په رسولانو ایمان راوړل د ایمان له ارکانو څخه څلورم رکن دی، الله تعالی فرمایلي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو). [البقرة سورت: 285 آیت]، او حق ذات تعالی فرمایلي دي: ﴿لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾ (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، خو لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د آخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړی وي). [البقرة سورت: 177 آیت]، او له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شو، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله ! ایمان څه دی؟ ویې فرمایل: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكِتَابِهِ، وَلِقَائِهِ، وَرُسُلِهِ، وَتُؤْمِنَ بِالْبَعْثِ الْآخِرِ». "دا چې په الله، د هغه پر ملائکو، د هغه پر کتابونو، د هغه سره په مخ کیدلو، او په وروستي بعث یعنې بیا راپورته کېدلو ایمان ولرې". بخاري (4777)، مسلم (9) او ابن ماجه (64) روایت کړی دی.
او موږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو - علیهم السلام - د بلنې اساس په الله - تعالی - د هغه په نومونو، صفتونو او اعمالو پوهېدل دي او دا چې هغوی ټول په توحید سره لیږل شوي دي او یوازې د الله - تعالی - عبادت او له هغه پرته د نورو د عبادت پریخودلو ته یې بلنه کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُون} (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ). [الأنبياء سورت: 25 آیت]، او هر نبي خپل امت ته ویلي دي: {اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُون} (تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ په حق معبود نشته، آیا تاسو نه ویریږئ). [الأعراف سورت: 65 آیت]. نو پیغمبران او رسولان په توحید او ایمان کې تر ټولو کامل خلک دي او دوی د سپېڅلي خالق په اړه تر ټولو مخلوقاتو زیات پوه دي او هغه څه چې د - الله پاک - لپاره پر دوی واجب دي او هغه څه چې پرې حرام دي،
او هر نبي خپل قوم دوو لویو بنسټونو ته بللی دی چې عبارت دي له: یوازې د یو الله عبادت او د آخرت په ورځ ایمان او هغه څه چې الله - تعالی- په دې کې د خپلو دوستانو لپاره نعمتونه او د دښمنانو لپاره عذاب چمتو کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} یقینًا (یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم). [الأعراف سورت: 59 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ وَلاَ تَنقُصُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِنِّيَ أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيط} (او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چاپېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم). [هود سورت: 84 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتْ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلاَّ اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيم} (او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم). [الأحقاف سورت: 21 آیت].
او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، هغوی ټولو په الله - تعالی - ، ملائکو، کتابونو، رسولانو، د آخرت ورځ او د خیر او شر په اندازې باندې ایمان رواړلو ته بلنه کړې ده، ټولو د عباداتو اصولو ته بلنه کړې ده لکه : لمونځ، زکات، روژه او حج، او د نیکو اخلاقو بنسټونو ته او له ناوړه اخلاقو څخه یې - خلک - منع کړې دي، نو پیغمبران - علیهم السلام - سره په اصولو کې متفق دي، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره مخالفت لري. {شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلاَ تَتَفَرَّقُوا فِيهِ}. (هغه ستاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحې كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې اختلاف مه کوئ). [الشورى سورت: 13 آیت]. او موږ ایمان لرو چې انبياء - عليهم السلام - په هغو لويو اصولو باندې سره متفق دي چې بلنه یې ورته کړې ده، خو هغه شریعتونه چې هغوی ورته بلنه کړې ده په احکامو او تفصیل کې یې سره مخالفت لري، الله تعالی فرمایلي: {وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا} (او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده). [المائـدة سورت: 48 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې په ټولو انبياوو - عليهم السلام - ايمان راوړل واجب دي او په هر هغه څه یې چې له غیبو خبر ورکړی دی باید ریښتینی وګڼل شي او له هر هغه څه څخه ځان ساتل واجب دي چي منع ترې شوې ده، له هغوی سره مينه کول، د هغوی احترام کول او د هغوی پسې اقتدا کول او پدې ګواهي ورکول چې هغوی - الهي - پیغام رسولی، امانت یې اداء کړی، او د الله او د بندګانو خیرخواهي یې کړی ده او په حقه سره یې د الله په لار کې جهاد کړی او په ټول امت د هغه رسول په شریعت عمل کول واجب دي چې ورته لیږل شوی دی او پدې امت؛ د محمد - صلی الله علیه وسلم - په امت؛ له پيریانو او انسانانو څخه واجب دي چې د أنبیاوو او رسولانو په وروستي یو چې محمد - صلی الله علیه وسلم - دی په شریعت یې عمل وکړي، ځکه چې هغه ټولو انسانانو او پیریانو ته لیږل شوی دی.
او ټول انبیاء او رسولان - علیهم السلام - د دې لپاره راغلي دي چې خلک د کفر، شرک او جهالت له تیارو څخه راوباسي، که څه هم د دې دنیا له عزت، سلطنت، زور، ځواک، کرهڼې او کارخانو څخه برخمن وي، الله تعالی د موسی علیه السلام په اړه فرمایلي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُور} (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو سره لېږلى و (او دا مو ورته ويلي وو) چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو(واقعات د پخوانو) یادونه وكړه، بېشكه په دغو كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي). [إبراهيم سورت: 5 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُون* (ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ! وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُون* او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ. وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِين} او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ). [الشعراء سورت: 128-130 آیتونه]، او الله تعالی فرماېلي دي: {أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه آباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه). [الروم سورت: 9 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - دوی لره زیری ورکوونکي او ویروونکي لیږلي دي؛ د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله - تعالی باندې له رسولانو - لیږلو - څخه وروسته کوم حجت پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي: {رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلکو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دی). [النساء سورت: 165 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په هر امت کې یو رسول لیږلی، الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ} (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [النحل سورت: 36 آیت]، او نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي»، «بني اسرائیل به خپلو پیغمبرانو رهبري کول، هر کله به چې یو نبي وفات شو، ځای ناستی به یې ورپسې وټاکل شو او زما څخه وروسته بل نبي نشته»، بخاري (3455)، مسلم (1842)، او ابن ماجه (2871) روایت کړی دی. بلکه الله تعالی مونږ ته خبر راکړی چې هغه له کلو څخه یو کلي ته په یو وخت کې درې پیغمبران لیږلي دي، الله تعالی فرمایلي: {إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُون} (كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو). [يس سورت: 14 آیت].
نو د دوی له جملې څخه مو چې د چا نوم وپېژانده ایمان پرې واجب شو، او د چا نوم مو چې و نه پېژانده؛ اجمالي ایمان پرې راوړو، نو په ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان راوړل واجب دي، الله تعالی فرمايلي: {وَرُسُلاً قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلاً لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا} (او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړی دی او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دی بیان كړی او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې). [النساء سورت : 164 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير} (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو).او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [البقرة سورت: 285 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُون} (ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى پر الله او پر هغه (كتاب) چې پر مونږه نازل كړى شوى دى او پر هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او (نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو). [آل عمران سورت: 84 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې الله - پاک - بندګانو ته خپل رسولان لیږي چاته چې وغواړي او څرنګه چې د هغه حکمت غوښتنه کوي، عزتمند ذات فرمایلي: {وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا} (او كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و). [الفرقان سورت: 51 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا كُلَّ مَا جَاء أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُون} (بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي). [المؤمنون سورت : 44 آیت]، نشته روسته کوونکی فیصلې د هغه لره، څه چې وغواړي او څه یې چې خوښه وي کوي یې الله تعالی فرمایلي: {وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او ستا رب پیدا کوي هغه څه چې ویې غواړي او هغه انتخاب کوي، دوی ته هېڅ اختیار نشته، الله تعالی لره پاکي ده، او هغه اوچت دی له هغه څه نه چې دوی یې ورسره شرېکوي). [القصص سورت : 68 سورت].
او څوک چې په یو نبي کافر شو؛ نو یقینا چې په ټولو انبیاوو - علیهم السلام - یې کفر کړی دی؛ لدې امله الله تعالی فرمایلي: {كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِين} (د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ). [الشعراء سورت: 105 آیت]. او دا آیت لکه د الله تعالی د دې وینا په څېر دی: {كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيد} [(د دوى) هر یو د رسولانو تكذیب كړى و، نو زما عذاب (پرې) ثابت شو]. [ق سورت: 14 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې نبوت یوه الهي لوریینه او رباني رحمت دي، له خپلو بنده ګانو څخه یې چې چاته وغواړي ورته یې بخشش کوي، نو الله تعالی دی چې له ملاېکو او خلکو څخه رسولان غوره کوي. {اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} (الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلکو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الحج سورت: 75 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ} (الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي). [الأنعام سورت : 124 آیت]. او نبوت کسبي ندی (یعنې لاس ته نه رواړل کیږي) او بنده یې په طاعت کې په زحمت ویستلو، او د نفس په پاکوالي او د نفس سره په مبارزه، د زړه په پاکوالي، د اخلاقو په ستره والي او سموالي لاسته نه راوړي.
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان - علیهم السلام - په خپل منځ کې سره یو پر بل غوره والی لري، الله تعالی فرمایلي: {تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ} (دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، او مونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى). [البقرة سورت: 253 آیت]، او د أنبیاوو تر ټولو غوره یې اولو العزم دي، او هغوی د الله تعالی پدې وینا کې یاد شوي دي: {وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا} (او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته). [الأحزاب سورت: 7 آیت]، او الله - تعالی - دې ته پدې وینا کې اشاره وکړه: {فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ} (نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى). [الأحقاف سورت : 35 آیت]. او د الوالعزم تر منځه غوره د الله تعالی دوه دوستان: ابراهیم او محمد علیهما السلام دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلا}. (او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يوازې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى). [النساء سورت : 125 آیت]. له جندب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه مې د هغه له مرګ څخه پنځه ورځې مخکې اوریدلي دي چې وییل یې: «إِنِّي أَبْرَأُ إِلَى اللهِ أَنْ يَكُونَ لِي مِنْكُمْ خَلِيلٌ، فَإِنَّ الله تَعَالَى قَدِ اتَّخَذَنِي خَلِيلًا، كَمَا اتَّخَذَ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا». «زه الله تعالی ته لدې خبرې څخه بېزاري ښکاره کوم چې زه دې له تاسو څخه کوم خلیل ولرم، یقینا چې الله تعالی زه داسې خلیل نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم خلیل نیولی». مسلم (532) روایت کړی دی.
او مونږ ګواهي ورکوو چې زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - له ټولو ، رسولانو او أنبیاوو غوره دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أنا سيد ولد آدم يوم القيامة». «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم ». مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبرانو تر منځ له غوره والي څخه منع فرمایلې ده، په ځانګړې توګه کله چې د ملاتړ، تعصب او یا کمي بیانولو له امله وي: له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: دوه سړیو سره - لفظي - شخړه وکړه: یو سړی له مسلمانانو او بل سړی له یهودو څخه و، مسلمان وویل: قسم په هغه ذات چې محمد یې په عالمیانو غوره کړی دی، یهودي وویل: قسم په هغه ذات چې موسی یې په عالمیانو غوره کړی دی، نو مسلمان پرې لاس پورته کړ او یهودی یې پر مخ په څپیړه وواهه، نو یهودي پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته ورغی او لدې پیښې یې خبر کړ، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - مسلمان راوباله، او پدې اړه یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ورته حال ووایه: نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «لَا تُخَيِّرُونِي عَلَى مُوسَى؛ فَإِنَّ النَّاسَ يَصْعَقُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ، فَأَصْعَقُ مَعَهُمْ، فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُفِيقُ، فَإِذَا مُوسَى بَاطِشٌ جَانِبَ العَرْشِ، فَلَا أَدْرِي أَكَانَ فِيمَنْ صَعِقَ، فَأَفَاقَ قَبْلِي أَوْ كَانَ مِمَّنِ اسْتَثْنَى اللَّهُ؟»، «ما ته پر موسی غوره والی مه راکوئ؛ ځکه خلک به د قیامت په ورځ بې هوشه شي، زه به هم له هغوی سره بې هوشه شم، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له بې هوشۍ راوځي، نو ناڅاپه به موسی وګورم چې د عرش یو څنډه یې کلکه نیولي وي، نو نه پوهیږم چې آیا هغه هم په هغه خلکو کې وو چې بې هوشه شوی و او بیا زما څخه مخکې راپورته شوی او یا له هغه چا څخه و چې - الله تعالی له بې هوشۍ څخه - مستثنی کړی و؟»، بخاري (2411)، مسلم (2373)، أبو داود (4671)، ترمذي (3245)، او ابن ماجه (4274) روایت کړی دی. او په یو بل لفظ کې راځي: نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - غصه شو، تر دې چې غصه یې په مخ کې وپېژندل شوه، بیا یې وفرمایل: «لَا تُفَضِّلُوا بَيْنَ أَنْبِيَاءِ اللهِ». "د الله - تعالی - په پیغمبرانو کې یو ته پر بل غوره والی مه ورکوئ". مسلم (2373) روایت کړی دی.
او لکه څرنګه چې الله تعالی ابراهیم او محمد علیهما السلام په دوستۍ سره نیولي دي، نو یقینا الله - تعالی - موسی علیه السلام ټاکلی او په خپلو رسالتونو او ورسره په خبرو کولو یې په نورو خلکو غوره کړی دی او که څه هم زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د دوستۍ مرتبه حاصله کړې ده، یقینا چې الله تعالی ورسره په هغه شپه د پردې تر شا خبرې کړي - په کومه شپه چې له بیت الحرم څخه بیت المقدس - ته وړل کېده، الله تعالی فرمایلي: {فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى} (نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه). [النجم سورت: 10 آیت]، نو په دې توګه زمونږ پیغمبر - محمد صلی الله علیه وسلم - ته دوه د شرف مرتبې حاصلې دي، د خلت(د الله د دوستۍ) او ورسره د خبرو کولو مرتبه.
او مونږ پدې ایمان لرو چې پیغمبران د ټولو انسانانو غوره خلک دي، او هیڅوک د نبي مرتبې ته نه شي رسیدلی، نه ولي او نه بل څوک، او هیڅ بشر ته په نبي باندې غوره والی ورکول روا ندي رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «مَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ أَنْ يَكُونَ خَيْرًا مِنْ يُونُسَ بْنِ مَتَّى». «هیچا لره نه ښایي چې له یونس بن متی څخه غوره وګڼل شي». بخاري (4804) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی په - پیغمبرۍ - یوازې سړي لیږلي دي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ} (او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله). [الأنبياء سورت: 7 آیت].
او مونږ پوهیږو چې رسولان او أنبیا - علیهم السلام - د خلکو تر ټولو غوره خلک دي، الله تعالی فرمایلي: {اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِير} (الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلکو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الحج سورت: 75 آیت]. او دوی په خپل دین، عقل او اخلاقو کې تر ټولو کامل انسانان دي، الله تعالی فرمایلي: (قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ ) (ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي). [الكهف سورت: 110 آیت]. دوی لکه د نورو انسانانو په څېر انسانان دي، مګر دوی ته وحیې کیږي، او دوی په هغه څه کې معصوم دي چې د الله تعالی له لورې یې خلکو ته رسوي، الله تعالی د خپل بنده او خلیل محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي: ﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴾ (او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى* ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي. عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى} ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى). [النجم سورت: 3-5 آیتونه].
او کله چې نبي په هغه څه کې اجتهاد وکړي چې وحیې ورته پرې نه وي وشي، او اجتهاد یې بې پایلې شي، نو الله تعالی یې هغه اجتهاد نه تائیدوي، بلکه وحیې پرې نازلوي تر څو پرې تشه ډکه شي، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - په دې وینا کې دي: {مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيم} (د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه دې بندیان (قيديان) وي، تر هغه چې وینې توى كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (ستاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى). [الأنفال سورت : 67 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضي كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [التحريم سورت: 1 آیت].
او سره لدې چې دوی په دنیا او آخرت کې دا لوړ مقام، لوړه مرتبه او د ستاینې وړ مقام لري، خو بیا هم د ځان لپاره د هیڅ ګټې لاس ته راوړلو او د تاوان څخه ځان ژغورلو توان نه لري، الله تعالی فرمایلي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُون}. (ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یوه نېټه ده (،نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى به نه یوه ګړۍ وروسته كېږي او نه مخكې كېږي). [يونس سورت: 49 آیت].
او کله چې دوی ځانته د ګټې او یا تاوان رسولو واک نه لري، نو نورو ته خو یې په طریقه اولی سره نه لري، الله تعالی د خپل نبي او خلیل محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه فرمایلي دي: {لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذَّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُون} (ستا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي). [آل عمران سورت: 128 آیت]، او د مسیح - علیه السلام- په اړه یې فرمایلي دي: {قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا} (ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي). [المائدة سورت: 17 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې عمه او خپلې لور؛ فاطمې رضي الله عنها ته وویل: «يَا مَعْشَرَ قُرَيْشٍ -أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا- اشْتَرُوا أَنْفُسَكُمْ، لَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، يَا بَنِي عَبْدِ مَنَافٍ لَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، يَا عَبَّاسُ بْنَ عَبْدِ المطَّلِبِ لَا أُغْنِي عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، وَيَا صَفِيَّةُ عَمَّةَ رَسُولِ اللَّهِ لَا أُغْنِي عَنْكِ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، وَيَا فَاطِمَةُ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَلِينِي مَا شِئْتِ مِنْ مَالِي لَا أُغْنِي عَنْكِ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا». «ای د قریشو ټولیه! - او یا دې ته ورته لفظ - ځانونه مو واخلئ، زه تاسو ته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولی، ای د عبد مناف اولادې، زه تاسو ته د الله تعالی په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای، ای عباس بن عبد المطلب، زه تاته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای او ای صفیه د رسول الله ترورې زه تاته د الله په وړاندې هیڅ ګټه نه شم رسولای، او ای فاطمې د محمد لورې، هر څومره مال چې راڅخه غواړې نو ویې غواړه، زه د الله تعالی په وړاندې تاته هیڅ ګټه نه شم رسولای». بخاري (2753)، مسلم (206)، ترمذي (3185) او نسائي (3646) روایت کړی دی. او کله چې دوی ځانته د ګټې او یا تاوان رسولو واک نه لري په داسې حال کې کله چې ژوندي و، نو نورو ته خو یې په طریقه اولی سره نه لري، په ځانګړې توګه له مرګ څخه وروسته.
او مونږ ایمان لرو چې دوی په غیبو نه پوهیږي مګر تر هغه حده چې الله -تعالی- دوی ته ورښودلي او اجازه یې ورته پرې کړې ده، الله تعالی فرمایلي: {قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ} (ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحې كیدلی شي). [الأنعام سورت: 50 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون} [الأعراف:188]. (ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي). [الأعراف سورت: 188 آیت]، او الله تعالى فرماېلي: {عَالِمُ الْغَيْبِ فَلاَ يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا* دى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي. إِلاَّ مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا} مګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي). [الجن سورت: 26، 27 آیتونه].
او أنبیاء او رسولان - علیهم السلام - د الله تعالی عبادت د هغه څخه له ویرې او هغه ته د هیلې درلودلو په موخه کوي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په داسې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو). [الأنبياء سورت : 90 آیت]، او هغه ته نزدیکت لټوي، او هغه پاک ذات ته ځان نږدې کوي، الله تعالی فرمایلي: ﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا ﴾ (دا هغه خلک دي چې د خپل رب عبادت کوي او لټوي هغه ته نږديوالی چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب له عذاب څخه ویره کیدی شي). [الإسراء سورت: 57 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې پیغمبران او رسولان د هغو مصیبتونو، ناروغیو او مرګ سره مخ کیږي چې نور انسانان ورسره مخ کیږي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَيِّتُونَ} (بېشکه ته هم مړ کیدونکی یې او بېشکه دوی (هم) مړه کېدونکي دي). [الزمر سورت: 30 آیت]، او الله - تعالی - له أیوب څخه خبر ورکړ چې هغه ته سختي ورسیده: {وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين} (او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې). [الأنبياء سورت : 83 آیت]، او هغوی لره مېرمنې او اولادونه دي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلاً مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً} (او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو). [الرعد سورت: 38 آیت]. او هغوی خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي، الله تعالی فرمایلي: {وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلاَّ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الأَسْوَاقِ} (او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل). [الفرقان سورت: 20 آیت]، او هغوی ته خفګان ورسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی له یعقوب - علیه السلام - څخه د خبر ورکولو په موخه وویل: {وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيم} (او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په (جدايۍ د) یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له غمه) ډك و). [يوسف سورت : 84 آیت]. او په صحیحینو کې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د لمسي د وفات په پیښه کې فرمایلي دي: کله چې کېناست نو ورپورته کړل شو، نو په غیږه کې یې کیناوه پداسې حال کې چې د کوچني بدن لړزیده، نو د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دواړه سترګي راډکې شوې، نو سعد وویل: دا څه دي ای د الله رسوله؟ هغه وویل: «هَذِهِ رَحْمَةٌ يَضَعُهَا اللَّهُ فِي قُلُوبِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ، وَإِنَّمَا يَرْحَمُ اللَّهُ مِنْ عِبَادِهِ الرُّحَمَاءَ». «دا د الله تعالی رحمت دی، الله تعالی یې د خپلو بنده ګانو په زړونو کې ځای پر ځای کوي چاته چې وغواړي، او یقینا الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه په هغه چا رحم کوي چې هغوی په خپله رحم کوونکي وي ». بخاري (6655)، مسلم (923)، أبو داود (3125)، نسائي (1868)، او ابن ماجه (1588) روایت کړی دی. جئث یعنې ویره، او: جئث فهو مجئوث، یعنې ویریدلی، فتح الباري (722/8)، او النهاية في غريب الحديث (1/ 232).
او مونږ پوهیږو چې دوى خلكو ته نصيحت وكړ، امانتونه يې وسپارل، او د خپل رب پيغامونه يې ورسول، او دا دوى ته زيان نه رسوي چې پيروانو يې - بلنه - ونه منله او نه دا چې خلکو پرې کبر وکړ، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «عُرِضَتْ عَلَيَّ الْأُمَمُ، فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَمَعَهُ الرُّهَيْطُ، وَالنَّبِيَّ وَمَعَهُ الرَّجُلُ وَالرَّجُلَانِ، وَالنَّبِيَّ لَيْسَ مَعَهُ أَحَدٌ». «امتونه راته پېش کړای شول، نو ما یو نبي -صلی الله علیه وسلم- ولیده چې د هغه سره د خلکو یو ټولی و، او بل نبي مې ولیده چې د هغه سره یو سړی او دوي سړیان وو، او داسې نبي مې هم ولیده چې هیڅوک ورسره نه وو». بخاري (5705)، مسلم (220)، او ترمذي (2446) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یقینا مسیح علیه السلام ژوندی پورته کړ کله چې د هغه قوم د هغه د وژلو اراده وکړه، الله تعالی فرمایلي: {فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللّهِ آمَنَّا بِاللّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُون * (نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مدد كوونكي دي؟ هغه خالص ملکرو یې وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ پر الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه پر دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو. رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلَتْ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِين* اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه. وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِين} او هغوی چلونه جوړ کړل او الله پټ تدبیر وکړ او الله تعالی له ټولو تدبیر کوونکو نه غوره دی). [آل عمران سورت: 52-54 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي: {وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلاَ تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيم} (او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ، دا نېغه لار ده). [الزخرف سورت: 61 آیت]، او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی او له مجاهد او قتادة څخه، چې مراد پرې د عیسی ابن مریم علیه السلام راکوزیدل دي. طبري په تفسیر کې روایت کړی (20/ 631 - 633).
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا} (او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د هغه د مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي). [النساء سورت: 159 آیت]. ابن عباس - رضي الله عنهما - فرمایلي دي: د هغه دا وینا چې {قَبْلَ مَوْتِهِ} یعنې «د عیسی ابن مریم له مرګ څخه وړاندې». تفسير طبري (9/380).
او مونږ ایمان لرو چې هغه به په آخره زمانه کې د عادل پاچا په حیث راکوزیږي، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی هغه فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «زما دې قسم وي په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به د مریمې زوی عیسی په عدل او انصاف سره فیصله کوونکی راکوز شي، نو صلیب به مات کړي، خنزیر به ووژني، جزیه به کیږدي، او مال به دومره زیات شي چې هیڅوک به یې نه قبلوي». بخاري (2222)، مسلم (155)، أبو داود (4324)، ترمذي (2233)، او ابن ماجه (4078) روایت کړی دی.
او د مسیح علیه السلام د راکوزیدو په خبر کې : رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «فَبَيْنَمَا هُوَ كَذَلِكَ إِذْ بَعَثَ اللهُ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ، فَيَنْزِلُ عِنْدَ الْمَنَارَةِ الْبَيْضَاءِ شَرْقِيَّ دِمَشْقَ، بَيْنَ مَهْرُودَتَيْنِ، «هغه به په همداسي وي چې الله تعالی به مسیح زوی د مریمې روالیږي، نو د دمشق ختیځ ته به د سپېنې منارې تر څنګه په پراخه یا زیړ رنګي لباس کې راښکته شي، یعنې په دوو تکو، یا دوو لباسونو، او ویل کیږي : ثوب المهرود: هغه لباس چې په خوشبویي او بیا په زعفرانو رنګ شوی وي. النهاية في غريب الحديث (5/ 258). پداسې حال کې چې خپل دواړه لاسونه به یې د ملاېکو په اوږو باندې ایښي وي، کله چې سر وخوځوي نو اوبه ترې و څڅیږي، او کله یې چې پورته کړي نو لكه د سپینو زور په څېر اوبه به ترې وڅڅیږي لکه د لعلو په څېر په پاکې او سوچه والي کې...». مسلم (2937)، أبو داود (4321)، ترمذي (2240)، او ابن ماجه (4075) روایت کړی دی.