او مونږ پوهیږو چې الله تعالی هر پیغمبر ته داسې نښې او دلیلونه ورکړي دي چې د ده په څېر باندې انسانان ایمان راوړي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَا مِنَ الأَنْبِيَاءِ نَبِيٌّ إِلَّا أُعْطِيَ مِنَ الآيَاتِ مَا مِثْلُهُ أُومِنَ، أَوْ آمَنَ عَلَيْهِ البَشَرُ، وَإِنَّمَا كَانَ الَّذِي أُوتِيتُ وَحْيًا أَوْحَاهُ اللَّهُ إِلَيَّ، فَأَرْجُو أَنِّي أَكْثَرُهُمْ تَابِعًا يَوْمَ القِيَامَةِ». «هیڅ نبي نشته مګر دا چې هغه ته داسې معجزې ورکړل شوي دي چې د هغه په څېر باندې خلکو ایمان راوړی دی، او یا پرې انسانانو ایمان راوړی، او یقینا هغه چې ماته راکړل شوی هغه وحیې ده چې الله تعالی ماته کړې ده، زه تمه لرم چې د نورو انبیاوو په پرتله به د قیامت په ورځ زما پیروان زیات وي». بخاري (7274)، او مسلم (152) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - هیڅ پیغمبر ندی لیږلی مګر دا چې له هغه سره داسې یو نخښه وي چې د هغه په رښتینولۍ دلالت وکړي، برابره خبره ده که مونږ پرې پوه شو ي یو یا پرې نه یو پوه شوي، او الله تعالی مونږ ته د هغې له جملې څخه یوه ټولګه په قرآن کریم کې بیان کړې ده. او پدې هم پوهیږو چې ډیری داسې نخښانې شته چې الله تعالی پرې د خپلو پخوانيو پیغبرانو تایید کړی دی او الله تعالی مونږ ته ندي بیان کړې، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيم} (او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي). [المائدة سورت : 10 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِ اللّهِ فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ اللّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَاب} [(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى]. [آل عمران سورت: 11 آیت]. او کله هم الله تعالی له ښکاره نښانو څخه یادونه کوي، او ثبوت یادوي، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِين} (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو(نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و). [هود سورت: 96 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلاَ يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا} (ويې ويل: ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه). [القصص سورت: 35 آیت]، عکرمة ویلي: « هر څه چې په قرآن کې له ثبوت څخه دي، هغه حجت دی». تفسير الطبري (8/30) و (9/337).
او مونږ پوهیږو چې هغه آیاتونه او دلیلونه چې الله تعالی پرې د خپلو پیغمبرانو او أنبیاوو ملاتړ کړی دی خورا زیات دي او ترټولو لوی ثبوت هغه دی چې دوی چې په کوم شي سره راتګ کړی دی هغه وحې ده،او د الله تعالی وحیې د هغه رسولانو او أنبیاوو ته وي: نو دا به یا له واسطې پرته وحیې وي، لکه خوب لیدل چې د الله تعالی پدې وینا کې له ابراهیم علیه السلام څخه خبر ورکړی چې هغه فرمایلي دي: {فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ} (نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم). [الصافات سورت : 102 آیت]، یا دا چې رسول د الله - جل جلاله - کلام په مستقیم ډول اوري، مګر د پردې تر شا، لکه څرنګه چې د هغه جل جلاله په دې وینا کې دي: {وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلاَّ وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ} (او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته). [الشورى سورت: 51 آیت]، او لکه څرنګه چې د الله تعالی په وینا کې دي موسی علیه السلام ته، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِين} (الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلکو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه). [الأعراف سورت: 144 آیت]، او یا دا چې ملاېکه ورسره خبرې وکړي، لکه د الله تعالی پدې وینا کې: {أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء} (یا استازى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي). [الشورى سورت: 51 آیت].
او موږ پوهیږو چې د دوی په رښتینولۍ ترټولو لوی دلیل هغه توحید ته د دوی بلنه ده چې په فطرتونو کې ځای پر ځای شوی دی، هغه چې عقلونه یې په ښه والي ګواهي ورکوي او هغه څه چې دوی له ګټور علم څخه، نیکو اعمالو ، هدایت، حق دین او عدالت څخه راوړي دي: له عبید الله بن عبد الله څخه روایت دی چې عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - خبر ورکړی دی ویلي یې دي چې أبو سفیان راته ویلي دي چې «هرقل ورته وویل: پوښتنه مې درڅخه وکړه چې په څه درته امر کوي؟ نو تا وویل: چې هغه راته په لمانځه، رښتیا ویلو، پاک لمنۍ، په ژمنه وفا او د امانت په ادا کولو امر کوي، هغه وویل: او دا د نبي صفت دی». بخاري (2681)، مسلم (1773)، او ترمذي (2717) روایت کړی دی.
نجاشي وویل: کله چې جعفر - رضي الله عنه - ورته د مريم سورت لومړنۍ آیتونه تلاوت کړل: «دا وینا او هغه وینا چې موسی ته راغلې ده، دواړه له یوې ډیوې څخه راوځي». اسحاق بن راهويه (١٨٣٥)، احمد (٢٢٤٩٨)، ابن خزيمه (٢٢٦٠)، طحاوي په شرح مشکل الاثار (٥٥٩٨)، او ابو نعيم په الحليه (١/١١٥) او په دلائل النبوة کې روايت کړى دى (۱۹۴).
او لدې څخه خپلو رسولانو لره د الله تعالی شاهدي ده چې هغوی په حقه دي او هغه څه چې دوی پرې راتګ کړی هغه هم حق دي، الله تعالی فرمایلي: {لَّـكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا} (لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه). [النساء سورت: 166 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَاب} (او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغهٔ سره د كتاب علم دى). [الرعد سورت: 43 آیت].
او د دوی له لویو معجزو څخه: هغه وحیې چې پر دوی د الله تعالی له طرفه نازلیږي، او تر ټولو لویه وحیې قرآن عظیم دی چې زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم معجزه ده. او انسانان نه شي کولای چې د دې وحی په څېر راوړي؛ ځکه چې دا د الله کلام او وحې ده، او لدې امله چې غیبي خبرې پکې دي، او ځکه چې هدایت، نور، رحمت او حکمت پکې دی.
د دوی له څرګندو معجزو څخه: هغه عقلي دلیلونه دي چې الله تعالی پرې د خپلو رسولانو او أنبیاوو مرسته کوي، نو کافر حیران کړي او باطل یې له منځه ولاړ شي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَآجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رِبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِـي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين} (آیا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي). [البقرة سورت: 258 آیت]، او د هغه(ذات) چې د لوړې ستاینې او د پاکو نومونو خاوند دی وینا ده: {فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّي إِلاَّ رَبَّ الْعَالَمِين* (پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه. الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِين* هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي. وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِين * او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي. وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِين* او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي. وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِين* او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي. وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّين} او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي). [الشعراءسورت : 77-82 آیتونه]، او د هغه وینا د موسی علیه السلام په اړه چې هغه فرعون ته وویل: {رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} (ده وویل: زمونږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده). [طه سورت: 50 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُون} (كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي). [الأنبياء سورت: 22 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُون} (الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي). [المؤمنون سورت: 91 آیت]. او دا دلیلونه ډیر زیات دي، لدې څخه مو ځینې په باب الربوبیة و الألوهیة کې ذکر کړي دي، او د دوی له ډیرو ښکاره معجزو څخه په غیبو خبر ورکول دي؛ هغه چې الله تعالی يې ورته اجازه کړي وي چې خلکو ته ترې خبر ورکړي.
او د دوی له سترو نښانو څخه: د پخوانیو پیغمبرانو نجات، د هغوی د پیروانو خلاصون، د دوی د دښمنانو له فریب څخه د هغوی د پیروانو نجات، د متکبرانو او ضدي خلکو له منځه وړل او د الله تعالی لخوا دوی ته هغه څه وریادول چې پر پخوانیو یې کړي دي او دا چې الهي کړنلاره جاري ده، الله تعالی د سورة الأنبیاء په لومړي سر کې فرمایلي دي: {ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِين} (بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل). [الأنبياء سورت: 9 آیت]، او د هغه - سورت - په پای کې یې فرمایلي دي: {وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُون} (او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي). [الأنبياء سورت: 105 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِر * [(نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره. أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُوْلَئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَاءةٌ فِي الزُّبُر} (اى عربو!) آيا ستاسو كفار له دغو (ړومبنیو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟]. [القمر سورت : 42-43 آیتونه]. او په سورة الشعراء کې چې هرکله الله پاک د پخوانیو پیغمبرانو د نجات او د هغوی د دښمنانو د هلاکت یادونه کوي، حق ذات د دې هر یو خبر په تعقیب سره وايي: سبحانه وتعالی، یعنې پاکي ده هغه لره او لوړ دی شان د هغه ذات. {إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِين} (بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو). [الشعراء سورت: 67 آیت]. او متعال حق ذات فرمایلي دي: {فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُود} (نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم). [فصلت سورت: 13 آیت]، متعال رب فرمایلي دي: {أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون} (ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه). [الروم سورت: 9 آیت].
د دوی له نښو څخه چې د دوی د نبوت څرګندونه کوي: د دوی د صفاتو کمال، د دوی د اخلاقو ښه والی، د دوی د عمل او چلند او د دوی د خبرو اخلاص چې دوی له دروغ ویلو څخه منع کوي، الله تعالی د صالح د خلکو په اړه د خبرولو په موخه فرمایلي دي چې هغوی به ویل: {يَا صَالِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَـذَا أَتَنْهَانَا أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيب} (دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، (تا ته زمونږ هيلې وې) ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغهٔ ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو). [هود سورت: 62 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {قَالُواْ يَا شُعَيْبُ أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاء إِنَّكَ لأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيد} (هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر حِلم والا، ډېر پوه يې). [هود سورت: 87 آیت].
هرقل له ابو سفیان څخه زمونږ د رسول - الله صلی الله علیه وسلم - په اړه پوښتنه وکړه او ویې ویل: «او ما له تا څخه وپوښتل چې آیا مخکې له دې څخه مو هغه کله په دروغو تورن کړی؟ نو تاسو وویل چې: نه، نو یقینا زه پوهیږم چې هغه به هیڅکله داسې ونه کړي چې پر خلکو دروغ ویل پریږدي او پر الله تعالی دروغ ووایي». بخاري (7)، او مسلم (1773) روایت کړی دی.
او لدې څخه: د پیغمبرانو د نښانو په لېږد کې لوی تواتر، او هغه څه چې دوی پرې د علم، هدایت او حق دین څخه راتګ کړی دی، هغه څه چې د دروغو په لیږدولو باندې سره د دوی یوځای کېدل ناممکن ګرځوي.
او لدې څخه دا چې هغوی هیڅکله په خپلو پیغمبریو نه مزد غواړي او نه هم واکمني، الله تعالی له ډیرو پیغمبرانو څخه د خبرولو په موخه فرمایلي چې هر یو به یې خپل قوم ته وییل: {يَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلاَ تَعْقِلُون} (اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر پر هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!). [هود سورت: 51 آیت].
او لدې څخه دا چې: د پیغمبرانو د نبوت سپکاوی هیڅوک نه کوي مګر یو جاهل چې د دین، علم او لارښوونې په اړه یې فکر ندی کړی، هغه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، او یا یو ضدي متکبر، الله تعالی فرمایلي: {وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا} (او دوی له دغو (معجزو) انکار وکړ د ظلم او سرکشۍ له امله، حال دا چې د دوی نفسونو په دغو یقین کړی و، نو ته وګوره د فساد کوونکو انجام څنګه و؟). [النمل سورت : 14 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُون} (بېشكه مونږ پوهېږو چې یقینًا حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجنوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دروغجن نه ګڼي او لېكن دغه ظالمان د الله له آیتونو نه انكار كوي). [الأنعام سورت: 33 آیت].
او لدې څخه ځینې یې: حسي دلیل وي چې سترګې یې ګوري، عقلونه یې مني، لکه د نوح د قوم غرقیدل، د صالح اوښه، د هود د قوم ننګونه چې که ټول قوم یې ورسره دوکه وکړي، له اور څخه د ابراهیم ژغورل، د موسی معجزې، او لدې څخه: امسا، ملخان، سپږې، چونګښې، وینه، طوفان، د فرعون او د قوم یې غرقیدل،او د داود - علیه السلام - معجزې لکه: د غرونو تسبیح وییل، د اوسپنې نرمیدل، د سلیمان - علیه السلام - معجزې، هغه ته د باد او پيریانو تسخیریدل، د مرغانو په خبرو پوهیدل. او د مسیح - علیه السلام - معجزې لکه پیس وهلی، مورزادي ړوند او چې وروسته وړوند شوی وي دوی رغول، د مړو ژوندي کول، او دا چې هغه به له خټو څخه لکه د مرغانو په څېر جوړول بیا به یې پکې پوکی وکړاو د الله په اذن به هغه مرغه شو، او زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم معجزې، چې هغه زیاتې دي او په سختۍ سره شمېرل کیږي لکه : د سپوږمۍ څېرې کیدل، اسراء او معراج، د خوړو ډیریدل، د حیواناتو سره خبرې کول، د کاڼو تسبیح ویيل، د ونې د تنې ژړا، او د الله لخوا د دښمنانو په مقابل کې یې مرسته کول.
او لدې څخه: د هغه پیغمبر حالت چې حق ته بلنه کوي؛ او یقینا چې خلک د هغه چا ترمنځ توپیر کوي چې په خپلو خبرو کې حق ته بلنه کوي او د هغه چا چې دروغو ته په خپلو ویناوو کې بلنه ورکوي... لدې امله عبد الله بن سلام فرمایلي دي: «کله چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مدینې ته راغي نو خلک مخې ته ورغلل، او یا وییل کیږي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی، نو زه په خلکو کې ورغلم تر څو ورته وګورم، نو کله مې چې د رسول الله مخ ولیده نو پوه شوم چې مخ یې د دروغجن انسان ندی»، ترمذي (2485)، ابن ماجه (1334)، ابن ابي شیبه (25898)، احمد (23784) او عبد بن حمید (496) روایت کړی دی. او داسې نورې نښانې.
او د پيغمبرانو له معجزو څخه هیڅ هم ندي پاتې پرته له قرآن او زمونږ د نبي محمد صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه چې دا دواړه باقي پاتې دي؛ ځکه چې هغه وحې ده او الله تعالی د وحې د ساتلو تضمین کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُون} (بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو). [الحجر سورت: 9 آیت]، او پدې دواړو کې د هغه د رسالت په رښتینولۍ ستر دلیلونه او ثبوتونه دي، او رښتیا فرمایلي دي د الله رسول - صلی الله علیه وسلم -
او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - د خپلو پیغمبرانو ملاتړ کوي، په هغه ډول چې د هغه حکمت د کائناتي او شرعي آیتونو او شواهدو تقاضا کوي، نو الله په خپل فضل سره هدایت کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره چې څوک وغواړي ګمراه کوي یې، او ضدي انسان ته آیتونه او معجزې نه زیاتوي مګر ضد او تکبر، حق ذات فرمایلي: {وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} [او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)]. [الإسراء سورت: 41 آیت]، او حق ذات فرمایلٍي دي: {وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا} (خامخا به هغه (كتاب)، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر يقينًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه). [المائدة سورت: 68 آیت]، (الله) تعالی فرمايلي: {وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءهُمْ نَذِيرٌ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَى مِنْ إِحْدَى الأُمَمِ فَلَمَّا جَاءهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلاَّ نُفُورًا} (او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى به خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته). [فاطر سورت: 42 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِندَ اللّهِ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءتْ لاَ يُؤْمِنُون} (او دوى په الله قسمونه وخوړل، پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته مُعجِزه راشي، نو پر هغې به خامخا لازمًا ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې مُعجِزې له الله سره دي او تاسو پر دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دغه مُعْجِزه چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: 109 آیت]، او الله تعالی فرماېلي دي: {وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُواْ بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالآيَاتِ إِلاَّ تَخْوِيفًا} (او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له هغې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره). [الإسراء سورت: 59 آیت].
او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: «سَأَلَ أَهْلُ مَكَّةَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم، أَنْ يَجْعَلَ لَهُمُ الصَّفَا ذَهَبًا، وَأَنْ يُنَحِّيَ الْجِبَالَ عَنْهُمْ، فَيَزْرَعُوا، فَقِيلَ لَهُ: إِنْ شِئْتَ أَنْ تَسْتَأْنِيَ بِهِمْ، وَإِنْ شِئْتَ أَنْ نُؤْتِيَهُمُ الَّذِي سَأَلُوا، فَإِنْ كَفَرُوا أُهْلِكُوا كَمَا أَهْلَكْتُ مَنْ قَبْلَهُمْ، قَالَ: لَا، بَلْ أَسْتَأْنِي بِهِمْ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ عز وجل هَذِهِ الْآيَةَ: د مکې خلکو له پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې د صفا غونډۍ ورته سره زر وګرځوي او غرونه ورڅخه لرې کړي، تر څو کښت وکړي، نو هغه ته وویل شول: كه ته وغواړې نو - د دوی غوښتنه وروسته کولای شې - او که وغواړې هغه څه ورکړو چې سوال یې کړی دی، خو که چېرته یې کفر وکړ داسې به هلاک شي لکه څرنګه چې له دوی څخه مخکني هلاک شوي وو، هغه وفرمایل: نه، بلکه غوښتنه یې وروسته کوو، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَن كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً} (او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى له غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلکو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه). [الإسراء سورت: 59 آیت]». احمد (2333)، البزار (5036)، النسائي په الکبری (11226) کې، حاکم (3437) او البيهقي په دلائل النبوة (605) کې روايت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې که الله غوښتلی نو ټولو خلکو ته به یې هدایت کړی و، الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلكِن يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء} (او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ او لېكن هغه ګمراه كوي چا لره چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي). [النحل سورت: 93 آیت]. او حق ذات سبحانه وتعالی فرمايلي دي: {وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِين} (او كه الله غوښتلى دوى به يې په نېغه لار باندې لازمًا جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه). [الأنعام سورت: 35 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د پیغمبرانو دلیلونه او نښانې چې هغوی راوړي دي او الله یې پرې مرسته کړې ده، ناشوني ده چې د نبوت دعوه کوونکی یې راوړي، یا ساحر او دروغجن، ځکه چې الله - تعالی - پریکړه کړې چې په صحیح دلیل سره به د باطل مرسته نه کوي او نه به دروغجن په ریښتني ثبوت سره ریښتونی کوي؛ ځکه چې هغه ذات حکیم دی په خپل شریعت او امر کې او د الله تعالی جاري حکمت او کړنلاره د دې خبرې ممانعت کوي، الله تعالی فرمایلي: {وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الأَقَاوِيل* او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى. لأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِين* (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى. ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِين} بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى). [الحاقة سورت: 44-46 آیتونه].