Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب دلائل الإيمان باليوم الآخر) باب دی د آخرت په ورځ ایمان او په هغې دلایل

او مونږ د آخرت په ورځ ایمان لرو چې د ایمان د بنسټونو څخه شپږم بنسټ دی چې د الله تعالی پدې وینا کې ذکر شوي دي: {لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ} (نېكي دا نه ده چې خپل مخو‍نه د مشرق او مغرب لورې ته وګرځوئ، لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت یې اېمان راوړی وي). [البقرة سورت: 177 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا} (خو په دوى كې په علم كې پاخه خلک او مومنان، هغوى ایمان رواړي پر هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي او زكات وركوونكي دي او پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلک (چې دي) ، مونږ به خامخا دغو ته ډېر لوى اجر وركړو). [النساء سورت: 162 آیت].

او د ابو هریره رضي الله عنه حدیث پرې دلالت کوي هغه فرمایلي چې: یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خلکو ته راښکاره شوی و، نو یو سړی ورته راغی، او ویې وییل: ای د الله رسوله! ایمان څه شی دی؟ هغه وفرمایل چې : « په الله - تعالی - ملایکو، کتابونو یې، ملاقات یې، رسولانو یې ایمان ولرې، او په بیا ځل راپورته کیدو ایمان ولرې». بخاري (۴۷۷۷)، مسلم (۹) او ابن ماجه (۶۴) روایت کړی دی .

او عقلي ثبوتونه پرې هم دلالت کوي، لکه څرنګه چې د الله تعالی په دې وینا کې دي: {وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيم * (او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي. قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيم}. (ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځل پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى). [يس سورت: 78، 79 آیتونه]، او د الله - تعالی - دا وینا: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلاَ يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيج} (اى خلکو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنډ شوې وینې نه، بیا له یو پوټي غوښې نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسیږئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات کیږي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې ورګرځولی (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه ووینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي). [الحج سورت: 5 آیت]، او د حق ذات وینا چې شان یې لوړ او نومونه یې سپيڅلي دي: {أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاء بَنَاهَا * (آیا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه آسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى). [النازعات سورت: 27 آیت]، او د هغه سپیڅلي او لوړ ذات وینا: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير} (او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو(نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى). [فصلت سورت: 39 آیت]، او د هغه ذات دا وینا چې لوی شان او سپيڅلي نومونه لري: {وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ} (او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي). [الروم سورت: 27 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِين} (لكه څرنګه چې مونږ د اول پېدایښت ابتدا كړې ده، مونږ هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده بیشکه مونږ کوونکي یو دې لره). [الأنبياء سورت: 104 آیت].

او د آخرت ورځ ورته ځکه ویل شوې ده؛ چې دا د دنیا وروستۍ ورځ ده، نو له هغې وروسته ورځ نشته، او همدا رنګه دې ورځې لره ډیر نومونه دي، او له نومونو څخه یې: يوم القيامة، يوم البعث، يوم الحساب، يوم الدين، الطامة، الحاقة، الواقعة، الصاخة، او الغاشية دي، او الله تعالی په خپل کتاب کې په دیرو ځایونو کې د آخرت له ورځې څخه یادونه کړې ده. لکه د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِين} (هغه ورځ چې خلک به ’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي). [المطففين سورت: 6 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُون} (هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي). [المعارج سورت: 43 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {فَإِذَا جَاءتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَى} (نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي). [النازعات سورت: 34 آیت]. او دا قول د الله تعالی: {فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّة * (نو كله چې سخت اواز راشي. يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيه * په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي. وَأُمِّهِ وَأَبِيه * او له خپلې مور او خپل پلاره. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيه * او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه. لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيه} په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي). [عبس سورت: 33 -37 آیتونه]، او دا قول د الله تعالی: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيم * (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى. يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيد} په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلکو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي). [الحج سورت: 1،2 آیتونه]. او د الله تعالی دا وینا: {يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ} [(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده]. [التغابن سورت: 9 آیت].