الله تعالى فرمایلي دي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُون}. (او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انسي او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي). [الأنعام سورت: 112 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي چې یاد یې لوی او نومونه یې سپیڅلي دي: {وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا} (او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى). [الفرقان سورت: ایت 31 آیت].
د الله - تعالی - د حکمت غوښتنه ده چې په خپل فضل سره لارښوونه کوي چاته چې وغواړي او په خپل عدل سره ګمراه کوي چا لره چې وغواړي، همدا رنګه حکمت یې دا تقاضا کړې چې هر پیغمبر لره دې یو دښمن وي، او د دې دښمنانو تر منځه دې یو بل ته په باطل سره وصیت کول او په خبرو کې یو بل ته ورته والي وي، الله تعالی فرمایلي: {مَا يُقَالُ لَكَ إِلاَّ مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيم} (تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى). [فصلت سورت: 43 آیت]. نو په هر امت کې د خلکو خبرې سره یو بل ته ورته والی لري، کله وایې: هغه ساحر دی، یا کوډګر دی او یا دروغجن دی، لکه څرنګه چې د فرعون په وینا کې موسی - علیه السلام - ته راغلي چې الله تعالی ترې په خپلې دې وینا سره خبر ورکوي: {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِين* (او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و. إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّاب} فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى). [غافر سورت: 23، 24 آیت]. او کله هم انکار کوي چې هغه دې ورته کومه معجزه رالیږلي وي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {قَالُواْ يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِين} (هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل باطل معبودان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ پر تا ایمان راوړونكي نه یو). [هود سورت: 53آیت]. او کله هم دا دعوه کوي چې هغه په الله باندې درواغ تړي، الله - تعالی- د دوی د دې پلیتې وینا په اړه فرمایلي: {وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلاَّ رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلاَّ إِفْكٌ مُّفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِين} (او كله چې دوى ته زمونږ آیتونه ولوستلی شي، چې ښه واضح دي (نو) دوى وايي: نه دى دا مګر یو داسې سړى دى چې غواړي تاسو د هغو (معبودانو له عبادت) نه منع كړي چې ستاسو پلرونو به يې عبادت كاوه او دوى وايي: دا (قرآن) نه دى مګر خالص دروغ دي چې له ځانه جوړ كړى شوي دي او كافران شوي خلک د حق (قرآن) په باره كې وايي كله چې دوى ته راغى: نه دى دا مګر ښكاره جادو). [سبا سورت: 43 آیت].
او کله یې هم په لیونتوب سره یادوي، الله - تعالی - فرمایلي: {وَقَالُواْ يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُون} (او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر (قرآن) نازل شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې). [الحجر سورت: 6 آیت]، او الله - تعالی - د دوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه وفرمایل: {قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُون} [(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى]. [الشعراء سورت: 27 آیت]. او د الله - تعالی - رسولان لدې څخه لرې دي حال دا چې دوی په عقل کې تر ټولو کامل او په زړونو تر ټولو پاک خلک دي.
او کله هم دوی ته دا خبره ډیره لویه ښکاري چې دوی یې د یو الله تعالی عبادت ته رابولي، الله تعالی د دوی له وینا څخه د خبر ورکولو په موخه فرمایلي چې هغوی ویلي: {أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِين} (هغوى وویل: آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې). [الأعراف سورت: 70 آیت]، او ویلي یې دي: {أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَاب} (ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى). [ص سورت: 5 آیت].
او کله یې په پېغمبر د هغه بلنه ور ردوي؛ ځکه چې هغه د دوی په څېر یو انسان دی، الله - تعالی - فرمایلی: {فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا} (نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر). [هود سورت: 27 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {لاَهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّواْ النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلْ هَذَا إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُون} (په داسې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) ندى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، آیا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ). [الأنبياء سورت: 3 آیت].
او کله ترې د داسې کارونو غوښتنه کوي چې هغه د مخلوق په توان کې نه وي، خو دا کارونه دوی د لویۍ او ضدیت له امله کوي - یقینا دوی زمونږ له نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - څخه وغوښتل چې له ځمکې څخه ورته چیني راوباسي او یا دا چې باغ ولري او یا پرې له آسمان څخه باران واوروي او یا ورته الله او پرښتې راولي او یا دا چې پیغمبر لره دې یو ښایسته کور وي او یا په آسمان کې دې پورته وخیژي او کتاب دې پرې نازل کړي. {وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا * (او دوى وویل: مونږ به پر تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې. أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا * یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګورو، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول. أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلا * یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې. أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولا* یا چې ستا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته آسمان ته وخېژې او مونږ به ستا پر (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى. وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللّهُ بَشَرًا رَّسُولا * او خلک د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: آیا الله یو انسان رسول رالېږلى دى!. قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاء مَلَكًا رَّسُولا} ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو پر ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له آسمان نه مَلك، رسول رالېږلى وى). [الإسراء سورت: 90-95 آیت].
او کله له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه غوښتنه کوي چې پر هغه عذاب ورته راتګ وکړي چې ژمنه یې ورسره کړې ده: الله - تعالی - فرمایلي: {قَالُواْ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِين} (هغوى وویل: آیا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې). [الأعراف سورت: 70 آیت]، او د لوی شان او شوکت خاوند ذات فرمایلي دي: {فَعَقَرُواْ النَّاقَةَ وَعَتَوْاْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُواْ يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِين} (نو هغوى اوښه ووژله او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل:اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې). [الأعراف سورت: 77 آیت].
او کله هم رسول په ګمراهۍ او حماقت سره تورنوي ، لکه څرنګه چې الله مونږ ته په خپلې حکیمانه وینا سره د دوی کیسه بیان کړې ده: {قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِين} (د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه). [الأعراف سورت: 66 آیت].
او کله یې د الله تعالی له لارې څخه منع کوي، او خپلو پیروانو ته وایي: دې قرآن ته غوږ مه نیسئ او غالمغال پکې وکړئ، لکه څرنګه چې الله تعالی لدوی څخه خبر ورکوي؛ الله تعالی فرمایلي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَـٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ} (او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ). [فصلت سورت: 26 آیت].
او کله کله د رسول په مقابل کې هغه دروغجن ګڼي، لکه څرنګه چې الله تعالی خبر ورکوي چې هغوی ویلي: {وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِين}، (او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه). او یا رسول - صلی الله علیه وسلم - پدې تورنوي چې هغه څوک چې ښوونه ورته کوي یو بشر دی نه دا چې د الله تعالی له لورې ورته وحې راځي: الله تعالی فرمایلي: {وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَـذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِين} (او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده). [النحل سورت: 103 آیت].
او کله له رسول څخه مخ اړوي؛ ځکه چې کمزوري خلک یې پیروي کوي، لکه څرنګه چې الله تعالی د نوح د قوم په اړه فرمایلي: {فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِين} (نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلک دي، په سرسري فكر سره، ستاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې د دروغجنو ګمان كوو). [هود سورت: 27 آیت]، او هرقل أبو سفیان ته وویل: «او له تا څخه مې پوښتنه وکړه چې: آیا معتبر خلک یې پیروي کوي که کمزوري یې؟ نو تا وویل: چې کمزورو خلکو یې پیروي کړې ده، حال دا چې همدغه - کمزوري خلک - د پیغمبرانو پیروان دي». بخاري (7)، او مسلم (1773) روایت کړی دی.
او کله دوی خندا کوي او د رسولانو پسې ملنډي وهي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې راغلي دي: {قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُون} (ته (ورته) ووایه: آیا تاسو په الله او د هغه په آیتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟). [التوبة سورت: 65 آیت]، او لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې راغلي دي: {وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُون} (او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ). [هود سورت: 38 آیت]. او کله ناکله دوی رسول دوکه کوي، او دوی تمه لري چې هغه به دوی ته میلان پیدا کړي او یا به په دوی تکیه وکړي، لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُون} (دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي). [القلم سورت: 9 آیت]. او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا: {وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلا * (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې). [الإسراء سورت: 74 آیت].
او کله هم د دوی ژبې پيغمبر ته په پیغور ورکولو سره ور اوږدې شي، لکه څرنګه چې فرعون موسی ته وویل: {أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلاَ يَكَادُ يُبِين} (بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي). [الزخرف سورت : 52 آیت].
او د أبو سفیان وینا - حال دا چې هغه په شام کې و - زمونږ د نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - په شان کې: «نو کله چې ووتو ما خپلو ملګرو ته وویل: یقینا چې د ابن أبي کبشه - یعنې محمد صلی الله علیه وسلم - خبره خپره شوه، یقینا چې له هغه څخه هرقل؛ د روم پادشاه وېریږي». بخاري (4553)، مسلم (1773)، او ترمذي (2717) روایت کړی دی.
او کله کله د دوی مشران رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له وطن څخه د شړلو ګواښ کوي، لکه څنګه چې الله تعالی د شعیب د قوم په اړه فرمایلي دي: {قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُواْ لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ قَالُواْ إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُون} (د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! مونږ به تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه خامخا لازمًا وباسو، یا به تاسو زمونږ دین ته خامخا لازمًا راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو). [الأعراف سورت: 88 آیت].
حق ذات فرمایلي دي: {وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّـكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا} (او كافران شویو خلکو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو). [إبراهيم سورت: 13 آیت]، او د لوط - علیه السلام - قوم هغه ته او هغه چا ته چې ایمان یې ورسره راوړی وو وویل لکه څرنګه چې الله تعالی له هغوی څخه خبر ورکوي: {أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُون} (دا خلک له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دي چې ځان ډېر پاك ساتي) [الأعراف سورت: 82 آیت]. او د قریشو کافرانو زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - د بني هاشمو سره د ابو طالب په دره کې د دریو کلونو لپاره محاصره کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې له خپل کور او کلي څخه وویست.
او له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله چې نبي صلی الله علیه وسلم د حنین مالونه وویشل، له انصارو څخه یو سړي وویل: د الله رضا یې پرې اراده نه وه، نو زه نبي صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او خبر مې کړ، نو مخ یې تغییر شو بیا یې وفرمایل: «رَحْمَةُ اللَّهِ عَلَى مُوسَى، لَقَدْ أُوذِيَ بِأَكْثَرَ مِنْ هَذَا، فَصَبَرَ». «پر موسی دې د الله رحمت وي، یقینا چې لدې څخه زیات ازارول شوی وو، نو صبر یې وکړ». بخاري (۴۳۳۵)، مسلم (۱۰۶۲) او ترمذي (۳۸۹۶) روایت کړی.
او د ابراهیم - علیه السلام - قوم هڅه وکړه چې هغه په اور سره وسوځوي، خو الله پاک وژغوره، الله تعالی فرمایلي: {فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ} (نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ). [العنكبـوت سورت: 24 آیت]، او الله تعالی خبر ورکوي چې بني اسرائيلو له خپلو انبياوو سره څه وکړل: {أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقاً كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقاً تَقْتُلُون} (ايا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښول، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) يوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله). [البقرة سورت: 87 آیت].
دا د پیغمبرانو سره د متکبره خلکو عادت دی او دا یوه جاري کړنلاره ده چې عام خلک یې په هر امت کې د اصلاح کوونکو پر وړاندې پر مخ وړي.
خو الهي کړنلاره د خپلو رسولانو او أنبیاوو علیهم الصلاة والسلام سره په مرستې کولو کې جاري ده، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَاد} (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: 51 آیت]، او الله تعالى فرماېلي: {ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاء وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِين} (بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل). [الأنبياء سورت: 9 آیت].