Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب في الإيمان بما يكون بعد الـموت) باب دی په بیان د هغه څه کې چې د مرګ څخه وروسته دي او په هغې ایمان.

او مونږ باور لرو چې د آخرت په ورځ له ایمان راوړلو څخه پدې ایمان لرل دي چې د هغه - جل جلاله - له مخ (ذات) څخه پرته نور ټول شیان هلاکیدونکي دي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ} (د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى). [القصص سورت : 88 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فنا كېدونكي دي. وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 26، 27 آیتونه]، او دا چې د مرګ ملاېک روحونه اخلي، حق ذات فرمایلي دي: {قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُون} (ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ). [السجدة سورت: 11 آیت].

او مونږ په هغه څه ایمان لرو چې له مرګ څخه وروسته پېښیږي، لکه له مړي څخه پوښتنې کېدل، د قبر عذاب او نعمتونه یې، لکه څرنګه چې د الله تعالی پدې وینا کې دي: {النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَاب} (د دوزخ) (اور(چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كولی شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ). [غافر سورت: 46 آیت]، او د الله تعالی دا وینا: {سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيم} (ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي). [التوبة سورت: 101 آیت]، او د الله تعالى دا قول: {وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيق * (او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ. ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللّهَ لَيْسَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيد} دا په سبب د هغو (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دی). [الأنفال سورت: 50، 51 آیت]، او د الله - تعالی - دا وینا: {وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُون} (او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د آیتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه). [الأنعام سورت: 93 آیت]، او د الله -تعالی- دا قول: {وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ} (او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى). [الطور سورت: 47 آیت].

وعـن البراء بن عازب رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ} [إبراهيم: 27] قَالَ: «نَزَلَتْ فِي عَذَابِ الْقَبْرِ، فَيُقَالُ لَهُ: مَنْ رَبُّكَ؟ فَيَقُولُ: رَبِّيَ اللهُ، وَنَبِيِّي مُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم، فَذَلِكَ قَوْلُهُ عز وجل: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]». او البراء بن عازب - رضي الله عنه - له پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ} [إبراهيم: 27 آیت. الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، فرمایي: دا - آیت - د قبر په عذاب کې نازل شوی دی، نو ورته به وویل شي: رب دې څوک دی؟ نو هغه به ووایي: زما رب الله دی، او زما پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - دی، نو همدا د الله تعالی وینا ده چې فرمایي {يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27 آیت]». الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې». بخاري (1369)، او مسلم (2871) روایت کړی او دا عبارت د ده دی، ترمذي (3120)، نسائي (2056، 2057) او ابن ماجه (4269، 4750) روایت کړی.

وعن ابن عباس رضي الله عنهما: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُعَلِّمُهُمْ هَذَا الدُّعَاءَ كَمَا يُعَلِّمُهُمُ السُّورَةَ مِنَ الْقُرْآنِ، يَقُولُ: «قُولُوا: اللهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ». او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغوی ته دا دعا داسې ورښودله لکه څرنګه چې له قرآن څخه یو سورت ورزده کوي، فرمایي: «ووایئ: ای الله مونږ پناه نیسو په تا سره د جهنم له عذاب نه او زه په تا سره پناه نیسم د قبر له عذاب نه، او زه پناه نیسم په تا سره د مسیح الدجال له فتنې نه». مسلم (590)، ابو داود (1542)، ترمذي (3494)، نسائي (2063) او ابن ماجه (3840) روایت کړی دی.

وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: خَرَجَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم مِنْ بَعْضِ حِيطَانِ المَدِينَةِ، فَسَمِعَ صَوْتَ إِنْسَانَيْنِ يُعَذَّبَانِ فِي قُبُورِهِمَا، فَقَالَ: «يُعَذَّبَانِ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ، وَإِنَّهُ لَكَبِيرٌ، كَانَ أَحَدُهُمَا لَا يَسْتَتِرُ مِنَ البَوْلِ، وَكَانَ الآخَرُ يَمْشِي بِالنَّمِيمَةِ»، ثُمَّ دَعَا بِجَرِيدَةٍ، فَكَسَرَهَا بِكِسْرَتَيْنِ أَوْ ثِنْتَيْنِ، فَجَعَلَ كِسْرَةً فِي قَبْرِ هَذَا، وَكِسْرَةً فِي قَبْرِ هَذَا، فَقَالَ: «لَعَلَّهُ يُخَفَّفُ عَنْهُمَا مَا لَمْ يَيْبَسَا». او له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د مدینې له ځینو باغونو څخه راووت، نو د دوه انسانانو غږونه یې واوریدل چې په خپلو قبرونو کې عذاب ورکول کېده، نو ویې فرمایل: «دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او دوی په کومه لویه ګناه سره نه عذابیږي، حال دا چې لویه ده، یو له دوی څخه له متیازو ځان نه ساته او بل یې د خلکو تر منځه چغلګري کوله» بیا یې د خرما یوه لخته راوغوښته نو دوه ټوټې یې کړه، یوه لخته یې د یو په یو قبر او بله یې د دې بل سړي په قبر - وټومبله - نو ویې فرمایل: «هیله شته چې عذاب ترې سپک شي تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي». بخاري (6055)، مسلم (292)، ابوداود (20)، ترمذي (70)، نسائي (31) او ابن ماجه (347) روایت کړی دی.

وعن أبي سعيد قال: حدثني زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي حَائِطٍ لِبَنِي النَّجَّارِ، عَلَى بَغْلَةٍ لَهُ، وَنَحْنُ مَعَهُ، إِذْ حَادَتْ بِهِ، فَكَادَتْ تُلْقِيهِ، وَإِذَا أَقْبُرٌ سِتَّةٌ أَوْ خَمْسَةٌ أَوْ أَرْبَعَةٌ -قَالَ: كَذَا كَانَ يَقُولُ الْجُرَيْرِيُّ- فَقَالَ: «مَنْ يَعْرِفُ أَصْحَابَ هَذِهِ الْأَقْبُرِ؟» فَقَالَ رَجُلٌ: أَنَا، قَالَ: «فَمَتَى مَاتَ هَؤُلَاءِ؟» قَالَ: مَاتُوا فِي الْإِشْرَاكِ، فَقَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الْأُمَّةَ تُبْتَلَى فِي قُبُورِهَا، فَلَوْلَا أَنْ لَا تَدَافَنُوا، لَدَعَوْتُ اللهَ أَنْ يُسْمِعَكُمْ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ الَّذِي أَسْمَعُ مِنْهُ». ثُمَّ أَقْبَلَ عَلَيْنَا بِوَجْهِهِ، فَقَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ عَذَابِ النَّارِ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ عَذَابِ النَّارِ، فَقَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، قَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنَ الْفِتَنِ، مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ»، قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الْفِتَنِ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ، قَالَ: «تَعَوَّذُوا بِاللهِ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجَّالِ». قَالُوا: نَعُوذُ بِاللهِ مِنْ فِتْنَةِ الدَّجَّالِ. او له أبو سعید څخه روایت دی وایې چې : زید بن ثابت - رضی الله عنه - راته حدیث بیان کړ ویې فرمایل: پداسې حال کې چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پر یوه سپرلۍ یې د بني النجار په باغ کې و، او مونږ د هغه سره وو، چې ناڅاپه یې پرې تېندک وخوړ، نږدې و چې ویې غورځوي، او ګورو چې شپږ او یا پنځه او یا څلور قبرونه دي - وایې داسې جُریري ویلي دي - نو ویې فرمایل: « څوک د دې - قبرونو - خاوندان پېژني؟» نو یو سړي وویل: زه ، ویې فرمایل: «نو دوی کله مړه شوي دي؟» هغه وویل: د شرک پر مهال مړه شوي، نو ویې فرمایل: «دا امت یې په قبرونو کې امتحانیږي،تاسو به بیا مړي نه خښوئ، که نه نو له الله تعالی څخه به مې غوښتي وای چې د قبر له هغه عذاب څخه هغه څه درواوروي کوم چې زه اورم». بیا یې مونږ ته مخ راواړاوه، ویې فرمایل: «په الله تعالی د اور له عذاب څخه پناه وغواړئ»، هغوی وویل: په الله تعالی د اور له عذاب څخه پناه نیسو، فرمایي: «په الله - تعالی له فتنو څخه پناه وغواړئ، هغه چې ښکاره دي او هغه چې پټې دي»، هغوی وویل: په الله له فتنو څخه پناه غواړو هغه چې ترې ښکاره شوي دي او یا پټې دي، ویې فرمایل: «په الله - تعالی د دجال له فتنې څخه پناه وغواړئ». هغوی وویل: په الله تعالی د دجال له فتنې څخه پناه غواړو. مسلم (2867) روایت کړی دی.

او له أبو أیوب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم پداسې حال کې راووت - چې لمر ډوب شوی و - نو یو غږ یې واوریده، ویې فرمایل: «يَهُودُ تُعَذَّبُ فِي قُبُورِهَا». یهودیان دي چې په خپلو قبرونو کې یې عذاب ورکول کیږي». بخاري (1375)، مسلم (2869) او نسائي (2059) روایت کړی دی.

وعن عائشة رضي الله عنها قالت: دَخَلَتْ عَلَيَّ عَجُوزَانِ مِنْ عُجُزِ يَهُودِ المدِينَةِ، فَقَالَتَا لِي: إِنَّ أَهْلَ القُبُورِ يُعَذَّبُونَ فِي قُبُورِهِمْ، فَكَذَّبْتُهُمَا، وَلَمْ أُنْعِمْ أَنْ أُصَدِّقَهُمَا، فَخَرَجَتَا، وَدَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم، فَقُلْتُ لَهُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ عَجُوزَيْنِ، وَذَكَرْتُ لَهُ، فَقَالَ: «صَدَقَتَا، إِنَّهُمْ يُعَذَّبُونَ عَذَابًا تَسْمَعُهُ البَهَائِمُ كُلُّهَا»، فَمَا رَأَيْتُهُ بَعْدُ فِي صَلَاةٍ إِلَّا تَعَوَّذَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ. او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایې: د مدینې د یهودو له زړو ښځو څخه دوه ښځې زما - کورته - راننوتلې، نو دواړو راته وویل: یقینا چې د قبرونو خاوندان یې په قبرونږ کې عذابیږي، نو ما هغوی دواړه دروغجنې وګڼلې، او پدې مې خوشحاله نه کړې چې ریښتینې یې وګڼم، نو ووتلې، بیا پيغمبر صلی الله علیه وسلم - کور ته - راننوت، نو ما ورته وویل: ای د الله رسوله، یقینا دوه زړې ښځې، او کېسه مې ورته رایاده کړه، نو هغه وویل: «دواړو رښتیا یې ویلي، یقینا هغوی ته داسې عذاب ورکول کیږي چې ټول چارپایان یې غږونه اوري» نو له هغې وروسته مې په هیڅ لمانځه کې ندی لیدلی مګر دا چې د قبر له عذاب څخه یې بناه غوښتې ده. بخاري (6366)، مسلم (586) او نسائي (2067) روایت کړی دی.

او لکه څرنګه چې کافر، منافق او ځینې فاسق مسلمانان په قبرونو کې عذابیږي، همدا ډول مؤمن په قبر کې نازول کیږي. له أنس بن مالک - رضي الله عنه - څخه روایت دی، چې هغه دوی ته حدیث بیانوه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ العَبْدَ إِذَا وُضِعَ فِي قَبْرِهِ وَتَوَلَّى عَنْهُ أَصْحَابُهُ، وَإِنَّهُ لَيَسْمَعُ قَرْعَ نِعَالِهِمْ، أَتَاهُ مَلَكَانِ فَيُقْعِدَانِهِ، فَيَقُولَانِ: مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ لِمُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم، فَأَمَّا المُؤْمِنُ، فَيَقُولُ: أَشْهَدُ أَنَّهُ عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ، فَيُقَالُ لَهُ: انْظُرْ إِلَى مَقْعَدِكَ مِنَ النَّارِ قَدْ أَبْدَلَكَ اللَّهُ بِهِ مَقْعَدًا مِنَ الجَنَّةِ، فَيَرَاهُمَا جَمِيعًا»، قَالَ: «وَأَمَّا المُنَافِقُ وَالكَافِرُ فَيُقَالُ لَهُ: مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ؟ فَيَقُولُ: لَا أَدْرِي، كُنْتُ أَقُولُ مَا يَقُولُ النَّاسُ، فَيُقَالُ: لَا دَرَيْتَ وَلَا تَلَيْتَ، وَيُضْرَبُ بِمَطَارِقَ مِنْ حَدِيدٍ ضَرْبَةً، فَيَصِيحُ صَيْحَةً يَسْمَعُهَا مَنْ يَلِيهِ غَيْرَ الثَّقَلَيْنِ». «یقینا بنده چې کله په قبر کې کېښودل شي او دوستان یې ورڅخه راوګرځي، حال دا چې هغه - مړی - د هغو د څپلیو کشاری اوري، دوه ملاېکې ورته راشي نو هغه کښینوي او ورته ووایي: محمد - صلی الله علیه وسلم - ته په اشارې کولو به -ورته ووایي- د دې سړي په اړه به دې څه وییل، نو چې مؤمن وي ورته به ووایي: زه ګواهي ورکوم چې هغه د الله بنده او رسول دی، نو ورته به وویل شي: په اور کې دې خپل د کېناستلو ځای ته وګوره چې الله تعالی درته په جنت کې په ځای ناستي بدل کړ، نو دواړه به وګوري، وایې: او منافق او کافر ته به وویل شي چې: د دې سړي په باره کې به دې څه وییل؟ نو هغه به ووایې: نه پوهیږم، ما هم هغه څه وییل چې خلکو به وییل، نو ورته به وویل شي: نه پوهېدلې او نه دې لوستلي وو او د اوسپنې په څټک به یو ګذار ووهل شي، نو چیغه به ووهي په چیغې وهلو سره چې خواوشا به یې له انسانانو او پيریانو پرته نور ټول مخلوقات واوري». بخاري (۱۳۷۴) او مسلم (۷۳۱۸) روایت کړی دی .