Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإيمان بالـموازين) باب دی په بیان د ایمان کې په تلو باندې.

او مونږ ایمان لرو چې الله تعالی د بنده ګانو د عملونو د تللو لپاره د انصاف تلې ږدي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلاَ تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِين} (او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو). [الأنبياء سورت: 47 آیت]، او الله - تعالی - فرمایلي دي: {وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون * (او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تلې (دنیکۍ) يې درندې وختلې، نو همدغه خلک كامیاب دي. وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَـئِكَ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُواْ بِآيَاتِنَا يِظْلِمُون} او هغه څوك چې تلې (د نیکۍ) يې سپكې شوی، نو دا هغه خلک دي چې ځانونه یې زیانمن کړ یدى، په سبب د دې چې همیشه به یې زمونږ په آیتونو ظلم كاوه). [الأعراف سورت: 8، 9 آیتونه]، دا حقیقي تله ده چې دوه پلې او یوه ژبه لري چې په هغه سره د بندګانو اعمال تلل کیږي.

او مونږ پر دې ایمان لرو چې عملونه په تله کې ایښودل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي المِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللَّهِ العَظِيمِ». "دوه کلمې چې په ژبه سپکې، په تله کې درندې، رحمن ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللهِ العَظِيمِ دي". بخاري (6682)، مسلم (2694)، ترمذي (3467) او ابن ماجه (3806) روایت کړی دی.

او همدا رنګه رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ...». «پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، او الحمد لله د اعمالو تله ډکوي...». مسلم (223)، ترمذي (3517)، نسائی (2437) او ابن ماجه (280) روایت کړی دی.

او موږ پوهیږو چې عمل کوونکی د خپل عمل سره یو ځای په تله کې ايښودل کیږي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: د قیامت په ورځ به یو لوی چاغ سړی راشي، چې د الله تعالی په نزد به د ماشي د وزر په اندازه وزن نه لري، او ویې فرمایل: ولولئ: {فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ وَزْنًا} [الكهف: 105] ،(نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو (هېڅ حيثيت به ورنكړو) . (بخاري (۴۷۲۹) او مسلم (۲۷۸۵) روایت کړی دی. همدا رنګه په تلو کې عملنامې کېښودل کیږي، لکه څرنګه چې پر دې د بطاقې ( کارت ) حدیث دلالت کړی دی. ترمذي (2639)، ابن ماجه (4300)، ابن المبارک په المسند (100) او الزھد (2/109) کې او احمد (6994) کې روایت کړی دی.