي او کله هم له نبي څخه غوښتنه کوي چې هغه څه ورته راوړي چې وعده یې ورسره کوي، او کله هم د الله تعالی له لارې څخه منع کول کوي او خپلو پیروانو ته وایي: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ او شورماشور پکې وکړئ او کله د رسول مقابله د هغه په دروغجن ګڼلو سره کوي او یا په رسول الله - صلی الله علیه وسلم - تور لګوي چې هغه ته یو بشر ښوونه کوي او د الله له طرفه ورته وحیې نه راځي.
او کله هم له رسول څخه مخ اړوي، ځکه چې یوازې کمزوري خلک د هغه پیروي کوي، او کله هم د رسولانو پورې ټوکې او مسخرې کوي، او کله هم رسول ته دوکه ورکوي، او تمه لري چې غوړه مالي ورته وکړي او یا ورته پناه وروړي، او کله هم پداسې یو تعبیر سره چې ضدي انسان پدې پوهیږي چې په خپله خبره کې دروغجن دی، لکه څرنګه چې د فرعون په وینا کې راغلي چې موسی ته یې کافر ویلي.
او کله هم عام خلک نبي له وطن څخه په ویستلو ګواښي، او د قریشو کافرانو زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د بني هاشمو سره د ابو طالب په دره کې د دریو کلونو لپاره محاصره کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې له خپل کور او کلي څخه وویست او د ابراهیم - علیه السلام - قوم هڅه وکړه چې هغه په اور وسوځوي، مګر دا چې الله تعالی وژغوره او بني اسرائيلو د خپلو پیغمبرانو د وژلو هڅه وکړه، بلکه له هغوی څخه یې ځیني ووژل...
دا د پیغمبرانو سره د متکبره خلکو عادت دی او دا یوه جاري کړنلاره ده چې عام خلک یې په هر امت کې د اصلاح کوونکو سره پر مخ وړي.