Applicable Translations English اردو عربي

(بــاب الإيمان بالحوض) باب دی په حوض باندې د ایمان په باره کې

او مونږ ایمان لرو چې زمونږ رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - لره یو حوض دی چې امت به ورته ورځي، الله تعالی فرمایلي: {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر} (بېشکه مونږ تا ته کوثر درکړی). [الكوثر سورت: 1 آیت].

وَعَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: بَيْنَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ بَيْنَ أَظْهُرِنَا إِذْ أَغْفَى إِغْفَاءَةً ثُمَّ رَفَعَ رَأْسَهُ مُتَبَسِّمًا، فَقُلْنَا: مَا أَضْحَكَكَ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «أُنْزِلَتْ عَلَيَّ آنِفًا سُورَةٌ» فَقَرَأَ: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَر * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَر} [الكوثر: 1-3]» ثُمَّ قَالَ: «أَتَدْرُونَ مَا الْكَوْثَرُ؟» فَقُلْنَا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّهُ نَهْرٌ وَعَدَنِيهِ رَبِّي عز وجل، عَلَيْهِ خَيْرٌ كَثِيرٌ، هُوَ حَوْضٌ تَرِدُ عَلَيْهِ أُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، آنِيَتُهُ عَدَدُ النُّجُومِ، فَيُخْتَلَجُ الْعَبْدُ مِنْهُمْ، فَأَقُولُ: رَبِّ، إِنَّهُ مِنْ أُمَّتِي فَيَقُولُ: مَا تَدْرِي مَا أَحْدَثَتْ بَعْدَكَ». او له أنس - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې: یوه ورځ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - زمونږ تر منځه و چې ناڅاپه د یوې لحظې لپاره خوبه وړی شو، بیا یې سر راپورته کړ پداسې حال کې چې مسکا یې کوله، نو مونږ وویل: څه شي وخندولې ای د الله رسوله، ویې فرمایل: « لږ وړاندې راباندې یو سورت نازل شو » بیا یې ولوست: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَر * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَر * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَر} [الكوثر: 1-3]» پیل کوم په نوم د الله چې خورا زیات رحم کوونکی او مهربان دی، بېشكه مونږ تا ته كوثر دركړى دى، نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه، بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى). بیا یې وویل:آیا پوهیږئ چې کوثر څه شی دی؟ نو مونږ وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، فرمایي: « هغه یو نهر دی چې ماسره مې رب د هغه وعده کړې ده، په هغې باندې لوی خیر دی، هغه یو حوض دی چې د قیامت په ورځ پرې زما امت راځي، لوښې یې د ستورو د شمېر په اندازه دي، نو د دوی ( زما د امتیانو ) له منځه به یو سړی وویستل شي او لرې به وشړل شي، نو زه به ووایم: ای رب، هغه زما له امت څخه دی، نو هغه به ووایي: ته نه پوهیږې چې -ستا امت- ستا څخه وروسته څومره بدلون کړی دی». مسلم (400) روایت کړی دی.

او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللَّبَنِ، وَرِيحُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَكِيزَانُهُ كَنُجُومِ السَّمَاءِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهَا فَلَا يَظْمَأُ أَبَدًا». «زما د حوض ( اوږدوالی ) د یوې میاشتې د مزل په اندازه دی، اوبه یې له شېدو سپینې دي، بوی یې له مشکو څخه ښایسته دی او جامونه یې لکه د آسمان ستوري دي، چا چې ترې یو ځل څښاک وکړ نو هیڅکله به تږی نه شي». بخاري (6579) او مسلم (2292) روایت کړی دی.

او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِنَّ حَوْضِي أَبْعَدُ مِنْ أَيْلَةَ مِنْ عَدَنٍ، لَهُوَ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنَ الثَّلْجِ، وَأَحْلَى مِنَ الْعَسَلِ بِاللَّبَنِ، وَلَآنِيَتُهُ أَكْثَرُ مِنْ عَدَدِ النُّجُومِ، وَإِنِّي لَأَصُدُّ النَّاسَ عَنْهُ، كَمَا يَصُدُّ الرَّجُلُ إِبِلَ النَّاسِ عَنْ حَوْضِهِ». قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، أَتَعْرِفُنَا يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: «نَعَمْ، لَكُمْ سِيمَا لَيْسَتْ لِأَحَدٍ مِنَ الْأُمَمِ، تَرِدُونَ عَلَيَّ غُرًّا، مُحَجَّلِينَ مِنْ أَثَرِ الْوُضُوءِ». «یقینا زما د حوض - د دوو څنډو تر منځه - لرې والی دومره دی لکه څومره چې ایله له عدن څخه لیرې ده، یقینا چې له واوري څخه زیات سپین، له شهدو څخه چې شېده ورسره وي زیات خوږ دی، او لوښي یې د آسمان له ستورو څخه زیات دي او زه به ترې نه خلک داسې منع کوم لکه څرنګه چې یو سړی د خلکو اوښان له خپل حوض څخه منع کوي». هغوی وویل: ای د الله رسوله، آیا په هغه ورځ مو ته پېژنې؟ ویې وییل: « هو، تاسو داسې نخښې لرئ چې هیڅ یو امت یې نه لري، تاسې به پر ما پداسې حال کې راځئ چې د اودس له امله به مو غړي رڼا کوي». مسلم (247) روایت کړی دی.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «بَيْنَا أَنَا قَائِمٌ إِذَا زُمْرَةٌ، حَتَّى إِذَا عَرَفْتُهُمْ خَرَجَ رَجُلٌ مِنْ بَيْنِي وَبَيْنِهِمْ، فَقَالَ: هَلُمَّ، فَقُلْتُ: أَيْنَ؟ قَالَ: إِلَى النَّارِ وَاللَّهِ، قُلْتُ: وَمَا شَأْنُهُمْ؟ قَالَ: إِنَّهُمُ ارْتَدُّوا بَعْدَكَ عَلَى أَدْبَارِهِم القَهْقَرَى. ثُمَّ إِذَا زُمْرَةٌ، حَتَّى إِذَا عَرَفْتُهُمْ خَرَجَ رَجُلٌ مِنْ بَيْنِي وَبَيْنِهِمْ، فَقَالَ: هَلُمَّ، قُلْتُ: أَيْنَ؟ قَالَ: إِلَى النَّارِ وَاللَّهِ، قُلْتُ: مَا شَأْنُهُمْ؟ قَالَ: إِنَّهُمُ ارْتَدُّوا بَعْدَكَ عَلَى أَدْبَارِهِم القَهْقَرَى، فَلَا أُرَاهُ يَخْلُصُ مِنْهُمْ إِلَّا مِثْلُ هَمَلِ النَّعَمِ». «پداسې حال کې چې زه به ولاړ یم یوه ډله به - راشي - تر دې چې زه یې وپيژنم نو زما او د هغوی تر منځه به یو سړی راووځي (چې اصلا به ملاېکه وي) نو وبه وایي: راځئ، نو زه به ووایم: چېرته ؟ - یعنې دوی چېرته بوځې؟ وایې به : په الله قسم چې اور ته یې بوځم، ما وویل: څه حال دی د دوی ( یعنې ولې څه یې کړې دي) وایي به چې : دوی ستا څخه وروسته په شاتګ کړی او مرتد شوي وو. بیا به یوه بله ډله وګورم، تر دې چې ویې پیژنم نو زما او د دوی تر منځه به یو سړی راووځي ، نو وبه وایي: راځئ، ما وویل: چېرته ؟ وایي به : په الله قسم دی چې اور ته یې بوځم، زه به ووایم: د دوی څه حال دی یعنې ولې څه یې کړي دي؟ وایي به: یقینا دوی ستا څخه وروسته مرتد شوي دي او په شا تګ یې کړی دی، نو زه ګمان نه کوم چې لدوی څخه به ترې څوک خلاص شي مګر په دومره اندازه - خلک - لکه د حیواناتو له ټولګي څخه چې یو یې لرې پاتې شوی وي». بخاري (6587) روایت کړی دی.

او له أنس بن مالک - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې: کله چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - آسمان ته وخیژول شو ویې فرمایل: «أتيت على نهرٍ حافَّتاهُ قبابُ اللؤلؤ المجوَّف، فقلتُ: ما هذا يا جبريلُ؟ قال: هذا الكوثر». «زه په یو نهر باندې راغلم چې دواړه غاړې یې له لعلونو او ګوهرو سینګار شوې ګنبدې وې، ما وویل: ای جبرائیله دا څه شی دی؟ هغه وویل: دا کوثر دی». بخاري (4964) روایت کړی دی.