او مونږ ایمان لرو چې جنت او دوزخ د بدلې ځای دی او د جنت او دوزخ د خلکو، د هغو د استوګنې ځای، څښاکونو، خوراکونو او جامو په اړه په قرآن کریم او سنت کې تفصیل راغلی دی.
او مونږ باور لرو چې دوی دواړه برحال پیدا شوي دي او دا چې ادم - علیه السلام - د ابدیت په جنت کې و، الله تعالی فرمایلي: {وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَـذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِين] (او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي او دې ونې ته مه نږدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ). [الأعراف سورت: 19 آیت]. او له أبو هريرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې نبي کریم -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي: «احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى، فَقَالَ لَهُ مُوسَى: يَا آدَمُ أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الجَنَّةِ، قَالَ لَهُ آدَمُ: يَا مُوسَى اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ، أَتَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قَدَّرَهُ اللَّهُ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَنِي بِأَرْبَعِينَ سَنَةً؟ فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى» ثَلَاثًا. «موسی او آدم یو له بل سره دعوا وکړه، نو موسی ورته وویل: آی آدمه! ته زمونږ پلار یې، مونږ دې نا امیده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، آدم ورته وویل: ای موسی، ته الله په خپل کلام سره غوره کړی یې، او تورات یې درته په خپل لاس لیکلی، آیا ته ما په داسې یوه چاره کې ملامتوي چې زما له زیږیدو څخه څلوېښت کاله وړاندې الله پر ما مقدر کړې وه؟ نو په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو، په دلیل کې آدم پر موسی غالب شو» درې ځلې. بخاري (۶۶۱۴)، مسلم (۲۶۵۲)، ابو داود (۴۷۰۱)، ترمذي (۲۱۳۴) او ابن ماجه (۸۰) رواړی دی.
او جنت د ابدي نعمتونو کور دی، حق ذات فرمایلي دي: {أُوْلَـئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِين} (دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې ویالې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى). [آل عمران سورت: 136 آیت]. او الله تعالی په جنت کې شته نعمتونو ته د هڅولو په موخه فرمایلي دي: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُون} (نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول). [السجدة سورت: 17 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې د جنت تر ټولو ستر نعمت په تلپاتې جنتونو کې د الله تعالی مخ ته لیدل دي، الله تعالی فرمایلي دي: {وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَة * (څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورځ (د قیامت) ترو تازه وي. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَة} او خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوونکي) وي). [القيامة سورت: 22، 23 آیتونه] او فرمایلي یې دي: {كَلاَّ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُون} (داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي). [المطففين سورت : 15 آیت] او له صهیب الرومي -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيُكْشَفُ الْحِجَابُ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عز وجل». «کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله –تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا تا زمونږ مخونه سپین نه کړل؟ آیا تا مونږ دې جنت ته داخل نکړو، او له دوزخ څخه دې ونه ژغورلو؟ بیا به الله پرده لرې کړي، او دوی ته به د خپل رب –عزوجل- د کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړ شوی». مسلم (181) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې جنت مرتبې دی او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته د جنتیانو د تر ټولو ټيټې او تر ټولو لوړې مرتبې په اړه خبر ورکول شوی دی، نور رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَأَلَ مُوسَى رَبَّهُ: مَا أَدْنَى أَهْلِ الجَنَّةِ مَنْزِلَةً؟ قَالَ: هُوَ رَجُلٌ يَجِيءُ بَعْدَ مَا أُدْخِلَ أَهْلُ الجَنَّةِ الجَنَّةَ، فَيُقَالُ لَهُ: ادْخُلِ الجَنَّةَ، فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ، كَيْفَ وَقَدْ نَزَلَ النَّاسُ مَنَازِلَهُم، وَأَخَذُوا أَخَذَاتِهِم، فَيُقَالُ لَهُ: أَتَرْضَى أَنْ يَكُونَ لَكَ مِثْلُ مُلْكِ مَلِكٍ مِنْ مُلُوكِ الدُّنْيَا؟ فَيَقُولُ: رَضِيتُ رَبِّ، فَيَقُولُ: لَكَ ذَلِكَ، وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ وَمِثْلُهُ، فَقَالَ فِي الخَامِسَةِ: رَضِيتُ رَبِّ، فَيَقُولُ: هَذَا لَكَ وَعَشْرَةُ أَمْثَالِهِ، وَلَكَ مَا اشْتَهَتْ نَفْسُكَ، وَلَذَّتْ عَيْنُكَ، فَيَقُولُ: رَضِيتُ رَبِّ، قَالَ: رَبِّ، فَأَعْلَاهُمْ مَنْزِلَةً؟ قَالَ: أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَرَدْتُ، غَرَسْتُ كَرَامَتَهُمْ بِيَدِي، وَخَتَمْتُ عَلَيْهَا، فَلَمْ تَرَ عَيْنٌ، وَلَمْ تَسْمَعْ أُذُنٌ، وَلَمْ يَخْطُرْ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ»، «موسی - علیه السلام - له خپل رب څخه پوښتنه وکړه: د جنتیاتو تر ټولو ټېټه مرتبه څه شی دی؟ ویې فرمایل: هغه به یو سړی وي، را به شي، نو وروسته له هغه چې جنت ته داخل کړای شي، نو ورته به وویل شي: جنت ته ننوځه، نو وبه وایي: ای ربه، څنګه - ننوځم - حال دا چې خلک خپلو کورنو کې میشت شوي دي، او خپلې برخې یې اخستې دي، نو ورته به وویل شي: آیا خوښ ګڼې چې دومره څه ولرې لکه د نیا له پادشاهانو څخه یې چې یو پادشاه لري؟ نو وبه وایې: خوښ یمه ربه، نو - ورته - به ووایي: ستا لپاره همدومره دي، او همدومره نور، او همدومره نور، او همدومره نور، او همدومره نور او په پنځم ځل کې یې وفرمایل: راضي شوم ربه، نو ورته به ووایي: دا ستا لپاره دي او لس برابره د دې نور، او ستا لپاره هر هغه څه دي چې ستا نفس یې غواړي، او سترګې دې پرې خوند اخلي، نو وبه وایي: خوښ یم ربه، وایي: ربه تر ټولو د لوړې مرتبه خاوند به څنګه وي؟ ویې فرمایل: هغوی هغه کسان دي چې ما غوښتل، د هغوی عزت مې په خپلو لاسونو کښت کړی دی او مهر مې پرې لګولی، نو نه خو سترګو لیدلي او نه غوږونو اوریدلي، او د انسان په زړه کې هم کله تېر شوي ندي». او د دې خبرې مصداق د الله تعالی په کتاب کې دی - چې فرمایي - {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ} [السجدة: 17] آیت.(نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه). مسلم روایت کړی دی (189).
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ أَدْنَى مَقْعَدِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ أَنْ يَقُولَ لَهُ: تَمَنَّ فَيَتَمَنَّى، وَيَتَمَنَّى، فَيَقُولُ لَهُ: هَلْ تَمَنَّيْتَ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ لَهُ: فَإِنَّ لَكَ مَا تَمَنَّيْتَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ». «په جنت کې ستاسو تر ټولو ټیټ د ناستې ځای دا دی چې هغه ته به ووایي: یو ارمان وکړه، نو هغه به ارمان وکړي، او ارمان به وکړي، نو ورته به ووایي: آیا ارمان دې وکړ؟ نو وبه وایې : هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هر هغه څه دي چې تا یې ارمان کړی دی او په همغه اندازه ورسره نور هم». مسلم (182) روایت کړی دی.
او مونږ پوهیږو چې جنت اته دروازې لري، رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ قَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُاللهِ، وَابْنُ أَمَتِهِ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَأَنَّ الجَنَّةَ حَقٌّ، وَأَنَّ النَّارَ حَقٌّ؛ أَدْخَلَهُ اللهُ مِنْ أَيِّ أَبْوابِ الجَنَّةِ الثَّمَانِيَةِ شَاءَ». «چا چې وویل: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته د عبادت مستحق نشته او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه د وینځې زوی دی او د هغه کلمه - د هغه د پیدا کولو د امر وینا چې د (کن) کلمه ده - هغه یې مریمې ته ور اچولې ده، او هغه د الله لخوا نه روح دی او دا چې جنت حق دی، او اور حق دی، نو الله - تعالی - به یې د جنت له اتو دروازو څخه له هرې یوې چې وغواړي جنت ته ننباسي». بخاري (3435)، او مسلم (28) روایت کړی دی.
او مونږ ایمان لرو چې د همیشوالي کور؛ زیات جنتونه دي، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي: {وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَان} (او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي). [الرحمن سورت: 46 آیت]، او الله تعالی فرمايي: {وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَان} (او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي). [الرحمن سورت: 62 آیت]، او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «جنتان من فضة، آنيتهما وما فيهما، وجنتان من ذهب، آنيتهما وما فيهما، وما بين القوم وبين أن ينظروا إلى ربهم إلا رداء الكبر على وجهه في جنة عدن». «دوه جنتونه دي د سپینو زرو، لوښې یې او څه چې پکې دي او دوه جنتونه دي د سرو زرو؛ لوښې یې او څه چې پکې دي، او د خلکو او رب د لیدلو تر منځه یې هیڅ نشته پرته د لویۍ (کبر) له یوې پردې څخه چې په تلپاتې جنت کې یې پر مخ ده».
او مونږ ایمان لرو چې د جنت نعمتونه تلپاتې دي او نه پرې کیږي، نو له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی، چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ يَنْعَمُ لَا يَبْأَسُ، لَا تَبْلَى ثِيَابُهُ وَلَا يَفْنَى شَبَابُهُ». «څوک چې جنت ته داخل شو هغه به په نعمتونو کې وي او نه به فقیر کیږي، جامې یې نه زړیږي او نه یې ځواني له منځه ځي».
او أبو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي دي: «يُنَادِي مُنَادٍ: إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْتَئِسُوا أَبَدًا. فَذَلِكَ قَوْلُهُ عز وجل: «یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو - بدله دا ده - چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کیږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هیڅکله به نه مړه کیږئ او ستاسو - بدله دا ده - چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زړووالی درباندې نه راځي، او ستاسو - بدله دا ده - چې تل به په نعمتونو کې یاست او هیڅکله به درباندې بیچارګي نه راځي، دا د الله تعالی وینا ده چې فرمایلي یې دي: (وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول). [الأعراف سورت: 43 آیت]».
او الله تعالی د اور په اړه خبر ورکړی دی او هغه څه چې په اور کې له ډول ډول عذابونو او ربړولو څخه دي، نو الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاء كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءتْ مُرْتَفَقًا} (بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې راچاپېره شوي دي او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسی وشي لكه زوې (د تیلو خټه) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه د څښاک شی او بد دى دغه ځاى د اوسېدلو). [الكهف سورت: 29 آیت]، او حق ذات فرمایلي: {يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُود * [(په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې(د دوى هم). وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيد} او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي). [الحج سورت: 20،21] آیتونه، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا} (بېشكه هغه كسان چې زمونږ په آیتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى). [النساء سورت: 56 آیت].
او مونږ ایمان لرو چې اور بېلابېلې درجې لري او حقیقت دا روښانه کړې چې منافقان د دوزخ په ژورو کې دي، الله تعالی فرمایلي دي: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا} (بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې). [النساء سورت: 145 آیت]. او په قرآن کریم کې راغلي چې هغه لره اووه دروازې دی، حق ذات فرمایلي دي: {لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوم} (د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه). [الحجر سورت: 44آیت] او دوزخ د ابدي عذاب کور دی، حق ذات فرمایلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقا * (بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي. إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا} مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى). [النساء سورت: 168، 169 آیتونه].