او مونږ ایمان لرو چې هر انسان ته یې عملنامه ورکول کیږي، نو ځینی به خپلې عملنامې لره په ښي اخیستونکي وي، حق ذات فرمایلي دي، او وینا یې حق ده: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيه} (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ). [الحاقة سورت: 19 آیت].
او اخیستونکی خپلې عملنامې لره په چپ لاس سره، الله تعالی فرمایلي دي: {وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيه} (او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې). [الحاقة سورت : 25 آیت]، او یا به یې د شا لخوا واخلي، الله عزوجل - فرمایلي دي: {وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِه} (او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي). [الانشقاق سورت: 10 آیت]، او ورته به وویل شي: {اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا} (ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى). [الإسراء سورت: 14 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلاَّ أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا} (او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (عملنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي). [الكهف سورت: 49 آیت].
او مونږ - الله تعالی ته د بندګانو - په وړاندې کېدلو ایمان لرو، حق ذات فرمایلي دي او وینا یې حق ده: {يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لاَ تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَة} (په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي]. [الحاقة سورت: 18 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {وَعُرِضُوا عَلَى رَبِّكَ صَفًّا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًا} (او دوى به خپل رب ته قطار قطار وړاندې كړى شي (او وبه ویل شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يوازې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به ستاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو). [الكهف سورت: 48 آیت]. او له عدي بن حاتم څخه روایت دی فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَا مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ مِنْ عَمَلِهِ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلَا يَرَى إِلَّا النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ، فَاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ». «نشته دی هیڅوک ستاسو څخه مګر دا چې د هغه رب به له هغه سره خبرې وکړي پداسې حال کې چې د ده او د هغه تر منځه به هیڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي اړخ ته به وګوري، نو هیڅ به نه ګوري پرته له هغه عمل څخه چې وړاندې یې کړی دی او خپل چپ اړخ ته به وګوري نو هیڅ به ونه ګوري مګر هغه عمل چې وړاندې یې کړی دی، او خپلې مخې ته به وګوري نو نه به ګوري مګر اور، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمې خرما سره وي». بخاري (6539)، او مسلم (1016) روایت کړی دی.
او مونږ په حساب ایمان لرو، او دا چې الله به د خپلو بندګانو سره حساب کوي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُم * (بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى. ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم} بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى). [الغاشية سورت: 25، 26 آیتونه]، نو چا چې خیر ومونده، نو د الله ستاینه دې وکړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل، نو یوازې خپل نفس دي ملامته کړي، لکه څرنګه چې پدې سره له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه صحیح روایت راغلی دی: «...يَا عِبَادِي إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ، ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا، فَلْيَحْمَدِ اللهَ وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ، فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ». «...ای زما بنده ګانو، یقینا چې دغه ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته شمېرم، بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند، نو د الله ستاینه دې ادا کړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل، نو یوازې خپل نفس دې ملامت کړي». مسلم (2577) روایت کړی دی.
او هغه سپېڅلی ذات تېز حساب کوونکی دی، الله تعالی فرمایلي: {الْيَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ لاَ ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَاب} (نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى). [غافر سورت: 17 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې ځینې مؤمنان به له حساب پرته جنت ته داخلیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَدْخُلُ مِنْ أُمَّتِي الْجَنَّةَ سَبْعُونَ أَلْفًا بِغَيْرِ حِسَابٍ....». «زما له أمت څخه به اویا زره نفر له حساب پرته جنت ته داخلیږي...». بخاري (5811)، او مسلم (216) روایت کړی دی او دا لفظ د همده دی.
او د الله - جل جلاله - حساب له خپلو بندګانو سره بېلا بېلې مرتبې او جلا جلا حالتونه لري، په بنده ګانو کې به له ځینو سره سخت حساب وشي او له ځینو نورو سره به آسان حساب وشي، الله تعالی فرمایلي دي: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِه * (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي. فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا} نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب). [الانشقاق سورت: 7، 8 آیتونه].
او له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی، چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «لَيْسَ أَحَدٌ يُحَاسَبُ يَوْمَ القِيَامَةِ إِلَّا هَلَكَ». «له هیچا سره به د قیامت په ورځ حساب نه کیږي مګر دا چې هغه به هلاک شي». بخاري (6537)، او مسلم (2876) روایت کړی دی. فقلت: يا رسول الله، أليس قد قال الله تعالى: نو ما وویل: ای د الله رسوله! آیا الله - تعالی - ندي فرمایلي: {فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِه * (نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي. فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا}؟ نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب). [الانشـقاق سورت: 7، 8 آیتونه]، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «إِنَّمَا ذَلِكِ العَرْضُ، وَلَيْسَ أَحَدٌ يُنَاقَشُ الحِسَابَ يَوْمَ القِيَامَةِ إِلَّا عُذِّبَ». «یقینا دا پیش کېدل دي(الله به ورته ووایي چې دا ګناه دې کړې دا فلانۍ ګناه دې کړې درته مې و بخښله )او هیڅوک داسې نشته چې د قیامت په ورځ ورسره بحث وشي مګر دا چې عذاب به ورکړل شي». بخاري (6537) روایت کړی . او په هغه ورځ به له هیچا سره ظلم ونه شي، الله تعالی فرمایلي: {وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدله د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي). [البقرة سورت: 281 آیت].
او له امتونو څخه لومړی امت چې حساب به ورسره کیږي هغه د محمد - صلی الله علیه وسلم - امت دی؛ دلیل یې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «... نَحْنُ الْآخِرُونَ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا، وَالْأَوَّلُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، الْمَقْضِيُّ لَهُمْ قَبْلَ الْخَلَائِقِ». «... مونږ د دنیا وروستي خلک یو، په قیامت کې تر ټولو لومړي، هغوی چې له ټولو مخلوقاتو څخه به مخکې ورته فیصله کیږي». مسلم (856) روایت کړی دی.
او لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به فیصله کیږي، د وینو قضیې دي؛ دلیل یې د نبي - صلی الله علیه وسلم - دا وینا ده: «أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړۍ فيصله د وينو په اړه وي". بخاري (6864)، او مسلم (1678) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې پدغه ورځ به ګواهان راوستل شي، نو پرښتې به ګواهي ورکړي او ځمکه به ګواهي ورکړي په هغه عملونو چې بنده ګانو پرې کړي دي، او د بدن غړي به ګواهي ورکړي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَاد} (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [غافر سورت: 51 آیت]، حق ذات فرمایلي دي: {وَأَشْرَقَتِ الأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُون} (او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي). [الزمر سورت: 69 آیت]، الله تعالی فرمایلي دي: {يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا} (په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي). [الزلزله سورت: 4 آیت]، او الله تعالی فرمایلي دي: {الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُون} (نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول). [يس سورت: 65 آیت].
او په «الصحيح» کې د أبو هریرة - رضي الله عنه - په حدیث کې پر بنده ګانو د بدن د غړو د شاهدۍ ورکولو یادونه شوې ده، او په هغه کې راځي: «...ثُمَّ يُقَالُ لَهُ: الْآنَ نَبْعَثُ شَاهِدَنَا عَلَيْكَ، وَيَتَفَكَّرُ فِي نَفْسِهِ: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْهَدُ عَلَيَّ؟ فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، وَيُقَالُ لِفَخِذِهِ وَلَحْمِهِ وَعِظَامِهِ: انْطِقِي، فَتَنْطِقُ فَخِذُهُ وَلَحْمُهُ وَعِظَامُهُ بِعَمَلِهِ، وَذَلِكَ لِيُعْذِرَ مِنْ نَفْسِهِ، وَذَلِكَ الْمُنَافِقُ، وَذَلِكَ الَّذِي يَسْخَطُ اللهُ عَلَيْهِ». «... بیا به ورته وویل شي: اوس به پر تا باندي مونږ خپل شاهد راولیږو، نو له ځان سره به فکر کوي چې: دا به څوک وي چې پر ما شاهدي وایي؟ نو په خوله به یې مهر ولږیږي، او ورون، غوښې او هډوکي ته به یې وویل شي: خبرې وکړه، نو ورون، غوښه او هډوکي به یې د هغه د کړنو په اړه خبرې وکړي، دا د دې لپاره چې پر ځان ورته عذر پاتې نه شي، او دا منافق دی، او همدا نفر دی چې الله به پرې غصه وي». مسلم (2968) روایت کړی دی.
وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَضَحِكَ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مِمَّ أَضْحَكُ؟» قَالَ: قُلْنَا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «مِنْ مُخَاطَبَةِ الْعَبْدِ رَبَّهُ، يَقُولُ: يَا رَبِّ، أَلَمْ تُجِرْنِي مِنَ الظُّلْمِ؟ قَالَ: يَقُولُ: بَلَى، قَالَ: فَيَقُولُ: فَإِنِّي لَا أُجِيزُ عَلَى نَفْسِي إِلَّا شَاهِدًا مِنِّي، قَالَ: فَيَقُولُ: كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ شَهِيدًا، وَبِالْكِرَامِ الْكَاتِبِينَ شُهُودًا، قَالَ: فَيُخْتَمُ عَلَى فِيهِ، فَيُقَالُ لِأَرْكَانِهِ: انْطِقِي، قَالَ: فَتَنْطِقُ بِأَعْمَالِهِ، قَالَ: ثُمَّ يُخَلَّى بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْكَلَامِ، قَالَ: فَيَقُولُ: بُعْدًا لَكُنَّ وَسُحْقًا، فَعَنْكُنَّ كُنْتُ أُنَاضِلُ». او له أنس بن ما لک څخه روایت دی وایې: مونږ له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره وو نو هغه وخندل او ویې وییل: "آیا تاسو پوهیږئ چې زه په څه خاندم؟" وایې: مونږ وویل: چې الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، فرمایي:بنده ته د خپل رب د خطاب له امله:، بنده به وایي: ای ربه، آیا له ظلم څخه دې نه یم ساتلی؟ وایي: وبه وایي: هو، وایې: نو ورته به ووایي: زه په خپل ځان پرته له خپل ځان څخه بل ګواه ته اجازه نه ورکوم، وایې: نو ورته به ووایي: نن ورځ ستا نفس په خپله په تاباندې د ګواهۍ لپاره بسنه کوي، او د کرام الکاتبین ګواهان، وایې: نو په خوله باندې به یې مهر ولګیږي، د بدن غړو ته به یې وویل شي، خبرې وکړئ، وایې: نو د ده په کړنو به ګواهي ورکړي، وایې: بیا د ده او د خبرو تر منځ پرېښودل شي، وایي: نو وبه وایي: ورک شئ او برباد شئ، ستاسو څخه مې دفاع کوله». مسلم (2969) روایت کړی دی.