او د اخرت په ورځ له ايمان څخه: د هغې په نښانو ايمان دی - يعنې: د قيامت علامې - او دا هغه علامې دي چې د قیامت د ورځې په نږدې کیدو دلالت کوي، لکه څرنګه چې سپیڅلي ذات فرمایلي دي: {فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا} (نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي). [محمد سورت: 18آیت]، او دا له هغو غیبي چارو څخه دي چې مونږ ته پرې په ایمان راوړلو امر شوی دی.
او د قیامت له نښانو څخه ځینې هغه دي چې ښکاره شوي او پای ته رسیدلي دي او دا ډیرې زیاتې دي، لدې څخه د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده - چې فرمایلي یې دي - ((زه او قیامت داسې - یو ځای - لیږل شوي یو لکه دا چې لدې څخه ده، او : یا د دې دواړو په څېر او مسواکۍ او منځۍ ګوتې یې سره نږدې کړې)) ، بخاري (5301) او مسلم (2950) روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: له قیامت څخه وړاندې شپږ - کارونه - وشمېره: زما مړینه، د بیت المقدس فتحه كېدل، بیا په تاسو کې د داسې یوې مرګوني وبا راګډیدل چې داسې به مو ووژني لکه د میږو په څېر، بیا د مال زیاتیدل تر دې چې یو سړي ته سل دیناره ورکړل شي، هغه به خفه پاتې شي ))...، بخاري (۳۱۷۶) او ابن ماجه (۴۰۴۲) روایت کړی دی. او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا: ((لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَقْتَتِلَ فِئَتَانِ عَظِيمَتَانِ، يَكُونُ بَيْنَهُمَا مَقْتَلَةٌ عَظِيمَةٌ، دَعْوَتُهُمَا وَاحِدَةٌ، وَحَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ، قَرِيبٌ مِنْ ثَلَاثِينَ، كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ، وَحَتَّى يُقْبَضَ العِلْمُ، وَتَكْثُرَ الزَّلَازِلُ، وَيَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، وَتَظْهَرَ الفِتَنُ، وَيَكْثُرَ الهَرْجُ، وَهُوَ: القَتْلُ، وَحَتَّى يَكْثُرَ فِيكُمُ المالُ، فَيَفِيضَ حَتَّى يُهِمَّ رَبَّ المالِ مَنْ يَقْبَلُ صَدَقَتَهُ، وَحَتَّى يَعْرِضَهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ الَّذِي يَعْرِضُهُ عَلَيْهِ: لَا أَرَبَ لِي بِهِ، وَحَتَّى يَتَطَاوَلَ النَّاسُ فِي البُنْيَانِ...)). (( تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو پورې چې دوه لویې لښکرې سره و نه جنګیږی او د دوی تر منځه لویه مرګوني جګړه رامنځته شي، بلنه به یې یوه وي، او تر دې چې دیرشو ته نږدې دروغجن دجالان راووځي، هر یو به یې دعوه لری چې دی د الله رسول دی او تر دې چې علم واخیستل شي، زلزلې زیاتې شي، وختونه رالنډ شي، فتنې راښکاره شي، هرج زیات شي چې هغه قتل دی او تر دې چې په تاسو کې مال زیات شي، دومره زیات شي چې د مال خاوند به پدې غم کې وي چې څوک یې خیرات قبول کړي او تر دې چې کله یې ورته ونیسي، نو هغه به د مال خاوند ته ووایي: هیڅ اړتیا ورته نه لرم او تر دې چې خلک به د اوږدو ودانیو په جوړولو کې د یو بل سره سیالي وکړي...)). بخاري (7121)، مسلم (157) او ترمذي (2218) روایت کړی.
او د قيامت له نښو څخه ځینې هغه دي چې پېښ شوي دي خو لا پای ته ندي رسیدلي، او همداسې به لا روانې وي، لدې څخه په أمتونو کې د فتنو رامنځته کیدل. (په صحیحینو کې د فتنو په اړه زیات حدیثونه راغلي دي، خو په ښکاره یې ندي ویلي چې فتنې د قیامت له نښانو څخه دي؛ لدې امله مو راتلونکي دوه حدیثونه له سننو څخه راوړل؛ ځکه چې پدې دواړو کې دا خبره په ښکاره توګه شوي ده).، او هغه زیات دي، پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، وَيُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، الْقَاعِدُ فِيهَا خَيْرٌ مِنَ الْقَائِمِ، وَالْمَاشِي فِيهَا خَيْرٌ مِنَ السَّاعِي، فَكَسِّرُوا قِسِيَّكُمْ، وَقَطِّعُوا أَوْتَارَكُمْ، وَاضْرِبُوا سُيُوفَكُمْ بِالْحِجَارَةِ، فَإِنْ دُخِلَ -يَعْنِي- عَلَى أَحَدٍ مِنْكُمْ، فَلْيَكُنْ كَخَيْرِ ابْنَيْ آدَمَ». «له قيامت څخه وړاندې لکه د تورې تیارې شپې په څېر فتنې دي، یو سړی به سهار مهال پکې مؤمن وي دشپې کافر او یا به شپې مهال مؤمن وي او سهار کافر، ناست پکې له ولاړ څخه غوره دی، مزل کوونکی پکې له تېز رفتار کوونکي څخه، نو خپلې لیندې او کمانونه مو مات کړئ، او خپلې تورې مو په تیږو ووهئ، که چېرته څوک ستاسو څخه پر یو در ننویستل شو، نو د بني آدم له دوو زامنو څخه دې د غوره یو په څېر شي ( یعنې قابیل او هابیل)». ابوداود (4259)، ترمذي (2204)، ابن ماجه (3961)، ابن ابي شیبه (30978)، احمد (19662) او الرویاني (585) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: ((تَكُونُ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ فِتَنٌ كَقِطَعِ اللَّيْلِ المظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا، وَيُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، يَبِيعُ أَقْوَامٌ دِينَهُمْ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا)). ((له قیامت څخه وړاندې به لکه د تورې تیارې شپې په څېر فتنې وي، یو سړی به سهار مهال مؤمن وي بیګا کافر او یا به شپې مهال مؤمن وي سهار کافر، ځینې خلک به خپل دین په دنیایي ناچیزه توکي سره وپلوري)). ترمذي (2197)، ابن ابي شیبه په المصنف (31053) او په الایمان (64) کې او فارابي په: صفة النفاق و ذم المنافقین کې (97) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: ((لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ قَرِيبٌ مِنْ ثَلَاثِينَ، كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللهِ)). ((تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو پورې چې دیرشو ته نږدې دروغجن دجالان راووځي، هر یو به یې دعوه لری چې دی د الله رسول دی)). بخاري (7121)، مسلم (157) او ترمذي (2218) روایت کړی.
وقال أبو هريرة رضي الله عنه: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي مَجْلِسٍ يُحَدِّثُ القَوْمَ، جَاءَهُ أَعْرَابِيٌّ، فَقَالَ: مَتَى السَّاعَةُ؟ فَمَضَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُحَدِّثُ، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: سَمِعَ مَا قَالَ، فَكَرِهَ مَا قَالَ. وَقَالَ بَعْضُهُمْ: بَلْ لَمْ يَسْمَعْ، حَتَّى إِذَا قَضَى حَدِيثَهُ قَالَ: «أَيْنَ -أُرَاهُ- السَّائِلُ عَنِ السَّاعَةِ؟»، قَالَ: هَا أَنَا، يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ»، قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا؟ قَالَ: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ». او أبو هریرة - رضي الله عنه - فرمایلي: پداسې حال کې چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په یوه ناسته کې له خلکو سره خبرې کولې، یو أعرابي ورته راغی، نو ویې ویل: قیامت کله دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خپلو خبرو ته ادامه ورکړه، نو ځینو خلکو وویل: وایې وریدل چې هغه ورته څه وویل: نو هغه بد وګڼل څه چې یې ورته وویل: او ځینو وویل: بلکه نه یې دي اوریدلي، تر دې چې خپلې خبرې یې بشپړې کړې ویې وییل: «چیرته دی هغه چې د قیامت په اړه یې پوښتنه کوله؟ هغه وویل: زه دایم، ای د الله رسوله، ویې فرمایل: کله چې امانت ضایع شي نو د قیامت انتظار کوه» هغه وویل: ضایع کېدل یې څرنګه دي ؟ هغه وفرمایل: کله چې چاره نا أهله خلکو ته وسپارل شي نو د قیامت انتظار باسه». بخاري روایت کړی دی (59).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَثْبُتَ الجَهْلُ، وَيُشْرَبَ الخَمْرُ، وَيَظْهَرَ الزِّنَا». «یقینا چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې: علم پورته شي، ناپوهي ځای ونیسي، شراب وڅښل شي، او زنا ښکاره شي». بخاري (۸۰)، مسلم (۲۶۷۱)، ترمذي (۲۲۰۵) او ابن ماجه (۴۰۴۵) روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ العِلْمُ، وَيَثْبُتَ الجَهْلُ، وَيُشْرَبَ الخَمْرُ، وَيَظْهَرَ الزِّنَا». «یقینا چې له قیامت څخه وړاندې داسې ورځې دي، چې ناپوهي به پکې نازله شي، علم به پکې پورته شي او قتل به پکې زیات شي». بخاري (7062)، مسلم (2672)، ترمذي (2200) او ابن ماجه (3959، 4050) روایت کړی دی.
او د قیامت له علامو څخه ځینې هغه دي چې تر دې دمه واقع شوي ندي،بلکه له قیامت څخه به مخکې په نږدې وخت کې واقع شي، له دې څخه: د مسیح عیسی - علیه السلام - راکوزیدل دي، الله تعالی فرمایلي: {وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا} (او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي). [النساء سورت : 159 آیت]، او د یأجوج او مأجوج راوتل، الله تعالی فرمایلي: {حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُون} (تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي). [الأنبياء سورت : 96 آیت]، او د دابې (حیوان) راوتل، الله تعالی فرمایلي: {وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لاَ يُوقِنُون} (او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانږدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلکو به زمونږ په آیتونو یقین نه كاوه) [النمل سورت: 82 آیت].
وجاء في حديث حذيفة بن أسيد الغفاري قال: اطَّلَعَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَلَيْنَا، وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ، فَقَالَ: «مَا تَذَاكَرُونَ؟» قَالُوا: نَذْكُرُ السَّاعَةَ، قَالَ: «إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ: -فَذَكَرَ- الدُّخَانَ، وَالدَّجَّالَ، وَالدَّابَّةَ، وَطُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا، وَنُزُولَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ صلى الله عليه وسلم، وَيَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ، وَثَلَاثَةَ خُسُوفٍ: خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ، وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ، وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنَ الْيَمَنِ، تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ». او د حذیفة بن أسید الغفاري په حدیث کې راغلي دي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته راښکاره شو پداسې حال کې چې مونږ خبرې اترې کولې، نو هغه وفرمایل: «د څه شي په اړه غږیږئ؟ هغوی وویل: مونږ قیامت رایادوو، هغه وفرمایل: هغه به تر هغه پورې قائم نه شي تر څو چې ورڅخه وړاندې لس نښانې ونه ګورئ: نو یادونه یې وکړه له: دجال، دخان (لوګي) دابې ( یو حیوان) له لویدیځ څخه د لمر راختل، او د عیسی بن مریم - صلی الله علیه وسلم - راکوزیدل، او یأجوج او مأجوج، او درې د زمکې خوییدلو پیښې: په ختیځ کې ځمکخویدنه، په لویدیځ کې ځمکخویدنه او د عربو په جزیره کې ځمکخوییدنه، او د هغې وروستی به یو اور وي چې له یمن څخه به راوځي، او خلک به د راټولیدو ځای ته ورشړي». مسلم (2901)، ابوداود (4311)، ترمذي (2183) او ابن ماجه (4041) روایت کړی دی.
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ مِنْ مَغْرِبِهَا آمَنَ النَّاسُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ، فَيَوْمَئِـذٍ {لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام: 158]». «تر هغه پورې قیامت نه قائمیږي تر څو چې لمر له لویدیځ څخه یې راوخیژي، نو کله چې له مغرب څخه یې راوخوت، ټول خلک به ایمان راوړي، نو په هغه ورځ به {لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} [الأنعام سورت: 158 آیت]».هېڅ يو نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى)». بخاري (۴۶۳۵)، مسلم (۱۵۷)، ابو داود (۴۳۱۲) او ابن ماجه (۴۰۶۸) روایت کړی دی.
او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». « قسم دې زما په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې د مریم زوی عادل پاچا نازل شي، نو صلیب به مات کړي، خنزیر به ووژني، جزیه به کیږي، او مال به دومره زیات شي چې هیڅوک به یې نه قبلوي». بخاري (2222)، مسلم (155)، ابوداود (4324)، ترمذي (2233) او ابن ماجه (4078) روایت کړی دی.
او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَا بَعَثَ اللَّهُ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَنْذَرَ قَوْمَهُ الأَعْوَرَ الكَذَّابَ، إِنَّهُ أَعْوَرُ -وَإِنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ- مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ: كَافِرٌ». «الله تعالی هیڅ داسې پیغمبر ندی رالیږلی مګر دا چې خپل قوم یې له ړوند دروغجن څخه ویرولی دی، هغه ړوند دی - او ستاسو رب ړوند ندی - د هغه د سترګو تر منځه کافر لیکل شوي دي». بخاري (۷۴۰۸)، مسلم (۲۹۳۳)، ابو داود (۴۳۱۶) او ترمذي (۲۲۴۵) روایت کړی دی.