او مونږ ایمان لرو چې زمونږ نبي محمد بن عبد الله د رب العالمین رسول دی او هغه د أنبیاوو او رسولانو د لړۍ ختموونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ} (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى). [الأحزاب سورت: 40 آیت]. له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ مَثَلِي وَمَثَلَ الْأَنْبِيَاءِ مِنْ قَبْلِي كَمَثَلِ رَجُلٍ بَنَى بَيْتًا فَأَحْسَنَهُ وَأَجْمَلَهُ إِلَّا مَوْضِعَ لَبِنَةٍ مِنْ زَاوِيَةٍ، فَجَعَلَ النَّاسُ يَطُوفُونَ بِهِ وَيَعْجَبُونَ لَهُ وَيَقُولُونَ: هَلَّا وُضِعَتْ هَذِهِ اللَّبِنَةُ قَالَ فَأَنَا اللَّبِنَةُ وَأَنَا خَاتَمُ النَّبِيِّينَ». «زما او زما څخه وړاندې د پیغمبرانو مثال داسی دی لکه یو سړي چې ښکلی او ښایسته کور جوړ کړی وي مګر په یو کونج کې د یوې خښتې ځای - پاتې وي - نو خلک راځي او ګیردچاپیره ترې تاویږي او خوښوي یې او خاوند ته یې وایي: آیا دغه خښته نه ایښودل کیږي، فرمایي: نو زه هغه خښته یم، او زه د أنبیاوو د لړۍ پای ته رسوونکی یم». بخاري(3535)، او مسلم(2286) روایت کړی دی.
او هغه د آدم د اولادې سردار دی، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ الْقَبْرُ، وَأَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّع»، «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم او زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه څوک چې شفاعت یې کیږي»، مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی. او هغه د رب العالمین خلیل دی، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ أُمَّتِي خَلِيلًا، لَاتَّخَذْتُ أَبَا بَكْرٍ، وَلَكِنْ أَخِي وَصَاحِبِي». «که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په ځانګړې دوستۍ نیوه، نو خامخا به مې ابوبکر نیولی و، مګر هغه مې ورور او ملګری دی». بخاري (3656) روایت کړی.
او مونږ پوهیږو چې هغه ته چې کومې معجزې ورکړل شوي بل هیڅ پیغمبر ته ندي ورکړل شوي او د هغه ترټولو لویه معجزه قرآن کریم دی، او لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې د وحیې پیل شوی دی هغه د «سورة العلق» لومړي آیتونه دي لکه څرنګه چې پدې اړه صحیح حدیث راغلی دی: عن عائشة أم المؤمنين رضي الله عنها أنها قالت: أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِنَ الوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ، فَكَانَ لَا يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ، ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الخَلَاءُ، وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ -وَهُوَ التَّعَبُّدُ- اللَّيَالِيَ ذَوَاتِ العَدَدِ قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ، وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ، ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا، حَتَّى جَاءَهُ الحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ، فَجَاءَهُ الملَكُ فَقَالَ: «اقْرَأْ، قَالَ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، قَالَ: فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي، فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ، ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق: 1-3]»، فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَرْجُفُ فُؤَادُهُ، له أم المؤمنین عائشة - رضي الله عنها - څخه روایت دی، هغې فرمایلي دي، لومړی هغه څه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی څخه پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو، نو هیڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه هغه به د حراء په غار کې د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، د دې کار لپاره به یې له ځان سره توښه وړله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه اخستله، تر دې چې حق ( جبرائیل - علیه السلام - ) ورته راغی پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملاېکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ماورته وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره فشار راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق * خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې انسان له پرنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی [العلق: 1-3]» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره راغی پداسې حال کې چې زړه یې درزیده، بخاري (3)، مسلم (160) او ترمذي (3632) روایت کړی دی. او لدې وروسته پرې «المدثر» سورت نازل شو، له جابر بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی، هغه له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې د وحې د وخت په اړه یې خبرې کولې: «فَبَيْنَا أَنَا أَمْشِي سَمِعْتُ صَوْتًا مِنَ السَّمَاءِ، فَرَفَعْتُ بَصَرِي قِبَلَ السَّمَاءِ، فَإِذَا الملَكُ الَّذِي جاءَنِي بِحِرَاءٍ قَاعِدٌ عَلَى كُرْسِيٍّ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، فَجَئِثْتُ مِنْهُ حَتَّى هَوَيْتُ إِلَى الأَرْضِ، فَجِئْتُ أَهْلِي فَقُلْتُ: زَمِّلُونِي زَمِّلُونِي فَزَمَّلُونِي»، «په داسې حال کې چې زه روان وم، له آسمانه مې یو غږ واورېده، نو ما خپل نظر د اسمان په لور پورته کړ، ګورم چې هغه ملاېکه ده کومه چې په حراء کې راته راغلې وه، د اسمان او ځمکې تر منځه په یوه کرسۍ ناسته وه، نو زه له هغې وویریدم تر دې پر ځمکه ورټیټ شوم، نو خپلې کورنۍ ته راغلم او ورته مې ووییل: په جامو کې مې تاو کړئ، په جامو کې مې تاو کړئ، نو هغوی زه په جامو کې ونغاړلم»، فَأَنـْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى: {يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّر * قُمْ فَأَنذِر} [المدثر: 1، 2] إِلَى قَوْلِهِ: {فَاهْجُر} [المدثر: 5] -قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: وَالرِّجْزُ: الأَوْثَانُ- ثُمَّ حَمِيَ الوَحْيُ وَتَتَابَعَ. نو الله تعالی دا آیتونه نازل کړل: {يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّر* قُمْ فَأَنذِر} اى په جامه كې نغښتونكیه! ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه [المدثر سورت: 1، 2 آیتونه] د الله تعالی تر دې قوله پورې: {فَاهْجُر} [المدثر سورت : 5 آیت]. أبو سلمة ویلي دي: والرجز: یعنې بتان - بیا ورپسې د وحې نازلیدلو زور واخیست او پرلپسې نازلیده. بخاري (۴۹۲۶)، مسلم (۱۶۱) او ترمذي (۳۳۲۵) روایت کړی.
او له عائشة أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی، چې حارث بن هشام - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه پوښتنه وکړه نو ویې وییل : ای د الله رسوله! څرنګه تاته وحې راځي؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «أَحْيَانًا يَأْتِينِي مِثْلَ صَلْصَلَةِ الجَرَسِ، وَهُوَ أَشَدُّهُ عَلَيَّ، فَيُفْصَمُ عَنِّي، وَقَدْ وَعَيْتُ عَنْهُ مَا قَالَ، وَأَحْيَانًا يَتَمَثَّلُ لِيَ الملَكُ رَجُلًا، فَيُكَلِّمُنِي، فَأَعِي مَا يَقُولُ»، « کله کله ماته داسې راځي لکه د زنګ غږ، او دا یې پر ما تر ټولو سخته وي نو كله چې رابیدار شم، نو هغه څه مې حفظ کړي وي چې هغه ویلي وي، او کله کله راته ملاېکه دسړي په بڼه راشي، نو خبرې راسره وکړي نو زه هغه څه حفظوم چې هغه یې وایي»، عائشې - رضی الله عنها - فرمایلي دي: او یقینا ما - رسول الله صلی الله علیه وسلم - لیدلی دی چې په سخته یخه ورځ کې پرې کله وحې نازله شي او بیا ترې د وحې سختي لاړه شي نو د هغه پر تندي خوله رابهیدلي وي. بخاري (2)، مسلم (2333)، ترمذي (3634) او نسائي (933) روایت کړی دی.
هغه په مکه کې دیارلس کاله خلک توحید ته راوبلل او په مدینه کې یې لس کاله تېر کړل او الهي قوانین یې بیان کړل او د هغه دین ته یې بلنه کوله، او د هغه په لاره کې یې جهاد کاوه، تر دې چې الله تعالی د درې شپيته کلنۍ په عمر کې وفات کړ، زما مور او پلار دې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه قربان شي،
او مونږ پوهیږو چې له قرآن کریم څخه وروسته اسراء او معراج د هغه تر ټولو لویه معجزه ده ، الله تعالی فرمایلي: {سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير} . (هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دی). [الإسراء سورت: 1 آیت].
او له أنس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أُتِيتُ بِالْبُرَاقِ، وَهُوَ دَابَّةٌ أَبْيَضُ طَوِيلٌ فَوْقَ الْحِمَارِ، وَدُونَ الْبَغْلِ، يَضَعُ حَافِرَهُ عِنْدَ مُنْتَهَى طَرْفِهِ، قَالَ: فَرَكِبْتُهُ حَتَّى أَتَيْتُ بَيْتَ الْمَقْدِسِ، قَالَ: فَرَبَطْتُهُ بِالْحَلْقَةِ الَّتِي يَرْبِطُ بِهِ الْأَنْبِيَاءُ، قَالَ: ثُمَّ دَخَلْتُ الْمَسْجِدَ، فَصَلَّيْتُ فِيهِ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ خَرَجْتُ فَجَاءَنِي جِبْرِيلُ عليه السلام بِإِنَاءٍ مِنْ خَمْرٍ، وَإِنَاءٍ مِنْ لَبَنٍ، فَاخْتَرْتُ اللَّبَنَ، فَقَالَ جِبْرِيلُ صلى الله عليه وسلم: اخْتَرْتَ الْفِطْرَةَ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِآدَمَ، فَرَحَّبَ بِي، وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الثَّانِيَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِابْنَيِ الْخَالَةِ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ، وَيَحْيَى بْنِ زَكَرِيَّاءَ، صَلَوَاتُ اللهِ عَلَيْهِمَا، فَرَحَّبَا، وَدَعَوَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِي إِلَى السَّمَاءِ الثَّالِثَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ أَنْتَ؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِيُوسُفَ صلى الله عليه وسلم، إِذَا هُوَ قَدْ اُعْطِيَ شَطْرَ الْحُسْنِ، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الرَّابِعَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قَالَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِإِدْرِيسَ، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، قَالَ اللهُ عز وجل: {وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا} [مريم: 57]، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ الْخَامِسَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ فَقَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِهَارُونَ صلى الله عليه وسلم، فَرَحَّبَ، وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ السَّادِسَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ عليه السلام ، قِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا، فَإِذَا أَنَا بِمُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَرَحَّبَ وَدَعَا لِي بِخَيْرٍ، ثُمَّ عُرِجَ بِنَا إِلَى السَّمَاءِ السَّابِعَةِ، فَاسْتَفْتَحَ جِبْرِيلُ، فَقِيلَ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: جِبْرِيلُ، قِيلَ: وَمَنْ مَعَكَ؟ قَالَ: مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، قِيلَ: وَقَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ؟ قَالَ: قَدْ بُعِثَ إِلَيْهِ، فَفُتِحَ لَنَا فَإِذَا أَنَا بِإِبْرَاهِيمَ صلى الله عليه وسلم مُسْنِدًا ظَهْرَهُ إِلَى الْبَيْتِ الْمَعْمُورِ، وَإِذَا هُوَ يَدْخُلُهُ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ لَا يَعُودُونَ إِلَيْهِ، ثُمَّ ذَهَبَ بِي إِلَى السِّدْرَةِ الْمُنْتَهَى، وَإِذَا وَرَقُهَا كَآذَانِ الْفِيَلَةِ، وَإِذَا ثَمَرُهَا كَالْقِلَالِ، قَالَ: فَلَمَّا غَشِيَهَا مِنْ أَمْرِ اللهِ مَا غَشِيَ تَغَيَّرَتْ، فَمَا أَحَدٌ مِنْ خَلْقِ اللهِ يَسْتَطِيعُ أَنْ يَنْعَتَهَا مِنْ حُسْنِهَا، فَأَوْحَى اللهُ إِلَيَّ مَا أَوْحَى، فَفَرَضَ عَلَيَّ خَمْسِينَ صَلَاةً فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، فَنَزَلْتُ إِلَى مُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: مَا فَرَضَ رَبُّكَ عَلَى أُمَّتِكَ؟ قُلْتُ: خَمْسِينَ صَلَاةً، قَالَ: ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ؛ فَإِنَّ أُمَّتَكَ لَا يُطِيقُونَ ذَلِكَ، فَإِنِّي قَدْ بَلَوْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَخَبَرْتُهُمْ، قَالَ: فَرَجَعْتُ إِلَى رَبِّي، فَقُلْتُ: يَا رَبِّ، خَفِّفْ عَلَى أُمَّتِي، فَحَطَّ عَنِّي خَمْسًا، فَرَجَعْتُ إِلَى مُوسَى، فَقُلْتُ: حَطَّ عَنِّي خَمْسًا، قَالَ: إِنَّ أُمَّتَكَ لَا يُطِيقُونَ ذَلِكَ، فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ، فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ، قَالَ: فَلَمْ أَزَلْ أَرْجِعُ بَيْنَ رَبِّي تبارك وتعالى، وَبَيْنَ مُوسَى عليه السلام حَتَّى قَالَ: يَا مُحَمَّدُ، إِنَّهُنَّ خَمْسُ صَلَوَاتٍ كُلَّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، لِكُلِّ صَلَاةٍ عَشْرٌ، فَذَلِكَ خَمْسُونَ صَلَاةً، وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً، فَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا، وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ شَيْئًا، فَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ سَيِّئَةً وَاحِدَةً، قَالَ: فَنَزَلْتُ حَتَّى انْتَهَيْتُ إِلَى مُوسَى صلى الله عليه وسلم، فَأَخْبَرْتُهُ، فَقَالَ: ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ التَّخْفِيفَ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «فَقُلْتُ: قَدْ رَجَعْتُ إِلَى رَبِّي حَتَّى اسْتَحْيَيْتُ مِنْهُ». «براق راته راوستلی شو، چې هغه یو اوږد سپین حیوان دی چې له خره نه پورته او د قچر نه ښکته دی، د هغې قدم تر هغه ځایه رسیږي چېرته چې د براق د لید پای وي، نو په هغې سپور شوم، تر دې چې بیت المقدس ته راغلم او په هغه حلقه کې مې - براق - وتاړه چېرته یې چې انبیاء – علیهم السلام - تړي، بیا مسجد ته داخل شوم او دوه رکعته لمونځ مې وکړ، بیا راووتم نو جبریل –علیه السلا م- راته یو لوښی راوړ چې په هغه کې شراب و او یو بل لوښی چې په هغه کې شیدې وې، نو ما شیدې غوره کړې، نو جبریل -علیه السلام- راته وویل چې فطرت دې غوره کړ، بیا مونږ اسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل د - دروازې - د پرانستلو غوښتنه وکړه، ورته وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبرائیل، ویې ویل چې له تا سره څوک دی؟ ويې ويل: محمد، وويل شول: آيا هغه ته ورلېږل شوى دی؟ هغه وویل: هغه ته ورلیږل شوی دی، نو زموږ لپاره خلاصه شوه، ګورم چې آدم -علیه السلام- دی، نو ماته یې ښه راغلاست وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، بیا مونږ دویم آسمان ته وخیږولی شو، نو جبریل - علیه السلام - د پرانستو غوښتنه وکړه، نو وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو: او تا سره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: هغه ته لیږل شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې دواړه د خاله زامن عیسی ابن مریم او یحیی بن زکریا، -صلوات الله وسلامه علیهما- دي نو دواړو راته ښه راغلاست وویل: او دواړو راته د خیر دعا وکړه، بیا دریم آسمان ته وخیژولی شوم، نو جبریل د پرانستلو غوښتنه وکړه، ورته وویل شو: څوک یې؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو : او څوک درسره دی؟ ویې وییل: محمد - صلی الله علیه وسلم - وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته -دروازه - پرانستل شوه، ګورم چې یوسف - صلی الله علیه وسلم - دی چې نیمایې ښایست ورته ورکړل شوی وو، نو ښه راغلاست یې راته وویل: او د خیر دعا یې راته وغوښته، بیا مونږ څلورم آسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل -علیه السلام- د پرانستلو غوښتنه وکړه، نو وویل شو: څوک دی؟ ویې وییل: جبریل: وویل شو: تا سره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، ویې وییل: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وویل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې ادریس دی او ښه راغلاست یې راته وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، الله -جل جلاله- فرمایلي دي: {وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا} (او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى) [مريم سورت: 57 آیت] بیا مونږ پنځم آسمان ته پورته کړای شو، نو جبریل د پرانستلو غوښته وکړه، نو وویل شو: څوک دی؟ هغه وویل: جبریل: وویل شو: او تاسره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو مونږ ته پرانستل شوه، ګورم چې هارون - صلی الله علیه وسلم - دی نو ښه راغلاست یې وویل او د خیر دعا یې راته وکړه، بیا مونږ اووم آسمان ته وخیژولی شو، نو جبریل علیه السلام د پرانستلو غوښته وکړه، نو وویل شو: دا څوک دی ؟ هغه وویل: جبریل، وویل شو: او تاسره څوک دی؟ ویې وییل: محمد، وویل شو: آیا هغه ته لیږلی شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته لیږلی شوی دی، نو ګورم چې موسی - صلی الله علیه وسلم دی، نو ښه راغلاست یې راته وویل او د خیر دعا یې راته وکړه بیا مونږ اووم اسمان ته پورته کړای شو، نو جبرائیل - علیه السلام - د پرانستلو غوښتنه وکړه، وویل شو: دا څوک دی؟ ويې ويل: جبرئيل، وويل شو: له تا سره څوک دى؟ ويې ويل: محمد، وويل شو: آیا هغه ته ورلیږل شوی دی؟ ویې وییل: یقینا هغه ته ورلیږل شوی دی، نو زموږ لپاره پرانستل شوه، نو ګورم چې ابراهیم - علیه السلام – دی او بیت المعمور ته یې شا لږولې ده (تکیه یې وهلې ده) او دا هغه ځای دی چې هره ورځ ورته اویا زره ملاېکې ننوځي او بیا ورته بیرته نه راګرځي، بیا سدرة المنتهی ته یوړلی شوم، نو ګورم چې پاڼې یې د فیل د غوږونو په څېر او میوې یې لکه د چاټیو په څېر دي، وایې: نو کله چې ورته د الله تعالی لخوا یو امر راشي بدلون پیدا کړي، نو د الله تعالی هیڅ مخلوق يې بیا د ښکلا یادونه نشي کولی، نو الله تعالی ماته وحې وکړه هغه څه یې چې غوښتل راته یې وحې کړي، نو په ما یې په یوه شپه او ورځ کې پنځوس لمونځونه فرض کړل، نو موسی – صلی الله علیه وسلم – ته راښکته شوم، هغه راته وویل: ستا رب ستا پر امت څه شی فرض کړ؟ ما وویل: پنځوس لمونځونه، هغه وویل: رب ته دې بیرته ور وګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه؛ یقینا چې ستا امت د دې توان نه لري، یقینا چې ما بنی اسرائیل امتحان کړل او ډیره هڅه مې پرې وکړه، وایې: نو خپل رب ته بیرته وروګرځیدم، نو ومې وییل: ای ربه! زما په امت آساني راوله، نو زما څخه یې پنځه کم کړل، بیا موسی ته راوګرځیدم، نو ورته مې وویل: پنځه یې راڅخه کم کړل، ویې وییل: ستا أمت د دې توان نه لري، نو خپل رب ته دې وروګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه، ویې وییل: تر هغه پورې مې د خپل رب - تبارک و تعالی – او موسی – علیه السلام – تر منځ تګ راتګ کاوه تر دې چې ویې وییل: ای محمده! دا په هره شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه دي، د هر لمانځه لپاره لس - نیکۍ - دي، نو دا کیږی پنځوس لمونځونه، او چا چې د نیکۍ اراده وکړه او عمل یې پرې ونه کړ، نو نیکي ورته لیکل کیږي او که چېرته یې پرې عمل وکړ لس ورته لیکل کیږي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه او عمل یې پرې ونه کړ هیڅ شی ورته نه لیکل کیږي، نو که چېرته یې پرې عمل وکړ یوه بدي ورته لیکل کیږي، ویې وییل: نو راکوز شوم تر دې چې موسی – صلی الله علیه وسلم – ته راورسیدم او خبر مې کړ، نو ویې وییل: رب ته دې وروګرځه او د کموالي غوښتنه ترې وکړه» نو رسول الله – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: ما وویل: «دومره مې خپل رب ته وروګرځیدم چې نوره ترې حیا راغله». بخاري (7517) او مسلم (162) روایت کړی او الفاظ يې د ده دی، ترمذي (3131)، نسائي (450) او ابن ماجه (1399) روایت کړی دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - له معجزو څخه : د سپوږمۍ چاودیدل دي ، الله تعالی فرمایلي: {اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَر} (قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله). [القمر سورت : 1 آیت ]، او له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: د رسول الله - صلی الله علیه وسلم په وخت کې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه، یوه ټوټه یې د غره له پاسه، او بله یې لاندې ، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وویل: «اشْهَدُوا». «ګواه اوسئ یا وګورئ». بخاري (۴۸۶۴)، مسلم (۲۸۰۰) او ترمذي (۳۲۸۵) روایت کړی.
او الله تعالی په ډیرو ځانګړتیاوو سره ځانګړی کړی دی، لکه د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «فُضِّلْتُ عَلَى الْأَنْبِيَاءِ بِسِتٍّ: أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الْكَلِمِ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِمُ، وَجُعِلَتْ لِيَ الْأَرْضُ طَهُورًا وَمَسْجِدًا، وَأُرْسِلْتُ إِلَى الْخَلْقِ كَافَّةً، وَخُتِمَ بِيَ النَّبِيُّونَ»، «ما ته په نورو أنبیاوو په شپږو شیانو سره غوره والی راکړل شوی دی: جوامع الکلم راکړی شوي، په ویره سره مې مرسته شوې ده، غنیمتونه راته حلال شوي دي، او ټوله ځمکه راته پاکیزه او مسجد ګرځیدلې ده او زه ټولو خلکو ته لیږلی شوی یم، او په ما د پیغمبرانو لړۍ پای ته رسیدلې ده»، مسلم (523) او ترمذي (1553) روایت کړی. او دا ځانګړنتاوې کله علماء په خپلو تالیفاتو کې ذکر کوي او کله پکې مستقل تالیفات کوي.
او مونږ ایمان لرو چې په هر مؤمن سړي او مؤمنې ښځې پر هغه ایمان راوړل واجب دي، او په هغه څه کې هغه رښتینی ګڼل چې خبر یې پرې ورکړی او په هغه څه کې یې اطاعت کول چې امر یې پرې کړی، الله تعالی فرمایلي: {لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً} (د دې لپاره چې تاسو (اى خلکو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ). [الفتح سورت: 9 آیت]. او هغه ذات چې لوی شان لري او پًاک دي نومونه د هغه فرمایلي دي: {فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِير} (نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى). [التغابن سورت : 8 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د الله تعالی عبادت باید ونه کړای شي مګر په هغه څه سره چې زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - روا ګڼلی وي، الله تعالی فرمایلي: {وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَاب} (او پېغمبر چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي یاست، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى). [الحشر سورت: 7 آیت]. او حق ذات د هغه (پیغمبر) د امر د سرغړونې څخه یره ورکړی، الله تعالی فرمایلي: {فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم} (نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي). [النور سورت: 63 آیت].
او د هغه صلی الله علیه وسلم احترام او ورسره محبت کول واجب دي، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيم} (اى نبي!) (ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [آل عمران سورت : 31 آیت].
او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره محبت کول د ایمان له اصولو څخه دي، او الله تعالی د خپل محبت سره یو ځای یاد کړی دی، او هغه څوک یې ګواښلی دی چې هغه سره محبت کولو باندې بل شي ته لومړیتوب ورکړي لکه طبیعي محبت چې خلک یې د خپلوانو، پیسو، وطن او داسې نورو شیانو سره کوي، الله تعالی فرمایلي: {قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِين} [(اى پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګن ځایونه چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلکو ته هدایت نه كوي]. [التوبة سورت: 24 آیت].
او پر مؤمن واجب دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له خپل ځان، پلار، اولاد او ټولو خلکو څخه زیات محبوب وي، فعن عبدالله بن هشام رضي الله عنه قال: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، وَهُوَ آخِذٌ بِيَدِ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ، فَقَالَ لَهُ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لَأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِلَّا مِنْ نَفْسِي، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «لَا، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْكَ مِنْ نَفْسِكَ»، فَقَالَ لَهُ عُمَرُ: فَإِنَّهُ الآنَ -وَاللَّهِ- لَأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ نَفْسِي، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: «الآنَ يَا عُمَرُ». له عبد الله بن هشام -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې: مونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره وو پداسې حال کې چې هغه عمر بن الخطاب له لاس څخه نیولی و، نو عمر ورته وویل: ای د الله رسوله ! ته راته له هر څه نه زیات ګران یې مګر له خپل ځان څخه نه، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - ورته وویل: نه، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، تر څو پورې چې درته ستا له ځان څخه هم ګران نه شم»،نو عمر ورته وویل: یقینا چې اوس - قسم په الله - چې ته راته اوس د خپل ځان څخه هم زیات ګران یې، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اوس ای عمره». بخاري (6632) روایت کړی دی.
او یقینا چې الله - تعالی - زموږ د پېغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - یادونه په دوو ګواهیو کې په اذان کې له خپلې یادونې سره یو ځای ذکر کړې ده. او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یاد باندې مخکني اسماني کتابونه ډک دي او په قرآن عظیم الشان کې هم ترې زیاته یادونه شوې ده او د اسلام امامانو بیلابیل ډول تالیفات د هغه په سنت، سیرت، خویونو، اخلاقو او غزاګانو کې کړي دي او دلته په همدومره مقدار بسنه کوو چې د هغه صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې ایمان راوړل واجبوي.
قاضي عیاض -رحمه الله- فرمایلي دي: «که د کمال او عظمت ځانګړتیاوې هغه څه وي چې موږ یې یادونه وکړه او موږ ولیدل چې یو زمونږ څخه د دې په درلودلو سره د عزت او شرافت احساس کوي، او که چېرته دوه ورته په یو وخت کې برابر شي: یا له نسب، ښکلا، ځواک، حوصلې، زړورتیا، او یا بخښنې څخه تر څو يې عزت لوی شي او په نوم یې متلونه وویل شي، او د دې په یادولو سره ورته په زړونو کې لوی اثر پیدا شي، حال دا چې هغه له وختونو راهیسي له منځه تللي، او ایره شوي او وراسته شوي، نو د هغه چا په اړه دې څه ګمان دی چې دا ټول صفتونه پکې راټول شوي وي، تر دې چې نه شمېرل کیږي، او نه ترې په وینا سره تعبیر کیږي، او نه په خوارۍ او زحمت لاسته راوړل کیږي او نه په چل، مګر د لوی الله متعال ذات په تخصیص سره، د نبوت، رسالت، خلت، محبت، غوره والي، د شپې لخوا له یو ځای څخه بل ځای ته بوتلل او لیدل. (د اسراء په شپه پیغمبر صلی الله علیه وسلم لره د الله تعالی لیدلو کې اختلاف دی، خو صحیح خبره دا ده چې زمونږ رسول - صلی الله علیه وسلم د اسراء په شپه خپل رب ندی لیدلی). نږدې کېدل، وړاندې کېدل، وحې، شفاعت، وسيله، فضيلت، لوړ مقام، د ستاينې مقام، براق، معراج (آسمان ته ختل)، سور او تور ته لیږل، انبياوو ته لمونځ ورکول، د پيغمبرانو او امتونو ترمنځ ګواهي، د آدم د اولادې سردار، د ستاينې بيرغ، زيری، خبرداری او د عرش د خاوند په وړاندې مرتبه، بیا اطاعت، امانت، هدايت، د عالمیانو لپاره رحمت، رضایت، د سوال قبلول، کوثر، وینا اورېدل. د نعمت پوره کول، د مخکنیو او وروستنیو ګناهونو بخښل، د سینې پراخوالی، د پېټي سپکول، د یاد لوړول، د فتحې عزت، د آرامتیا نازلیدل، په ملایکو سره ملاتړ، د کتاب او حکمت ورکول، سبع المثاني او لوی قرآن، د امت پاکیزه ګي بیانول، د الله - جل جلاله - لورې ته بلنه ورکول، د الله تعالی او ملاېکو درود ویل، د خلکو تر منځه په هغه ډول پریکړه کول لکه څرنګه یې چې الله غواړي، ورڅخه د بار سپکول او د زولنو لرې کول، او د هغه په نوم قسم یادول، د هغه د بلنې منل، د بې روحه شيانو او عجمو سره خبرې کول ... کوڼ ته وراوریدل، او د ګوتو تر منځه یې د اوبو راخوټیدل، د لږ شي زیاتول، د سپوږمۍ ټوټې کول، د لمر بیرته ګرځول، د لیدل شوو شیانو سرچپه کول، په ویرې سره ملاتړ او بریا.. او داسې نور چې شمېرونکی یې نه شي احاطه کولی، او نه یې څوک په خپل علم کې راوستلی شي مګر هغه ذات چې دا هر څه بخشش کړي دي او لورینه یې پرې کړې ده، له هغه پرته بل معبود نشته، تر هغه څه پورې چې په اخرت کې یې ورته چمتو کړي دي له عزتمندو کورونو، د عزت مرتبو، د خوشحالیو درجې، نیکي او زیاتوالی چې عقلونه یې له درک څخه حیران پاتې کیږي، او ګمان یې هم له ادراک څخه عاجز پاتې کیږي». الشفا بتعريف حقوق المصطفى (1/ 55 - 57).