او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی یې رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - ټولو خلکو ته لیږلی دی، الله تعالی فرمایلي دي: {قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِـي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون} (ته ووایه: اى خلکو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [الأعراف سورت: 158 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُون} (او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي). [سبا سورت: 28 آیت].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنَ الأَنْبِيَاءِ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي الغَنَائِمُ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ». «ماته پنځه شیان راکړل شوي دي چې زما څخه وړاندې هیڅ یو نبي ته ندي ورکړل شوي، د یوې میاشتې واټن سره مې په ویرې خپریدو مرسته شوې ده، او ټوله ځمکه راته پاکیزه او مسجد ګرځیدلې ده او زما له امت څخه چې هر سړي لمونځ لاندې کړ نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمتونه حلال ګرځول شوي دي، او هر پیغمبر به خاص خپل امت ته لیږل کېده، پداسې حال کې چې زه ټولو خلکو ته لیږل شوی یم، او ماته شفاعت راکړل شوی دی». بخاري (۴۳۸)، مسلم (۵۲۱) او نسائي (۴۳۲) روایت کړی دی.
او د مسلمانانو په اتفاق زمونږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - الله تعالی ثقلینو (انسانانو او پيریانو) دواړو ته لیږلی دی، او پيریانو قرآن کریم ته غوږ نیولی و او بیا خپل قوم ته ویروونکي وروګرځیدل، نو الله تعالی ېې رسول په قرآن کریم کې پدې وینا سره خبر کړ: {وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِين* او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى دې (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيم} دوى وویل: اى زمونږه قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي. يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيم* اې زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ، چې هغه (الله) تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او تاسو له ډېر دردوونكي عذاب نه خلاص (او بچ) كړي. وَمَن لاَّ يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَولِيَاء أُوْلَئِكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِين} او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازی (او مرسته کوونکی) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي). [الأحقاف سورت : 29- 32 آیتونه].
او الله - تعالی - په ټولو أنبیاوو او رسولانو علیهم السلام ژمنه اخیستې ده که چېرته محمد - صلی الله علیه وسلم - ولیږل شو - او دوی ژوندي وو - نو خامخا به پرې ایمان رواړي، الله - جل جلاله فرمایلي دي: {وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِين} (او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا پر هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: آیا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم). [آل عمران سورت: 81 آیت]. علي بن أبی طالب رضي الله عنه فرمایلي دي: الله - جل جلاله - هیڅ داسې نبي ندی لیږلی؛ له آدم څخه تر وروستي یو پورې مګر دا چې له هغه څخه یې د محمد - صلی الله علیه وسلم - په اړه ژمنه اخیستې ده: که چېرته ولیږل شو - او دی ژوندی و - نو خامخا به پرې ایمان راوړي، مرسته به یې کوي، او هغه به ورته امر کوي، نو له خپل قوم څخه به ورته ژمنه اخلي، نو هغه فرمایلي دي: {وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ} الْآيَةَ [آل عمران سورت: 81 آیت]».او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمت څخه دركړم». طبري په خپل تفسير کې روایت کړی دی (5/ 540).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «دَعْوَةُ أبي إِبْرَاهِيمَ، وَبِشَارَةُ عِيسَى قَوْمَهُ، وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»، «زما د پلار ابراهیم دعا او د عیسی زیری خپل قوم ته او زما د مور هغه خوب چې له هغې څخه یو نور راوځي او د شام ماڼۍ ترې رڼا کیږي»، احمد (17163)، عثمان بن سعید الدارمي په الرد علی الجهمیة کې (261)، ابن ابی عاصم په السنة کې (418)، عبدالله بن احمد په السنة کې (865)، ابن حبان (6404) او طبراني په مسند الشامیین (۱۴۵۵) کې روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: «أنا دعوة أبي إبراهيم» "زه د خپل پلار ابراهیم دعا یم". پدې سره یې مقصد هغه څه دي چې الله - تعالی - پرې مونږ ته د ابراهیم الخلیل - علیه السلام - د دعا په اړه خبر راکړی و، چې هغه یې دا وینا ده: {رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ العَزِيزُ الحَكِيم} (اى زمونږه ربه! دې (خلکو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا آيتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښايي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې). [البقرة سورت: 129 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې پيغمبرانو پده باندې خپلو قومونو ته زیری ورکړی او د هغه - صلی الله علیه وسلم - او د هغه د ملګرو - رضي الله عنهم - صفتونه په تورات او انجیل کې راغلي دي، سپېڅلي حق ذات فرمایلي دي: {مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا} (محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده). [الفتح سورت: 29 آیت]، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون} (هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي). [الأعراف سورت: 157 آیت]. او په ده سره مسیح - علیه السلام - بني اسرائیلو ته زیری ورکړی، الله تعالی له هغه څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغه ورته وویل: {يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِين} (او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى). [الصف سورت: 6 آیت]. او أهل کتابو داسې پيژانده لکه څرنګه یې چې خپل زامن پېژندل، الله تعالی فرمایلي: {الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُون} (هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، يا قرآن يا اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي). [البقرة سورت: 146 آیت].
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د نبوت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې اهل کتابو پیژندلې لکه د هغه په ملا کې د نبوت مبارک مهر، له سائب بن یزید - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: بیا یې شاته ودریدم، نو د هغه د دواړو اوږو تر منځ مې د نبوت مهر ته وکتل، لکه د زرکې د هګۍ په څېر - (یا هغه سپینوالی چې په زرکه کې وي). بخاري (190)، مسلم (2345)، او ترمذي (3643). روایت کړی دی.
او له جابر بن سمرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایلي یې دي: « او د هغه د اوږې سره مې مهر ولیده لکه د کوترې د هګۍ په شان چې د هغه د بدن سره یې ورته والی درلوده». مسلم (2344)، ترمذي (3644)، او نسائي (5114). روایت کړی دی.
او مونږ د هغه - صلی الله علیه وسلم - د پيغمبرۍ په عموميت باور لرو، لدې امله یې پادشاهانو او مشرانو ته لیکونه ولیږل او د یو الله عبادت او د هغه - صلی الله علیه سلم - په پیغمبرۍ ایمان او رښتیا ګڼلو ته یې راوبلل، له أبو بردة څخه روایت دی، هغه له خپل پلار - رضي الله عنه - څخه روایت کوي فرمایلي یې دي: «رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته امر وکړ چې د نجاشي وطن ته لاړ شو - نو خپل حدیث یې ذکر کړ - نجاشي وویل: زه ګواهي ورکوم چې هغه د الله رسول - صلی الله علیه وسلم - دی، او یقینا چې دی هغه څوک دی چې عیسی زوی د مریم پرې خبر ورکړی و، او که چېرته زه په واک کې نه وم نو ورغلی به وم او د هغه څپلۍ به مې ګرځولې وې». ابوداود (3205)، ابن ابي شیبه (37795)، عبد بن حمید (550)، ابن ابی عاصم په الآحاد و المثاني کې (366)، او رویاني (502) او حاکم روایت کړی دی (3268).
او هرقل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک له ترلاسه کولو وروسته وویل: «زه پوهېدم چې دا راوتونکی دی، مګر ګمان مې نه کاوه چې ستاسو څخه به وي، او که چېرته داسې وي لکه څرنګه چې تا وویل: نو نږدې ده چې زما د دې دواړو قدمونو د ځای واک به خپل کړي، او که چېرته زه هغه ته د ورتلو هیله ولرم، نو ورته د رسیدو په لارې کې سختي به وزغمم، او که چېرته زه له هغه سره وم نو د هغې پښې به مې وینځلې وای». بخاري (2941)، او أبو داود (5136). روایت کړی دی.
عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه قَالَ: جَاءَ العَاقِبُ وَالسَّيِّدُ، صَاحِبَا نَجْرَانَ، إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُرِيدَانِ أَنْ يُلَاعِنَاهُ، قَالَ: فَقَالَ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ: لَا تَفْعَلْ، فَوَ اللَّهِ لَئِنْ كَانَ نَبِيًّا فَلَاعَنَّا لَا نُفْلِحُ نَحْنُ، وَلَا عَقِبُنَا مِنْ بَعْدِنَا، قَالَا: إِنَّا نُعْطِيكَ مَا سَأَلْتَنَا، وَابْعَثْ مَعَنَا رَجُلًا أَمِينًا، وَلَا تَبْعَثْ مَعَنَا إِلَّا أَمِينًا. فَقَالَ: لَأَبْعَثَنَّ مَعَكُمْ رَجُلًا أَمِينًا حَقَّ أَمِينٍ، فَاسْتَشْرَفَ لَهُ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: «قُمْ يَا أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الجَرَّاحِ»، فَلَمَّا قَامَ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «هَذَا أَمِينُ هَذِهِ الأُمَّةِ». له حذیفة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له نجران څخه د نصاراوو له مشرانو څخه دوه تنان رسول الله - صلی الله علیه وسلم ته راغلل چې یو یې عاقب یعنې سلاکار و - نوم یې عبد المسیح و - او بل یې مشر و - او نوم یې ایهم و - دوی دواړو غوښتل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وسلم سره مباهله وکړي، وایې: نو یو یې خپل ملګري ته وویل: داسې کار مه کوه، قسم په الله که چېرته پیغمبر وي او مونږ سره یې مباهله وکړه هیڅکله به نه مونږ کامیاب شو او نه زمونږ څخه وروسته زمونږ راتلونکی - نسل - هغوی دواړو ورته وویل: مونږ تاته هغه څه درکوو چې ته یې زمونږ څخه غواړې او زمونږ سره یو امانتدار سړی ولیږه، او مونږ سره مه لیږه مګر امانتدار نو هغه وویل: یقینا چې زه به تاسو سره یو په حقه أمین سړی ولیږم، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري ورته راښکاره شول نو هغه وفرمایل: "پاڅېږه ای ابو عبيده بن الجراح" نو کله چې ودریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"دا د دې امت امین دی". بخاري (۴۳۸۰)، مسلم (۲۴۲۰)، ترمذي (۳۷۹۶) او ابن ماجه (۱۳۵) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی زمونږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته ځمکه راټوله کړه، نو تر هغه ځایه یې ترې ولیده چې د هغه واکمني به ورته رسیږي، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: "یقینا چې الله - تعالی - زما لپاره ځمکه راغونډه کړه او ما د هغې ختیځ او لویدیځ ولیده، او زما د أمت واکمني به پر هغې دومره اندازې ته ورسیږي څومره چې ماته راغونډه کړی شوه". مسلم (2889)، ابوداود (4252)، ترمذي (2176) او ابن ماجه (3952) روایت کړی دی.
او د هغه - صلی الله علیه وسلم - د رسالت د عموميت له دلایلو څخه د ډیری یهودي او نصراني علماوو اسلام راوړل دي، بلکه له اهل کتابو څخه په زرګونو.
او همدار نګه: هغه - صلی الله علیه وسلم - له روم سره غزا وکړه او صحابه کرامو ته یې له هغه وروسته د پارس او روم سره د جهاد کولو امر وکړ.