Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب في الشفاعة يوم القيامة ومجيء الرب وإتيانه لفصل القضاء بين عباده) باب دی د قيامت په ورځ د شفاعت او د رب د راتګ په اړه چې د بنده ګانو تر منځه په پریکړې سره جلاوالی راولي

او مونږ ایمان لرو چې شفاعت یوازې د الله جل جلاله په واک کې دی، حق ذات فرمایلي دي: (قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) (ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى،خاص د هغه لپاره د آسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ). [الزمر سورت: 44 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې هیڅوک د هغه له اجازې پرته شفاعت نشي کولی، حق ذات فرمایلي دي: {مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ} (څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره). [البقرة سورت: 255 آیت]، او سفارش کوونکي سفارش نه کوي مګر د هغه چا لپاره چې رحمان ذات یې وینا او کړنه خوښه کړې وي، الله عزوجل فرمایلي دي: {وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلاَّ لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُون} (او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي). [الأنبياء سورت: 28 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي: {يَوْمَئِذٍ لاَّ تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلاَّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلاً} (په دغې ورځ كې به شفاعت فايده نه رسوي مګر هغه چا ته چې د هغه په حق كې رحمٰن اجازت وكړي او دغه (الله) د ده په خبره راضي شوى وي). [طه سورت: 109 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې په شفاعت سره تر ټولو نیکمرغه خلک د اخلاص او توحید خاوندان دي، په حدیث کې له أبو هریرة - رضی الله عنه - څخه روایت دی چې هغه فرمایلي: وویل شو: ای د الله رسوله، ستا په شفاعت باندې د قیامت په ورځ تر ټولو نیکمرغه خلک څوک دي؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «لَقَدْ ظَنَنْتُ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، أَنْ لَا يَسْأَلُنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ، مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ، أَوْ نَفْسِهِ». «ما باور درلوده ای أبو هریرة چې د دې حدیث په اړه به راڅخه ستا څخه مخکې څوک پوښتنه نه کوي؛ د هغه حرص له امله چې زه یې په تاکې په حدیث باندې وینم، د قیامت په ورځ تر ټولو نیمکرغه خلک زما په شفاعت هغه څوک دی چې : لا اله الا الله یې د زړه یا د نفس له اخلاصه ویلي وي». بخاري (99، 6570) روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو چې کافرانو ته د شفاعت کوونکو شفاعت نشته، حق ذات فرمایلي دي: {فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِين} (نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي). [المدثر سورت: 48 آیت].

او مونږ ایمان لرو چې الله - تعالی - له خپلو بنده ګانو څخه چې چاته وغواړي د شفاعت اجازه ورکوي؛ د شفاعت کوونکي د پاره عزت او دچا لپاره چې شفاعت کیږي په هغه مهرباني. او مونږ پوهیږو چې د قیامت په ورځ به تر ټولو لوی شفاعت کوونکی زموږ پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - وي، هغه به ګڼ شمېر شفاعتونه کوي او تر ټولو لوی او اړین شفاعت یې د موقف د خلکو لپاره دی، تر څو یې تر منځه پریکړه وشي او همدغه ستایل شوی مقام دی، او - ستایل شوی ځای - همدغه دی چې الله تعالی ترې په خپل کتاب کې یادونه کړې ده، الله تعالی فرمایلي دي: {وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا} (او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې ستا لپاره دا زیاتي عبادت دى، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي). [الإسراء سورت: 79 آیت]، د بخاري سره د ابن عمر - رضی الله عنهما - په حدیث کې دي: «...فَيَشْفَعُ لِيُقْضَى بَيْنَ الْخَلْقِ فَيَمْشِي حَتَّى يَأْخُذَ بِحَلْقَةِ الْبَابِ فَيَوْمَئِذٍ يَبْعَثُهُ اللَّهُ مَقَامًا مَحْمُودًا يَحْمَدُهُ أَهْلُ الْجَمْعِ كُلُّهُمْ». «... نو شفاعت به وکړي تر څو د خلکو تر منځه پریکړه وشي، نو لاړ به شي تر څو د دروازې کړۍ ونیسي، نو په دغه ورځ باندې به یې الله تعالی ستایل شوي مقام ته ولیږي، چې ټول راټول شوي به یې وستایي». بخاري (1475) روایت کړی. نو پدې حدیث کې یې د قضاء په باب کې د شفاعت یادونه وکړه، سپیڅلي حق ذات خبر ورکړی دی چې هغه به د پریکړې او فیصلې په موخه تشریف راوړي لکه څرنګه چې د الله - تعالی - پدې وینا کې دي: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ وَقُضِيَ الأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الامُور} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي). [البقرة سورت: 210 آیت]. او د الله تعالی دا وینا: {وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا} [او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)]. [الفجر سورت: 22 آیت]. او د الله - تعالی - دا وینا: {هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ} (دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي). [الأنعام سورت: 158 آیت].

بیا د جنتیانو جنت ته د داخلیدلو شفاعت، او پدې شفاعت باندې زیاتو متواترو حدیثونو دلالت کړی دی، له جملې څخه یې د أنس - رضي الله عنه - مشهور حدیث دی چې هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا كَانَ يَوْمُ القِيَامَةِ مَاجَ النَّاسُ بَعْضُهُمْ فِي بَعْضٍ، فَيَأْتُونَ آدَمَ، فَيَقُولُونَ: اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، فَيَقُولُ: لَسْتُ لَهَا، وَلَكِنْ عَلَيْكُمْ بِإِبْرَاهِيمَ، فَإِنَّهُ خَلِيلُ الرَّحْمَنِ، فَيَأْتُونَ إِبْرَاهِيمَ، فَيَقُولُ: لَسْتُ لَهَا، وَلَكِنْ عَلَيْكُمْ بِمُوسَى؛ فَإِنَّهُ كَلِيمُ اللَّهِ، فَيَأْتُونَ مُوسَى، فَيَقُولُ: لَسْتُ لَهَا، وَلَكِنْ عَلَيْكُمْ بِعِيسَى؛ فَإِنَّهُ رُوحُ اللَّهِ، وَكَلِمَتُهُ، فَيَأْتُونَ عِيسَى، فَيَقُولُ: لَسْتُ لَهَا، وَلَكِنْ عَلَيْكُمْ بِمُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم، فَيَأْتُونِي، فَأَقُولُ: أَنَا لَهَا، فَأَسْتَأْذِنُ عَلَى رَبِّي، فَيُؤْذَنُ لِي، وَيُلْهِمُنِي مَحَامِدَ أَحْمَدُهُ بِهَا لَا تَحْضُرُنِي الآنَ، فَأَحْمَدُهُ بِتِلْكَ المحَامِدِ، وَأَخِرُّ لَهُ سَاجِدًا، فَيَقُولُ: يَا مُحَمَّدُ، ارْفَعْ رَأْسَكَ، وَقُلْ يُسْمَعْ لَكَ، وَسَلْ تُعْطَ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أُمَّتِي أُمَّتِي، فَيَقُولُ: انْطَلِقْ فَأَخْرِجْ مِنْهَا مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ شَعِيرَةٍ مِنْ إِيمَانٍ، فَأَنْطَلِقُ فَأَفْعَلُ، ثُمَّ أَعُودُ، فَأَحْمَدُهُ بِتِلْكَ المَحَامِدِ، ثُمَّ أَخِرُّ لَهُ سَاجِدًا، فَيُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ، ارْفَعْ رَأْسَكَ، وَقُلْ يُسْمَعْ لَكَ، وَسَلْ تُعْطَ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أُمَّتِي أُمَّتِي، فَيَقُولُ: انْطَلِقْ فَأَخْرِجْ مِنْهَا مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ - أَوْ خَرْدَلَةٍ - مِنْ إِيمَانٍ فَأَخْرِجْهُ، فَأَنْطَلِقُ، فَأَفْعَلُ، ثُمَّ أَعُودُ فَأَحْمَدُهُ بِتِلْكَ المحَامِدِ، ثُمَّ أَخِرُّ لَهُ سَاجِدًا، فَيَقُولُ: يَا مُحَمَّدُ ارْفَعْ رَأْسَكَ، وَقُلْ يُسْمَعْ لَكَ، وَسَلْ تُعْطَ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أُمَّتِي أُمَّتِي، فَيَقُولُ: انْطَلِقْ فَأَخْرِجْ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ أَدْنَى أَدْنَى أَدْنَى مِثْقَالِ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ، فَأَخْرِجْهُ مِنَ النَّارِ، فَأَنْطَلِقُ فَأَفْعَلُ». فَلَمَّا خَرَجْنَا مِنْ عِنْدِ أَنَسٍ قُلْتُ لِبَعْضِ أَصْحَابِنَا: لَوْ مَرَرْنَا بِالحَسَنِ، وَهُوَ مُتَوَارٍ فِي مَنْزِلِ أبي خَلِيفَةَ، فَحَدَّثْنَاهُ بِمَا حَدَّثَنَا أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ، فَأَتَيْنَاهُ، فَسَلَّمْنَا عَلَيْهِ، فَأَذِنَ لَنَا، فَقُلْنَا لَهُ: يَا أَبَا سَعِيدٍ، جِئْنَاكَ مِنْ عِنْدِ أَخِيكَ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، فَلَمْ نَرَ مِثْلَ مَا حَدَّثَنَا فِي الشَّفَاعَةِ، فَقَالَ: هِيهْ، فَحَدَّثْنَاهُ بِالحَدِيثِ، فَانْتَهَى إِلَى هَذَا الموْضِعِ، فَقَالَ: هِيهْ، فَقُلْنَا لَمْ يَزِدْ لَنَا عَلَى هَذَا، فَقَالَ: لَقَدْ حَدَّثَنِي -وَهُوَ جَمِيعٌ- مُنْذُ عِشْرِينَ سَنَةً، فَلَا أَدْرِي أَنَسِيَ أَمْ كَرِهَ أَنْ تَتَّكِلُوا؟ قُلْنَا: يَا أَبَا سَعِيدٍ، فَحَدِّثْنَا، فَضَحِكَ، وَقَالَ: خُلِقَ الإِنْسَانُ عَجُولًا، مَا ذَكَرْتُهُ إِلَّا وَأَنَا أُرِيدُ أَنْ أُحَدِّثَكُمْ، حَدَّثَنِي كَمَا حَدَّثَكُمْ بِهِ، قَالَ: «ثُمَّ أَعُودُ الرَّابِعَةَ فَأَحْمَدُهُ بِتِلْكَ المَحَامِدِ، ثُمَّ أَخِرُّ لَهُ سَاجِدًا، فَيُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ ارْفَعْ رَأْسَكَ، وَقُلْ يُسْمَعْ، وَسَلْ تُعْطَهْ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ ائْذَنْ لِي فِيمَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، فَيَقُولُ: وَعِزَّتِي وَجَلَالِي، وَكِبْرِيَائِي وَعَظَمَتِي لَأُخْرِجَنَّ مِنْهَا مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ». «کله چې د قیامت ورځ شي خلک به له یو بل سره یو ځای شي، نو آدم ته به راشي ورته به ووایي: خپل رب ته دې زمونږ شفاعت وکړه، نو هغه به ووایي: زه د دې لپاره نه یم، خو ابراهیم ته ورشئ، ځکه چې هغه د رحمن ذات خلیل دی، نو ابراهیم ته به راشي، هغه به ووایي: زه د دې لپاره نه یم، خو موسی ته ورشئ؛ یقینا چې هغه د الله تعالی کلیم دی، نو موسی ته به راشي، هغه به ووايي: زه د دې لپاره نه یم، خو عیسی ته ورشئ؛ ځکه چې هغه د الله تعالی لخوا روح او د هغه کلمه ده، نو عیسی ته به ورشي، هغه به ورته ووایی: زه د دې لپاره نه یم، مګر محمد – صلی الله علیه وسلم – ته ورشئ، نو ماته به راشي، زه به ورته ووایم: زه د دې لپاره یم، نو په خپل رب به مې اجازه وغواړم، اجازه به راته وکړای شي او الله تعالی به ماته په زړه کې د هغه ستاینې الهام کړي، تر څو یې پرې وستایم چې اوس مې ذهن ته نه راځي، نو په هغو ستاینو سره به یې وستایم، او په سجده به ورته پریوځم، نو وبه وایي: ای محمده! سر دې پورته کړه، ووایه ستا څخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت، زما امت، نو هغه به ووایي: لاړ شه! هر هغه څوک له – اور– څخه راوباسه چې په زړه کې یې د وربشې د دانې په اندازه ایمان وي، نو زه به لاړ شم او همداسې به وکړم، بیا به راوګرځم، نو په همغه ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو راته به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، او ووایه، ستا څخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې قبلیږی، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت زما امت، نو راته به ووایي: لاړ شه او هر هغه څوک ترې راوباسه چې په زړه کې یې د ذرې او یا د اوري د دانې په اندازه ایمان وي، نو زه به همداسې وکړم، بیا به راوګرځم، نو په همغو ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو وبه وایې: ای محمده! سر دې پورته کړه، ووایه درڅخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، او شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! زما امت زما امت، نو راته به ووایي: لاړ شه او د هغه چا په زړه کې چې د اوري د دانې په اندازه لږ، لږ، لږ ایمان هم وي، نو له اور څخه یې راوباسه، نو زه به لاړ شم او دا کار به وکړم » نو کله چې مونږ له أنس څخه راووتلو خپلو ځینو ملګرو ته مې وویل: که چېرته حسن ته ورغلي وو حال دا چې هغه د أبو خلیفه په کور پټ و، نو هغه حدیث ورته بیان کړو کوم چې أنس بن مالک راته بیان کړ، نو ورته ورغلو، سلام مو پرې واچاوه، نو مونږ ته یې اجازه راکړه، نو مونږ ورته وویل: ای أبو سعیده! ستا له ورور أنس بن مالک نه درته راغلو، مونږ هغه څه تر اوسه نه و لیدلي کوم چې هغه مونږ ته د شفاعت په اړه بیان کړل، نو هغه وویل: راته ووایئ، نو مونږ ورته حدیث بیان کړ، نو دې ځای کې یې پای ته ورساوه، نو ویې وییل: هِيهْ، یعنې نور راته ووایئ: نو مونږ ورته وویل: لدې څخه زیات یې راته ندی بیان کړی، نو هغه وویل: یقینا چې ماته یې حدیث بیان کړی دی – حال دا چې هغه پوره و – له شلو کلونو راهیسي، نو زه نه پوهیږم چې هېر کړی یې دی او یا یې غوره نده ګڼلې چې درته یې ووایې – هسې نه چې بیا یوازې په توکل بسنه وکړئ؟ مونږ وویل: ای أبو سعیده! مونږ ته حدیث بیان کړه، نو ویې خندل، او ویې وییل: انسان تلوار خوښوونکی پیدا شوی دی، دا خبره مې درته یاده نه کړه مګر د دې لپاره چې زه غواړم حدیث درته بیان کړم، ماته یې داسې حدیث بیان کړی دی لکه څرنګه یې چې تاسو ته بیان کړی دی وایي: «بیا به په څلورم ځل راوګرځم نو په همغو ستاینو سره به یې وستایم، بیا به ورته په سجده پریوځم، نو راته به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، ووایه درڅخه اوریدل کیږي، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وغواړه، شفاعت دې منل کیږي، نو زه به ووایم: ای ربه! ماته د هغه چا لپاره د شفاعت اجازه راکړه چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، یې ویلي وي، نو وبه وایي: زما دې په خپل عزت، جلال، لویۍ او عظمت قسم وي چې زه به هر هغه څوک ترې راوباسم چې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ یې ویلي وي». بخاري (7510)، مسلم (193) او ابن ماجه (4312) روایت کړی.

او لدې څخه د ابو هریره - رضی الله عنه - حدیث دی، چې هغه د انس - رضی الله عنه - حدیث ته ورته دی او په پای کې یې وویل: «...اذْهَبُوا إِلَى مُحَمَّدٍ، فَيَأْتُوني فَيَقُولُونَ: يَا مُحَمَّدُ، أَنْتَ رَسُولُ اللهِ، وَخَاتَمُ الْأَنْبِيَاءِ، وَغَفَرَ اللهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، أَلَا تَرَى مَا نَحْنُ فِيهِ؟ أَلَا تَرَى مَا قَدْ بَلَغَنَا؟ فَأَنْطَلِقُ، فَآتِي تَحْتَ الْعَرْشِ، فَأَقَعُ سَاجِدًا لِرَبِّي، ثُمَّ يَفْتَحُ اللهُ عَلَيَّ وَيُلْهِمُنِي مِنْ مَحَامِدِهِ، وَحُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ شَيْئًا لَمْ يَفْتَحْهُ لِأَحَدٍ قَبْلِي، ثُمَّ يُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ، ارْفَعْ رَأْسَكَ، سَلْ تُعْطَهْ، اشْفَعْ تُشَفَّعْ، فَأَرْفَعُ رَأْسِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ أُمَّتِي أُمَّتِي، فَيُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ، أَدْخِلِ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لَا حِسَابَ عَلَيْهِ مِنَ الْبَابِ الْأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ، وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الْأَبْوَابِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنَّ مَا بَيْنَ الْمِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الْجَنَّةِ لَكَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَهَجَرٍ، أَوْ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَبُصْرَى». «...لاړ شئ محمد ته، نو ماته به راشي، راته به ووایي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د پیغمبرانو ورستی یو یې او الله تعالی درته مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، د خپل رب په وړاندې دې مونږ ته شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې مونږ په څه حال کې یو؟ آیا ته نه ګورې چې مونږ ته څه رارسیدلي دي؟ نو زه به لاړ شم، د عرش لاندې به راشم، نو خپل رب ته به په سجده پریوځم، بیا به الله تعالی پر ما خپلې - لورینې - پرانیزي او خپلې ستاینې او ښایسته ثناء به راته راپه زړه کړي چې لدې وړاندې یې هیچا ته ندي ورپه زړه کړي، بیا به وویل شي: ای محمده! سر دې پورته کړه، سوال وکړه درکول کیږي، شفاعت وکړه شفاعت دې منل کیږي، نو زه به سر راپورته کړم، نو وبه وایم ای ربه ! زما امت زما امت، نو وبه وییل شي: ای محمده! د جنت له دروازو څخه له ښۍ دروازې نه دې له امت څخه هر هغه څوک جنت ته ننباسه چې حساب پرې نشته، حال دا چې هغوی د نورو خلکو سره لدې دروازې پرته په نورو دروازو کې هم برخوال دي، نو قسم دې وي په هغه ذات چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی چې د جنت له - دروازو - څخه د یوې دروازې دوو پلو تر منځه دومره پراخوالی دی لکه څومره چې د مکې او هجر تر منځه دی او یا لکه څومره چې د مکې او بُصْرَى تر منځه دی». بخاري (3340)، او مسلم (194) روایت کړی دی.

او له جملې څخه یې د أنس بن مالک - رضي الله عنه - حدیث دی فرمایي چې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَنَا أَوَّلُ شَفِيعٍ فِي الْجَنَّةِ، لَمْ يُصَدَّقْ نَبِيٌّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ مَا صُدِّقْتُ، وَإِنَّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ نَبِيًّا مَا يُصَدِّقُهُ مِنْ أُمَّتِهِ إِلَّا رَجُلٌ وَاحِدٌ». «زه لومړی شفاعت کوونکی یم په جنت کې، څومره چې زه رښتینی ګڼل شوی یم زما په اندازه بل هیڅ نبي - دومره - رښتینی ندی ګڼل شوی، او یقینا له أنبیاوو څخه یو نبي دی چې له خپل امت څخه یې یوازې یو سړي تصدیق کړی و». مسلم (196)، او دارمي(52) روایت کړی دی.

او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ قَدْ دَعَا بِهَا فَاسْتُجِيبَ، فَجَعَلْتُ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي يَوْمَ القِيَامَةِ»، «د هر نبي لپاره یوه دعا ده چې په هغې سره یې دعا کړې ده نو ورته قبول شوې ده، نو ما د خپل امت لپاره د قیامت په ورځ شفاعت دعا ګرځولې ده»، بخاري (6305) روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا، وَأُرِيدُ أَنْ أَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي فِي الآخِرَةِ». "د هر پیغمبر لپاره یوه دعا ده چې قبلیږي، نو هغه پرې دعا کوي او زه غواړم چې زما دعا د خپل امت د شفاعت لپاره پټه وساتم". بخاري (6304)، مسلم (199)، ترمذي (3602)، او ابن ماجه (4307) روایت کړی دی.

او مونږ ایمان لرو لکه څرنګه چې الله تعالی زمونږ نبي محمد - صلی الله علیه وسلم - ته په شفاعت کولو سره عزت ورکړی دی، نو همدارنګه أنبیاوو، پرښتو و مؤمنانو ته یې هم عزت ورکړی دی، له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «...فيقول الله عز وجل: شفعت الملائكة، وشفع النبيون، وشفع المؤمنون، ولم يبق إلا أرحم الراحمين، فيقبض قبضة من النار، فيخرج منها قومًا لم يعملوا خيرًا قط». «... نو الله - تعالی - به وفرمایي: ملاېکو شفاعت وکړ، أنبیاوو شفاعت وکړ، مؤمنانو شفاعت وکړ، او ندی پاتې مګر أرحم الراحمین ذات، نو له اور څخه به یوه قبضه ( موټی) راواخلي، نو له دوی څخه به داسې یو قوم هم راووځي چې هیڅکله یې د خیر کار ندی کړی». بخاري (۷۴۳۹) او مسلم (۱۸۳) روایت کړی دی.