Applicable Translations English اردو عربي

(كتاب اليوم الآخر) کتاب دی د آخرت د ورځې په اړه.

د کتاب لنډیز

او مونږ د آخرت په ورځ ایمان لرو او دا د ایمان د ارکانو څخه شپږم رکن دی، او د آخرت ورځ ورته وییل شوې ده؛ ځکه چې دا د دنیا وروستۍ ورځ ده، نو له هغې وروسته ورځ نشته، او همدا رنګه دې ورځې لره ډیر نومونه دي، چې له نومونو څخه یې: يوم القيامة، يوم البعث، يوم الحساب، يوم الدين، الطامة، الحاقة، الواقعة، الصاخة، او الغاشية دي، او الله تعالی په خپل کتاب کې په دیرو ځایونو کې د آخرت له ورځې څخه یادونه کړې ده.

او د اخرت په ورځ له ايمان څخه: د هغې په ​​نښانو ايمان دی - يعنې: د قيامت علامې - او همدارنګه: په هغه څه ايمان چې له مرګ څخه وروسته به واقع کيږي، او موږ به د قيامت د نښانو په اړه خبرې پيل کړو، بيا هغه څه چې له مرګ نه وروسته پیښیږي؟ ؛ ځکه چې دا د آخرت له ورځې څخه مخکې واقع کیږي.

نو د قیامت علامې: هغه نښې دي چې د آخرت د ورځي په نږدې کیدو دلالت کوي، او دا له هغو غیبو چارو څخه دي چې مونږ ته پرې په ایمان راوړلو امر شوی دی.

او دا درې ډوله دي:

یو ډول يې: هغه دي چې ښکاره شوي دي او پای ته رسیدلي دي او دا ډیرې زیاتې دي.

دویم ډول: یې د قیامت د ورځې هغه نښانې دي چې تر اوسه ښکاره شوي دي، خو پای ته ندي رسیدلي، بلکه دوام لري.

دریم ډول: یې هغه نښانې دي چې تر اوسه له هغې څخه څه شی واقع شوی ندی، بلکه له قیامت څخه لږ وړاندې به وي.

او د آخرت په ورځ له ايمان څخه: پدې ایمان لرل دي چې هر شی هلاکیدونکی دی مګر د هغه پاک ذات (مخ) او دا چې د مرګ ملاېکه روحونه اخلي او په هغه څه ایمان چې له مرګ څخه وروسته پیښیږي، لکه د مړي پوښتنه، د قبر عذاب او نعمت یې

او مونږ ایمان لرو چې کله الله تعالی د دې دنیا د زوال او پای ته رسیدو اجازه ورکړي ، نو الله به ملاېکې ته امر وکړي، نو په شپیلۍ کې به لومړی پوکی وکړي، نو بې هوشه (مړه) به شي ټول هغه څوک چې په آسمانونو او هغه څوک چې په ځمکه کې دي مګر هغه څوک به - پاتې شي - چې الله یې وغواړي، بیا به الله تعالی باران و اوروي چې له هغه څخه به د انسانانو جسدونه رازرغون شي، بیا به الله تعالی ملاېکې ته اجازه وکړي نو په شپیلۍ کې به دویم پوکی وکړي، نو له خپلو قبرونو څخه به راپورته شي، او خلک به رب العالمین ته ودریږي. او لومړی هغه څوک چې ځمکه ترې څېرل کیږي زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - دی او لومړی هغه څوک چې په هوش راځي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی. او لومړی هغه څوک چې جامې وراغوستل کیږي د الله تعالی نبي ابراهیم خلیل الرحمن دی، او خلک به پښې لوڅي، لوڅ او ناسنته راپورته کړی شي، او د حشر ځمکه به سپینه وي.

او مونږ د خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - په شفاعت ایمان لرو، او مونږ ایمان لرو چې خلکو ته یې عملونه وړاندې کیږي، او په حساب او جزا ایمان لرو، او دا چې هغه پاک ذات په بیړه حساب کوونکی دی، او د الله تعالی محاسبه له خپلو بنده ګانو سره مرتبې او جلا جلا حالتونه لري، له ځینو بنده ګانو سره سخت حساب کیږي، او له ځینو نورو سره یې آسان حساب کیږي، او له مؤمنانو څخه داسې خلک هم شته چې له حساب پرته به جنت ته ننوځي.

او په هغه ورځ به له هیچا سره ظلم و نه شي، او لومړي خلک چې حساب به ورسره کیږي هغه د محمد - صلی الله علیه وسلم - امت دی، او لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به پکې پریکړه کیږي هغه وینه ده.

او مونږ ایمان لرو چې په دغه ورځ به ګواهان راوستلی شي، نو پرښتې شاهدي وایي، او ځمکه به په هغو عملونو ګواهي ورکوي چې بنده ګانو پرې کړي دي، او اندامونه هم ګواهي ورکوي.

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو د عملونو د وزن کولو لپاره حقیقي تلې ږدې.

او موږ باور لرو چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم - لره يو حوض دی، چې امت به یې ورځي، بيا به بندګان رهبري کیږي: يا جنت ته او يا دوزخ ته - الله دې مونږ وساتي - او په جهنم به پل ووهل شي، په هغه به داسې کونډې وي لکه د مارکونډو د غنو (خار خسک) په څېر، نو خلک به په خپلو عملونو سره پرې تیږي، او لومړی کس چې له پل څخه تیریږي هغه به زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - وي.