او مونږ ایمان لرو چې کله الله تعالی د دې دنیا د زوال او پای ته رسیدو اجازه ورکړي ، نو الله به ملاېکې ته امر وکړي، نو په شپیلۍ کې به لومړی پوکی وکړي، نو بې هوشه (مړه) به شي ټول هغه څوک چې په آسمانونو او هغه څوک چې په ځمکه کې دي مګر هغه څوک به - پاتې شي - چې الله یې وغواړي، {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الأَرْضِ إِلاَّ مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په آسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [الزمر سورت: 68 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «...ثُمَّ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ، فَلَا يَسْمَعُهُ أَحَدٌ إِلَّا أَصْغَى لِيتًا، وَرَفَعَ لِيتًا، قَالَ: وَأَوَّلُ مَنْ يَسْمَعُهُ رَجُلٌ يَلُوطُ حَوْضَ إِبِلِهِ، قَالَ: فَيَصْعَقُ، وَيَصْعَقُ النَّاسُ....». بیا به په شپیلۍ کې پو کړی شي، نو هیڅوک یې نه اوري مګر دا چې په یو اړخ به ورمېږ ځمکې ته ګوږ کړي او بل اړخ به راپورته کړي، فرمایي، لومړی هغه څوک یې چې اوري یو سړی به وي چې د خپل اوښ لپاره به د اوبو ډنډ جوړوي، فرمایي نو راپریوزي به او ټول خلک به مړه وغورځیږی...». مسلم (2940) روایت کړی دی. او د رفع ليتًا» معنی ده: یعنې څټ یې ځان طرف ته ورکوږ کړ. النهایة فی غریب الحدیث (3/ 33).
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «...وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلَانِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا، فَلَا يَتَبَايَعَانِهِ، وَلَا يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ فَلَا يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهُوَ يَلِيطُ حَوْضَهُ فَلَا يَسْقِي فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أَحَدُكُمْ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلَا يَطْعَمُهَا». «... او یقینا چې قیامت به پداسې حال کې راشي چې دوه سړیو به رخت (تکه) په خپلو منځونو کې غوړولی وي، نو پېر او پلور به سره ونه کړای شي او نه به یې بیرته راټول کړي، او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې یو سړي به د اوښې شېدې لوشلي وي نو وبه یې نه څښي، او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې هغه به د خپلې اوښې لپاره ډنډ جوړوي او په هغه کې به اوبه ورنکړی شي او یقینا چې قیامت به قائم شي پداسې حال کې چې یو ستاسو به مړۍ خپلې خولې ته پورته کړي وي نو وبه یې نه خوري».
نو الله - تعالی چې له خپلو مخلوقاتو څخه چا لره وغواړي نو هغه به هلاک کړي؛ چاته یې چې هلاکت او فنا کېدل لیکلی وي، تر دې چې له متعال حق ذات څخه پرته به هیڅوک پاتې نه شي، الله تعالی فرمایلي: {كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَان * (هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي. وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَام} او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى). [الرحمن سورت: 26، 27 آیتونه]، او الله تعالی فرمایلي: {وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُون} (او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله (ځكه چې) د عبادت هېڅ لايق نشته مګر هغه دى، د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بوتلى شئ). [القصص سورت: 88 آیت]، او الله تعالی فرمایلي: {يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لاَ يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} (له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى). [غافر سورت: 16 آیت].
بیا به الله - تعالی - باران رانازل کړي، چې له هغه څخه به د مخلوقاتو جسدونه رازرغون شی، لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «...ثُمَّ يُرْسِلُ اللهُ -أَوْ قَالَ: يُنْزِلُ اللهُ- مَطَرًا كَأَنَّهُ الطَّلُّ - أَوِ: الظِّلُّ -نُعْمَانُ (وهو أحد رواة الحديث.) الشَّاكُّ- فَتَنْبُتُ مِنْهُ أَجْسَادُ النَّاسِ، ثُمَّ يُنْفَخُ فِيهِ أُخْرَى، فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ...». "... بیا به الله تعالی باران راولیږي - او یا یې داسې وویل چې - الله به نری نری باران را نازل کړي - لکه د شبنم په څېر- او یا به الله سیوري راولیږي -نعمان (د حدیث د راویانو څخه یو دی) چې دا شک یې کړی- نو له هغه څخه به د خلکو جسدونه رازرغون شي، بیا به پکې بل پوکی وشي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران) ...». مسلم (2940) روایت کړی دی.
بیا به الله تعالی ملاېکې ته امر وکړي نو په شپیلۍ کې به په دویم ځل پوکی وکړي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: { ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُون} [بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)]. [ الزمر سورت: 68 آیت].
او رسول الله - صلی الله علیه وسلم د دواړو پوکیو تر منځه د فاصلې اندازه ښودلې ده، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «بَيْنَ النَّفْخَتَيْنِ أَرْبَعُونَ، قَالَ: وَيَبْلَى كُلُّ شَيْءٍ مِنَ الإِنْسَانِ، إِلَّا عَجْبَ ذَنَبِهِ، فِيهِ يُرَكَّبُ الخَلْق». «د دوه پوکیو تر منځه څلویښت دي، فرمایي: او له انسان څخه به هر څه خاوري شي، مګر عجب الذنب (د لکه لمي هډوکی) په هغه کې - د انسان - پیدایښت ترکیب کیږي». بخاري (4814)، او مسلم (2955) روایت کړی دی.
او مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - پرې مونږ ته د قیامت په ورځ د اسمانونو او ځمکې د احوالو په اړه خبر راکړی دی، لکه څرنګه چې د ابن مسعود رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي. هغه فرمایلي دي: «جَاءَ حَبْرٌ مِنَ الأَحْبَارِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ، إِنَّا نَجِدُ: أَنَّ اللَّهَ يَجْعَلُ السَّمَوَاتِ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالأَرَضِينَ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالشَّجَرَ عَلَى إِصْبَعٍ، وَالماء وَالثَّرَى عَلَى إِصْبَعٍ، وَسَائِرَ الخَلَائِقِ عَلَى إِصْبَعٍ، فَيَقُولُ: أَنَا الملكُ. فَضَحِكَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم حَتَّى بَدَتْ نَوَاجِذُهُ تَصْدِيقًا لِقَوْلِ الحَبْرِ، ثُمَّ قَرَأَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «د یهودو له علماوو څخه یو تن رسول الله صلی الله - صلی الله علیه وسلم - ته ورغی ورته یې وویل: ای محمده! مونږ - موندلې ده چې الله تعالی آسمانونه په یوه ګوته ګرځولي، او ځمکې یې په بله ګوته، او ونې په بله ګوته، او اوبه او خاوره په بله ګوته، او نور ټول مخلوقات په بله ګوته، نو وایې: زه پادشاه یم، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د عالم د خبرې د تایید په موخه دومره وخندل تر دې چې د ژامې غاښونه یې ښکاره شول، بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا آیت ولوست: {وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون} (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي). [الزمر سورت: 67 آیت]». بخاري (۴۸۱۱)، مسلم (۲۷۸۶) او ترمذي (۳۲۳۸) روایت کړی.
او مونږ ایمان لرو چې خلک به له قبرونو څخه راپورته کیدلی شي، نو الله تعالی به هغه مهال مړي راژوندي کړي کله چې په شپیلۍ کې دویم پوکی وکړی شي؛ نو خلک به رب العالمین ته ودریږي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُون* بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ. ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُون} بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ). [المؤمنون سورت: 15، 16 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُون * او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي. قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُون * دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو. إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُون} دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي). [يس سورت: 51-53 آیتونه].
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُون * (او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو. وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِين * او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي. وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيم} او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى) [الحجر سورت: 23-25 آیتونه].
او الله - تعالی - فرمایلي: {وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا * (او دوى وايي آیا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، آیا په رښتيا به مونږ بیا راژوندي كولى شو په نويو پیدا كولو سره. قُل كُونُواْ حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا * ته (ورته) ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه. أَوْ خَلْقًا مِّمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُؤُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا * یا كوم داسې مخلوق له هغه قسم نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي. يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلاَّ قَلِيلا} په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو (په دې حالت كې) نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې). [الإسراء سورت: 49-52 آیتونه]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَمَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاء مِن دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَّأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا* او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كوو، په دې حال كې چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى استوګنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو. ذَلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا * دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په آیتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: آیا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره. أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلاً لاَّ رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إَلاَّ كُفُورًا} آیا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې آسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي پر دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، انکار کوي ظالمان د هر شي څخه پرته له ناشکرۍ). [الإسراء سورت: 97-99 آیتونه]، او الله - تعالی فرمایلي دي: {فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا} (نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول ګډ سره راولو). [الإسراء سورت: 104 آیت]، او د بیا راژوندي کېدو او راټولیدو د ثبوت په اړه آیتونه ډیر زیات دي.
او لومړی هغه څوک چې زمکه به ورڅخه څېرل کیږي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی، له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَأَوَّلُ مَنْ يَنْشَقُّ عَنْهُ الْقَبْرُ، وَأَوَّلُ شَافِعٍ وَأَوَّلُ مُشَفَّعٍ». «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم او زه لومړی هغه څوک یم چې قبر یې څېرول کیږي او لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه څوک چې شفاعت یې کیږي». مسلم (2278)، او أبو داود (4673) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څوک چې په هوش به راځي زمونږ نبي - صلی الله علیه وسلم - دی، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي دي: «...لَا تُخَيِّرُونِي عَلَى مُوسَى، فَإِنَّ النَّاسَ يَصْعَقُونَ فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُفِيقُ، فَإِذَا مُوسَى بَاطِشٌ بِجَانِبِ الْعَرْشِ، فَلَا أَدْرِي أَكَانَ فِيمَنْ صَعِقَ فَأَفَاقَ قَبْلِي؟ أَمْ كَانَ مِمَّنِ اسْتَثْنَى اللهُ؟». « ... ما ته پر موسی غوره والی مه راکوئ؛ ځکه خلک به د قیامت په ورځ بې هوشه شي، نو زه به لومړی هغه کس یم چې له بې هوشۍ څخه راوځي، نو ناڅاپه به موسی وګورم چې د عرش یو څنډه یې کلکه نیولي وي، نو نه پوهیږم چې آیا دی هم په هغو خلکو کې و چې بې هوشه شوی و او بیا زما څخه مخکې راپورته شوی او یا له هغه چا څخه و چې - الله تعالی له بې هوشۍ څخه - مستثنی کړی و؟». بخاري (2441)، او مسلم (2373) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څوک چې جامه به وراغوستل کیږي هغه د الله - تعالی - نبي ابراهیم خلیل الرحمن دی، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «وَأَوَّلُ مَنْ يُكْسَى يَوْمَ القِيَامَةِ إِبْرَاهِيمُ». «او لومړی هغه کس چې د قیامت په ورځ به جامې ورآغوستل کیږي هغه ابراهیم دی». بخاري (3349)، مسلم (2860)، ترمذي (2423) او نسائي (2082) روایت کړی دی.
او خلک به پښې ابل، بربنډ او ناسنت راپورته کیږي، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حُفَاةً عُرَاةً غُرْلًا». «خلک به د قیامت په ورځ پښې ابل، بربنډ او نا سنت راپورته کیږي». بخاري (6527)، مسلم (2859)، نسائي (2083)، او ابن ماجه (4276) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې هغه ځمکه چې خلک به - د حساب لپاره - ورټولیږي له دې ځمکې پرته بله ځمکه ده، لکه څرنګه چې سپيڅلي حق ذات فرمایلي دي: {يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار} [(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته مخامخ ودرېږي چې یو دى، ډېر غالب دى]. [إبراهيم سورت: 48 آیت].
او د حشر ځمکه سپینه ده، پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يُحْشَرُ النَّاسُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى أَرْضٍ بَيْضَاءَ عَفْرَاءَ، كَقُرْصَةِ نَقِيٍّ». "خلک به د قيامت په ورځ په يوه سپينه ځمکه راټول کړی شي - چې سوروالي ته مایله وي - لکه د یوې خالصې ډوډۍ ټیکلی». بخاري (6521) او مسلم (2790) روایت کړی دی.
او له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تَكُونُ الأَرْضُ يَوْمَ القِيَامَةِ خُبْزَةً وَاحِدَةً، يَتَكَفَّؤُهَا الجَبَّارُ بِيَدِهِ كَمَا يَكْفَأُ أَحَدُكُمْ خُبْزَتَهُ فِي السَّفَرِ...». «ځمکه به د قیامت په ورځ یوه ډوډۍ وي، جبار ذات به یې په لاس کې داسې اړوي را اړوي لکه څرنګه چې یو ستاسو څخه خپله ډوډۍ د سفر پر مهال اړوي را اړوي...». بخاري (6520) او مسلم (2792) روایت کړی.
او په صحیح احادیثو کې راغلي دي چې خلک به - ځمکې - د بدلیدو په وخت کې چیرته وي: نو له ثوبان؛ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - له آزاد شوي غلام څخه روایت دی چې د یهودو له علماوو څخه یو عالم رسول ته راغی او پوښتنه یې ترې کول او په هغې کې دي چې :«...نو یهودي وویل: خلک به چېرته وي چې کله ځمکه په بله ځمکه بدلیږي او آسمانونه؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هُمْ فِي الظُّلْمَةِ دُونَ الْجِسْرِ». «هغوی به د صراط له پل نه لاندې په تیاره کې وي». مسلم (315) روایت کړی دی.
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی فرمایي: «له رسول الله صلی الله علیه وسلم - څخه مې د الله تعالی د دې وینا په اړه پوښتنه وکړه {يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ} یعنې په دغه ورځ به دا ځمکه په بلې ځمکه بدله کړی شي او آسمانونه؟ نو پدغه ورځ به خلک چېرته وي ای د الله رسوله ؟ نو هغه وویل: په صراط باندې». مسلم (2791) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې دا یوه ډیره لویه ورځ ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي دي: {أَلاَ يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُون* [ایا دغه خلک یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كولی شي. لِيَوْمٍ عَظِيم} په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)]. [المطففين سورت: 4، 5 آیتونه]. او الله تعالی فرمایلي دي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيم * (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى). [الحج سورت: 1 آیت].
او دا چې د هغې - ورځې - اوږدوالی پنځوس زره کاله دی لکه څرنګه چې پدې سره صحیح روایت راغلي دي، له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا مِنْ صَاحِبِ كَنْزٍ لَا يُؤَدِّي زَكَاتَهُ إلى أن قال: حَتَّى يَحْكُمَ اللهُ بَيْنَ عِبَادِهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ، ثُمَّ يَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ». «د هیڅ خزانې خاوند نشته چې زکات یې نه ورکوي، تر دې چې ویې وییل: تر څو چې الله تعالی د خپلو بنده ګانو تر منځه په هغه ورځ کې فیصله وکړي چې اندازه یې پنځوس زره کلونه ده ، په هغه شمېر سره چې تاسو یې کوئ، بیا به یې مناسب لوري ته روان کړي یا جنت ته او یا اور (دوزخ ) ته». بخاري (2371)، مسلم (987)، ابو داود (1658)، ترمذي (1636)، نسائي (3563) او ابن ماجه (2788) روایت کړی دی.
او په دغه ورځ کې لمر ځمکې ته نږدې کیږي، له أبو أمامة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تُدْنَى الشَّمْسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْخَلْقِ، حَتَّى تَكُونَ مِنْهُمْ كَمِقْدَارِ مِيلٍ» -قَالَ سُلَيْمُ بْنُ عَامِرٍ: فَوَاللهِ مَا أَدْرِي مَا يَعْنِي بِالْمِيلِ؟ أَمَسَافَةَ الْأَرْضِ، أَمِ الْمِيلَ الَّذِي تُكْتَحَلُ بِهِ الْعَيْنُ؟- قَالَ: «فَيَكُونُ النَّاسُ عَلَى قَدْرِ أَعْمَالِهِمْ فِي الْعَرَقِ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى كَعْبَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى حَقْوَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يُلْجِمُهُ الْعَرَقُ إِلْجَامًا». «د قیامت په ورځ به لمر له مخلوقاتو څخه رانږدې کړای شي، تر دې چې د یو میل په اندازه به شي» سُلیم بن عامر وایې: قسم په الله زه نه پوهیږم چې له میل څخه به یې هدف څه وي؟ آیا د ځمکې واټن، او یا د رنجو هغه سلایي چې سترګي پرې توریږي؟ فرمایلي یې دي: «نو خلک به د خپلو عملونو په اندازه په خولو کې وي، ځینې له دوی څخه به تر دواړو ښنګرو پوري وي او ځینې له دوی څخه به د دواړو زنګنونو پوري وي او ځینې له دوی څخه به تر ازار بند پوري وي او ځیې له دوی څخه به هغه وي چې خولو په بشپړه توګه ډوب کړی وي». مسلم (2864) او ترمذي (2421) روایت کړی.
او مؤمنان به په خپلو نیکو علمونو سره چې وړاندې یې کړي دي د لمر له ګرمۍ څخه ځان ژغوري، ځینې له دوی څخه به د عرش په سیوري کې وي، لکه څرنګه چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ، يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ». «اوه کسان دي چې الله تعالی به یې په خپل سیوري کې ځای کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری به نه وي». بخاري (660)، او مسلم (1031)روایت کړی دی.
او ځینو لره به - دوه سورتونو (البقره) او ( آل عمران ) د خپل سیوري لاندې راوستي وي، او د ده لپاره به د الله تعالی په وړاندې استدلال کوي، رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ. اقْرَؤُوا الزَّهْرَاوَيْنِ الْبَقَرَةَ، وَسُورَةَ آلِ عِمْرَانَ، فَإِنَّهُمَا تَأْتِيَانِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَأَنَّهُمَا غَمَامَتَانِ، أَوْ كَأَنَّهُمَا غَيَايَتَانِ، أَوْ كَأَنَّهُمَا فِرْقَانِ مِنْ طَيْرٍ صَوَافَّ، تُحَاجَّانِ عَنْ أَصْحَابِهِمَا، اقْرَؤُوا سُورَةَ الْبَقَرَةِ، فَإِنَّ أَخْذَهَا بَرَكَةٌ، وَتَرْكَهَا حَسْرَةٌ، وَلَا تَسْتَطِيعُهَا الْبَطَلَةُ». «قرآن ولولئ، یقینا چې دغه - قرآن - به د قیامت په ورځ د خپلو خاوندانو لپاره سفارش کوونکي راشي، دوه رڼا کوونکي ولولئ یعنې بقره او آل عمران سورت، یقینا چې دغه دواړه به د قیامت په ورځ لکه د وريځو په څېر راشي، یا به داسې په سر سیوری شي لکه وریځ او یا بل څه، او یا به دواړه داسې وي لکه د مرغیو دوه ډلې یا سیلونه چې وزرې یې غوړولي وي او د خپل خاوند لپاره به استدلال کوي، نو البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت دی، او پریښودل یې پښیماني او د زړه ماتیدل دي، او جادوګران یا تنبل انسانان یې نه شي لوستلی». مسلم(804) روایت کړی دی. او ځینې لدوی څخه به د خپلې صدقې د سیوري لاندې وي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كُلُّ امْرِئٍ فِي ظِلِّ صَدَقَتِهِ حَتَّى يُفْصَلَ بَيْنَ النَّاسِ». «هر سړی به د خپلې صدقې تر سیوري لاندې وي تر دې چې د خلکو تر منځه پریکړه وکړای شي». احمد (17333)، ابو يعلی (1766)، ابن خزيمه (2431)، ابن حبان (3310) او ابن خزيمه او ابن حبان صحیح ګڼلی دی.